Homeخبرونهجاپان د چین، روسیې او شمالي کوریا د ګواښونو پر وړاندې تر...

جاپان د چین، روسیې او شمالي کوریا د ګواښونو پر وړاندې تر غږ چټک ډرون جوړوي

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) جاپان د چین، روسیې او شمالي کوریا د زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د بې‌ساري پانګونو پلان جوړوي. د دې پلان مهمې برخې د بې‌پیلوټه الوتکو، تر غږ چټکو توغندیو، مصنوعي ځیرکتیا او اوږد واټن ویشتونکو وسلو پراختیا ده.

د جاپان دفاع وزارت د راتلونکي کال لپاره د شاوخوا ۵۷.۶۹ میلیارد ډالرو، یا ۹ ټریلیونه ین بودجې غوښتنه کړې ده. تمه ده چې دا پیسې به د کال تر پایه نورې هم زیاتې شي.

دا غوښتنه د صدراعظمې سانای تاکایچي په حکومت کې د جاپان په دفاعي سیاست کې د بدلون د چټکېدو څرګندونه کوي.

د اساسي قانون نهمه ماده

جاپان د دوهمې نړیوالې جګړې له پای وروسته د خپل اساسي قانون د نهمې مادې له محدودیتونو سره مخ دی. دغه ماده د وسله‌والو ځواکونو پر کارولو سخت محدودیتونه لګوي او د هغوی رول تر ډېره د هېواد دفاع ته محدودوي.

د بریتانیا د «ټلګراف» ورځپاڼې د راپور له مخې، له همدې امله د تهاجمي وړتیاوو لرونکو وسلو درلودل په جاپان کې له سیاسي او د اساسي قانون له پلوه حساسه موضوع ده.

تاکایچي هڅه کوي د ملي دفاع په چوکاټ کې د جاپان پوځي وړتیاوې پراخې کړي او هم‌مهاله د اساسي قانون د نهمې مادې د اصلاح لپاره فشار زیات کړي.

د جاپان د دفاع وزارت په وړاندیز کې یوه له مهمو وسلو څخه تر غږ چټک توغندی دی چې تر اوبو لاندې د توغولو وړتیا لري. وزارت دغه سیستم د «خورا لوړې وړتیا» لرونکی بللی دی.

که څه هم په بودجه کې د توغندي دقیق ډول نه دی مشخص شوی، خو دا سیستم د جګړې د یوې نوې طریقې په توګه یاد شوی چې کولی شي بېړۍ او نور هدفونه له لرې واټن څخه په لومړنیو پړاوونو کې په نښه کړي.

جاپاني چارواکي وايي، دغه توغندی ښايي د راتلونکو نسلونو په اوبتلونو کې له عمودي توغندي ویشتونکو سیستمونو څخه وتوغول شي. دا وړتیا به توکیو ته اجازه ورکړي چې له سمندر او د کشف لپاره له ستونزمنو ځایونو څخه د اوږد واټن بریدونه ترسره کړي.

تر غږ چټکې وسلې او د رادار ضد توغندي

جاپان پلان لري د «Type-25»  ګلایډر تر غږ چټک دوه ډولونه هم جوړ کړي. د لرې واټن ډول یې شاوخوا ۱،۸۶۰ میله واټن وهلی شي او سرعت یې په ساعت کې نژدې ۳،۸۰۰ میله اټکل شوی دی.

جاپان همداراز غواړي په لومړي ځل یو ځانګړی رادار ضد توغندی ترلاسه کړي. دغه اوږد واټن ویشتونکی پرمختللی توغندی د امریکايي شرکت نورتروپ ګرومن له خوا جوړېږي او له الوتکې څخه توغول کېږي، چې د دښمن د هوايي دفاع سیستمونه په نښه کړي.

له کله  چې جاپان په ۲۰۲۲ کال کې خپله پنځه کلنه دفاعي ستراتیژي اعلان کړې، د دغه هېواد دفاعي لګښتونه د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۲ سلنې ته لوړ شوي دي؛ دا له دودیز دفاعي سیاست څخه له څو لسیزو وروسته د پام وړ بدلون بلل کېږي.

د شمالي کوریا، چین او روسیې ګواښونه

د جاپان د دفاعي لګښتونو زیاتوالی تر ډېره د شمالي کوریا د اتومي او توغندويي وړتیاوو د دوامدارې پراختیا په غبرګون کې دی.

جاپان د روسیې له لوري هم د امنیتي ګواښ د زیاتېدو اندېښنه لري. مسکو تېره میاشت د ولسمشر ولادیمیر پوتین له سفر وروسته په لانجمنو کوریل ټاپوګانو کې توغندي وازموبل.

خو د توکیو لپاره تر ټولو لویه ننګونه چین بلل کېږي، ځکه بیجینګ د تایوان او د جاپان شاوخوا سیمو کې خپل پوځي فعالیتونه زیات کړي دي.

د چین د ساحل ساتونکو ادارې په وینا، بیجینګ د جولای په میاشت کې د تایوان شاوخوا ۲۴۴ بېړۍ ځای پر ځای کړې وې، چې په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا اته بېړۍ کېږي. د جون په میاشت کې دغه شمېر ۵۵ او د مې په میاشت کې ۳۰ بېړۍ وې.

تاکایچي مخکې د تایوان په اړه د خپلو څرګندونو له امله د چین غوسه پارولې وه. نوموړې ویلي و چې پر تایوان احتمالي جګړه ښايي د جاپان د اساسي قانون هغه ماده فعاله کړي چې دفاعي ځواکونو ته د پوځي عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکوي.

د هغې دغو څرګندونو د توکیو او بیجینګ ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړې دي.

مصنوعي ځیرکتیا او بې‌پیلوټه الوتکې

د جاپان نوی دفاعي بودجه پر مصنوعي ځیرکتیا او بې‌پیلوټه الوتکو هم ځانګړی تمرکز لري.

په وړاندیز شوې بودجه کې ویل شوي چې د پوځي پرېکړو د چټکولو لپاره باید په قوماندې او کنټرول کې د مصنوعي ځیرکتیا کارول ګړندي شي. جاپان غواړي له موجودو AI سیستمونو څخه استفاده وکړي او خپلې کورنۍ ټکنالوژۍ هم پراخې کړي.

توکیو د بې‌پیلوټه اوبتلونو ترلاسه کولو ته هم لېوالتیا ښودلې چې د اوږد واټن توغندیو د توغولو وړتیا ولري.

د پلان له مخې، جاپان غواړي له سمندري بېړیو څخه د توغولو وړ بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې ترلاسه کړي. سربېره پر دې، د څارنې او استخباراتي چارو لپاره به ۱۷ نور MQ-9B ډرونونه هم واخلي، چې له دې سره به تر راتلونکي کال پورې د دغو ډرونونو ټول شمېر ۲۳ ته ورسېږي.

جاپان غواړي د خپلو جنوب‌لوېدیځو سیمو د ساتنې لپاره د «ډرون ډال» پروژه هم وغځوي. دغه پروژه تېر کال د دفاعي بودجې له مهمو برخو څخه وه او د چین د بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیاوو له پراختیا سره به د توکیو په لومړیتوبونو کې پاتې شي.

جاپان تر دې مخکې هم په جنوب‌لوېدیځو ټاپوګانو کې خپل دفاعي حضور پیاوړی کړی او د Type-12 اوږد واټن توغندي یې د کیوشو په جنوبي ټاپو کې ځای پر ځای کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...