شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد تهران او کابل سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده

د تهران او کابل سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده

تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ )  د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د تهران او کابل ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او په نږدې راتلونکي کې د ګډې پانګونې د پراختیا امکان شته.

د دغې خونې مسوولین وایي، چې اوس د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ اندازه له یو ملیارد ډالرو څخه زیاتو ته رسېدلې او له ایران څخه د ترانزیت له لارې د سوداګرۍ او ګډې پانګونې بهیر ورځ په ورځ پراخېږي.

د طالبانو چارواکي هم له سیمه ییزو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا د هڅو خبر ورکوي.

اقتصادي شنونکي بیا باور لري، چې په دې اړه د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو خبرې تر ډېره سمبولیکې دي او عملاً په افغانستان کې د پام وړ پانګونې نښې نښانې نه ویني.

دوی د سوداګرۍ موجوده سطحه هم د لومړنیو غذایي توکیو او اړتیاوو اړوند بولي او زیاتوي، چې اساسي چارو لپاره څه نه دي شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب