دوشنبه, مارچ 4, 2024
Home+د کیسې په پیڅه غوټه سل کیسې دي| احسان الله درمل

د کیسې په پیڅه غوټه سل کیسې دي| احسان الله درمل

 د استاد غضنفر د یوې کیسې ارزونه

«بوډاګان» د استاد غضنفر له شاوخوا یونیم زر کلیمو جوړه لنډه کیسه ده چې تر شا یې ګڼې نورې کیسې هم پرتې دي. په دې لیکنه کې د دغو شاته پرتو کیسو د را سپړلو هڅه کېږي.

په کیسه کې داسې نښه یا قرینه نشته، چې د هغې «تیم» ته مو متوجه کړي، خو د مرکزي کرکټر حاجي عثمان کړه وړه په نامستقیم ډول لږترلږه ماته وایي چې دغه کیسه د انسان د حافظې او دلچسپیو په اړه لیکل شوې ده. د انسان ذهن او حافظه (آن که الزایمر یا ډمنشیا هم ولري) هغه خبره نه هېروي چې د ده په ګټه وي، خو نورې خبرې که ډېرې مهمې هم وي، ترې هېرېږي. د انسان حافظه د یوه ډېر لوی ګودام د دیوالونو په څېر ده. دغه دیوالونه له ګڼو مېخونو یا هېنګرونو ډک دي. که کومه خبره د کوټ یا کالیو غوندې پر دې مېخونو او هېنګرونو وځړېده، نو په حافظه کې پاتېږي او که بنده نه شوه، نو لاندې د هېرتابه تیارې ته غورځېږي. په ډمنشیا یا الزایمر کې به ممکن دغه مېخونه کمېږي، خو په ځوانۍ کې هم که له کومې خبرې سره دلچسپي و نه لرو، غورځېدلې یې بویه. برعکس که په څلوراتیا کلنۍ کې هم کومه خبره زموږ په طبعیت برابره شوه، نو پر یو مېخ به خامخا را ځړېږي. حاجي عثمان څلوراتیا کلن بوډا دی. ده ته د خپل همځولي ملګري مامور لطیف دا خبره یاده ده چې «ته د ځوانانو غاړې کوې» خو دا یې هېره کړې ده چې «پارکونه تر غرمې له مخه د بوډاګانو وي او تر غرمې وروسته د ځوانانو». ځکه خو په یوه پسرلني مازدیګر د ښار د منځ پارک ته رسېږي. هلته یوه ښایسته پېغله ویني، مینېږي غوندې. وروسته یې په غلطه دروازه کې لټوي او سبا ته یې ګر سره په یاد نه وي، چې پرون څه تېر شوي ول؟ خو د راډیو هغه خبر چې د ده په طبعه برابر دی په سهارني اخبار کې هم لټوي او د هغه په اړه مسلسل فکر کوي. له بلې خوا، د مامور لطیف هم ټولې خبرې هېرې دي، خو صرف هغه یې پر زړه نقش ده، چې حاجي عثمان ورته ویلي ول: «زړه به دې باغ باغ شي». ځکه چې دی د زړه ناروغ دی.

د کیسې بل تیم د انسان د ذهن او واقعیت یا د سوبجیکټ او ابجیکټ رابطه کېدای شي. انسان په حقیقت کې واقعیتونه د خپل ذهن یا سوبجیکټ په خوردبین یا کټه بین کې ویني. هغسې یې نه ویني چې دي. په بله ژبه دنیا هغسې ګوري چې ده ته ښکاري، د هغې بڼې د لېدو هڅه یې نه کوي، چې په واقعیت کې ده. حاجي عثمان شکره لري. د ډاکټر په خوله باید خواږه شیان کم کړي، سېګریټ پرېږدي، له غوړو سره احتیاط وکړي او پلی تګ ډېر کړي. دې کارونو د هغه په بدن کې په تېر یو کال کې دومره مثبت تغییرات را وستي دي، چې ملګری یې شاته پرېښی؛ هغه ورته ویلي: «ته اوس د ځوانانو غاړې کوې» او په څلوراتیا کلنۍ کې له یوې پېغلې سره د تار غځولو هوس ور پیدا شوی. خو همدا چې په چین کې د یوه بوټي په اړه عامیانه غوندې خبر اوري، نو دغه ټولې کیسې هېروي او دې حقیقت (!) ته رسېږي چې: «چین ډېره ترقي نه ده کړې!» کیسه راته وایي چې زموږ غوښتنې او هیلې څنګه زموږ ذهن دې ته تیاروي چې د نه منلو خبرې ومني او د منلو هغه ایګنور کړي.

کرښې | احسان الله درمل

درېیم او احتمالي تیم دا کېدای شي، چې په دې دنیا کې ګڼې کیسې دي. هر چاته صرف هغه مهمه ده او اورېدل یې غواړي، چې د ده په ګټه ده. حاجي عثمان د هغه بوټي په اړه فکر کوي چې د چین په جنوب کې پیدا شوی او د شکرې لپاره ټک پتری دی. خو ملګری یې مامور لطیف بل مشکل لري. هغه د زړه ناروغ دی او د حاجي له خولې هغه کیسه اورېدل غواړي چې زړه پرې باغ باغ کېږي. د زړه مسله چې حاجي عثمان ته مهمه نه ده، ګر سره یې هېره ده، چې تېر ماښام یې د جومات په مخکې مامور ته څه ویلي ول. مامور ته بیا نه چین، نه بوټی او نه د چین ترقي مهم دي. یوازې یوه خبره یې پر زړه ناسته ده: «هغه به څه وي، چې زړه باغ باغ کړي؟» د دې دوو بوډاګانو د نظر او دلچسپیو توپیر دا خبره هم راته وایي، چې هر شي ته ارزښت زموږ اړتیا ورکوي. که اړتیا نه وي، ارزښت هم نشته.

څلورم تیم د واقعیت او ارزوګانو ترمنځ کشکمش دی. حاجي عثمان غواړي چې ځان ځوان وښیي، ورزش کوي، نجونو ته موسکی موسکی کېږي، د سهار پر ځای مازدیګر پارک ته ځي خو ذهن یې په الزایمر اخته دی، ګام په ګام یې مهمې خبرې هېرېږي، د بنفشو له عطرو خوند نه شي اخیستلای او پر افواهاتو باور لري. یعنې سړی په واقعیت کې د څلورواتیاوو دی، خو د ده ارزو ده چې د دېرشو ښکاره شي. دغه تریخ واقعیت او خوږه ارزو دې کرکټر ته یو داسې شخصیت ورکوي، چې جالب دی.

په دې کیسه کې لږترلږه زما لپاره د دوو درو نورو تیمونو د لېدو امکانات هم شته. البته ذهن به ورته بدلوو. مثلاً که په سیاسي ذهن یې ولولو نو یو تیم په کې نغدچغد ښکاري. د شهکارونو حسن دا وي چې د هر ذهنیت لوستونکی په کې خپله څېره لېدلای شي. سیمبولیک اثار دغه ظرفیت لري، چې د یوې پر ځای ګڼې خبرې را ته وکړي. په شعر کې د «معنی آفرینی» مطلب دا دی چې شاعر یوه خبره په داسې ډول وکړي، چې ګڼې معناوې ترې واخیستلای شو. که پېښې داسې کیسه شي، چې د یوه پر ځای ګڼ تیمونه وزېږوي، زما په نظر خو دې تخنیک ته «تیم آفرینی» هم ویلای شو. غالب به ویل چې: «شعر قافیه پیمایي نه، بلکې معنی آفرینی ده.» د غالب خبره پر ټولو هنرونو صدق کوي. هغه اثر چې صرف یوه خبره کوي، ډېر لوی اثر نه دی. رېښتیني ادبي اثار یوه نه، ګڼې خبرې کوي.

په «بوډاګان» کې درې کرکټرونه لرو. اصلي کرکټر حاجي عثمان دی، چې څلوراتیاکلن ښودل شوی، ځکه چې د مامور لطیف همځولی دی. دوهم څنګزن کرکټر مامور لطیف دی او درېیم هم په پارک کې ناسته پېغله ده. دغه هر یو په داستان کې د ونډې په تناسب معرفي شوی دی. حاجي عثمان شکره لري، پخوا یې سیګریټ څکولي، د وینې غوړ لري. خو اوس د ډاکټر خبرو ته پام کوي، پلی ګرځي او د ځوانانو غاړې کوي. حاجي لوستی دی، خبرونه اوري او اخبار هم لولي. حجره لري او د راشې درشې سړی ښکاري. د عمر د زیاتوالي له امله یې حافظه نه ده پاتې او په قدم، قدم کې یې خبره هېرېږي. له اوسني حالته یې معلومېږي، چې ښه ژوند یې تېر کړی او مزې چړچې یې کړې دي. ځکه خو شکر او د وینې غوړ لري. زړه یې مستي غواړي، ځکه چې آن په همدې عمر کې هم له یوې پیغلې سره د تار غځولو هوس ور پیدا کېږي. په سر کې یې د پیغلې په اړه رنګین خیالونه ګرځي، خو دی ځان ته قناعت ورکوي، چې څه بد نیت خو نه لري. دغه خبره د ده له کرکټر سره ځکه مناسبه ده، چې د کیسې په پای کې هم د عقل پر ځای د زړه په خبره پسې روان دی. دی داسې یو کرکټر دی، چې له ځان سره په جنګ دی. ټول بدن یې ورته وایي چې د څلورواتیاوو یې خو دی یې نه مني وایي ځوان یم. دغه ځان ته دروغ ویل او ځان تېراېستنه د ده د شخصیت مهمه برخه ده. د حاجي عثمان د اروا تجسم په دې کیسه کې د تیم لپاره ډېر مهم دی، ځکه خو یې ظاهري څېرې ته ډېره توجه نه ده شوې. خو په پارک کې ناسته پېغله چې د اصلي کرکټر هومره ژور او مهم نقش نه لري او نقش یې هم له ظاهر سره غوټه دی، نو د ظاهر په یادولو یې اکتفا شوې ده. مامور لطیف هم په کیسه کې څو ځایه یاد شوی. یو وخت له اصلي کرکټر سره ورزش کوي؛ بیا ترې پاتېږي؛ بیا د جومات مخې ته او بالاخره د حاجي صاحب په حجره کې. هغه هم څلوراتیا کلن دی، خو د اروا تیارې څاه ته یې د لنډ مهال لپاره یوه هنداره ځکه ور پړکول شوې ده، چې غوښتنې او ستونزې یې له حاجي سره متفاوتې دي او دغه تفاوت کیسې ته د متفاوت تیم په ورکولو کې نقش لري. له بلې خوا، د دې کیسې څنګزن کرکټرونه د سیارو غوندې د اصلي کرکټر په مدارونو کې څرخېږي. یعنې ځای، ځای د اصلي کرکټر په معرفۍ کې مرسته کوي. مثلاً په پارک کې پېغله د دې لپاره ده، چې د اصلي کرکټر د ځوانۍ د نمایش عاشقانه اړخ هم راته وښیي.

د کیسې نثر د داستان ټیپکل نثر دی، چې ځای ځای د صحنو او کرکرکټرونو په پېژندنه کې لا فعالېږي. حاجي عثمان چې په پارک کې له پېغلې جینۍ سره خبرې پیلوي او داسې احساس هم کوي، چې هغه یې په نیت پوهېږي، نو د کیسې د جملو ریتم او د فعلونو لنډ لنډ راتګ دومره تېز شي، چې په دغسې حالت کې د کرکټر د زړه له تېزې درزا سره ډېر اړخ لګوي. د زړه د تېز ریتم پر مهال د زړه د دوو ضربانونو ترمنځ موجود زماني واټن کمېږي. په دې جملو کې د فعلونو ترمنځ د فاصلې کموالي ګڼو حرکاتو ته لاره هواره کړې ده، چې د زړه تېز ریتم را تداعي کوي. په کیسه کې لولو:

«نجلۍ یې وپوښتله: څو بجې دي؟ هغې چې لاس پورته کړ، ده یې د لاس بند ته وکتل. هغې چې ساعت ته وکتل، ده یې د بڼو له کوزېدا خوند واخیست. هغې چې لېمې راجګې کړې، د ده زړه یې د بڼو هسکېدا ته ورپېد او هغې چې وویل، پاو کم شپږ بجې؛ ده یې د ساه ګرمي او د عطرو بوی احساس کړل.»

همدارنګه په مکالمو کې راغلې خبرې د بوډاګانو له عمر او د خبرو له طرز سره ډېرې لګېږي. مامور لطیف د دې پر ځای چې وپوښتي: «څه چل دی؟» وایي: «چل څه دی؟». بوډاګان چې یو عمر یې له ژبې سره لوبې کړې وي، پوهېږي چې د کلیمو په وړاندې وروسته کولو سره څنګه پر مطلوبه کلیمه فشار راوړلای او خپله خبره لا ښه کولای شي.

د کیسې ځایزمان هم نامستقیم خو ډېر واضح دي. د وخت په لحاظ یو هغه وخت دی، چې په کیسه کې څو راغلې پېښې په کې شوې دي او بل هغه زمانه چې کرکټرونه په کې اوسي. کیسه په ۱۳۷۶ کې لیکل شوې ده، خو له پېښو ښکاري، چې د دې کلونو کیسه نه ده. ځکه چې په دې کلونو کې داسې پیغلو عامو پارکونو ته د تګ اجازه نه لرله، چې اوږده باڼه یې آن د څلوراتیاکلن بوډا د زړه تلې تخنولای شي. په دې لحاظ نو دا کیسه د آرامۍ د کلونو کیسه ده، چې وطن جوړ دی؛ خلک په کې څلوراتیاکلنۍ ته د رسېدو فرصت لري؛ په زړبوډۍ کې د زړه او شکرې له ناروغیو سره پنجې نرموي؛ پارکونه په برېځر له بوډاګانو او په مازدیګر له ځوانانو ډکېږي او پېغلې عمومي پارکونو ته تللای شي. د دغسې کېسو لپاره اوږده ثبات ته اړتیا ده او زموږ په تاریخ کې د نسبتاً اوږده ثبات زمانه ټولو ته معلومه ده. خو هغه زمان چې د داستان مهمې پېښې په کې پېښېږي او دغه پېښې د کرکټر په اروایي پېژندنه کې راسره مرسته کوي، د اصلي کرکټر د څلوراتیایم پسرلي یو مازدیګر، یو ماښام او یو سهار دي.

د ځای نوم نشته خو پارک، په پارک کې پېغله، د ورزش او پیاده تګ لپاره سهولتونه راته وایي چې ممکن د وطن کوم لوی ښار دی. له بلې خوا جومات او د حاجي عثمان حجره ذهن یو څه د کلي خوا ته بیایي. خو دا احتمال ځکه نفی کېږي، چې اصلي کرکټر لوستی دی؛ د ډاکټر سپارښتنې یې کلکې منلې دي؛ هره ورځ اخبار لولي او حجره چلول هم ښایي د هغې زمانې په ښارونو کې سخته خبره نه وه.

د پلاټ په لحاظ په دې کیسه کې دوه ډوله پېښې روانې دي. یوه ډله پېښې د اصلي کرکټر د فزیکي او روغتیایي حالت د تغییر سبب کېږي او بله ډله د رواني. په اتو میاشتو کې مسلسل ورزش په کرکټر کې دومره تغییر راولي چې د ځوانانو غاړې کوي او آن کله یې په زېړ مازدیګر تلې پلي تګ ته وتخېږي. د وینې جریان یې دومره تېز شوی، چې پېغلو نجونو ته هوسېږي. له بلې خوا کرکټر له ځان سره په جنجال اخته دی. ورزش کوي؛ د سهار پر ځای مازدیګر پارک ته ځي؛ له نجلۍ سره مجلس اوږدوي؛ له خپل همځولي د وړاندې کېدو هوس لري او دا ټول کارونه ځکه کوي چې کرکټر غواړي چې د مامور لطیف په خبره د ځوانانو غاړې وکړي. خو بېچاره پر دې نه دی خبر چې ځواني یوازې منډې ترړې او «د کب د سهار په څېر تازه تازه پوستکی» نه غواړي، بلکې ځوان ذهن هم ورته پکار دي، چې حاجي عثمان یې نور نه لري. د مامور لطیف دا خبره به یې ارادتاً هېره کړې وي، چې پارکونو ته مازدیګر ځوانان ځي، خو له هغې ښکلې نجلۍ سره به څه کوي، چې په غلطه دروازه کې یې لټوي او سبا یې بېخي هېره ده؟ له خپلې پوزې سره به څه کوي، چې د بنفشو عطر نه شي حسولای؟ له خپلو سترګو سره به څه کوي، چې د اخبار لوستو لپاره باید له عینکو مرسته وغواړي او بالاخره به په خپل زاړه زړه او ذهن کې د ځوانۍ د بیا را ګرځېدو له ناممکنې او شدیدې ارزو سره څه کوي، چې د چین په جنوبي غرونو کې یې په یوه نامعلوم بوټي پورې داسې غوټه کړې ده، لکه بوډۍ چې د اولاد په تمه د زیارت په کږه جنډه پسې دسمال وتړي؟ رښتیا چې اوبو اخیستی هر بوټي ته لاس اچوي.

د استاد غضنفر کیسه بوډاګان دلته لوستلی شئ:

بوډاګان (لنډه کیسه) اسدالله غضنفر

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب