Homeخبرونهپروان کې د داعش پر ضد د عملیاتو خبر ورکړل شوی

پروان کې د داعش پر ضد د عملیاتو خبر ورکړل شوی

تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ )  د پروان لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي، چې د داعش پر ضد په تازه عملیاتو کې یې د دغې ډلې یو غړی وژلی او درې ښځې او اوه ماشومان یې ژوندي نیولي دي.

د پروان لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند محمد کامران زيد ویلي، دغه عمليات تېره ورځ د چاريکارو ښار د “ښوونکو ښارګوټي” په سيمه کې ترسره شوي دي.

د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې د داعش یو غړی وژل شوی، درې ښځې او اوه ماشومان چې د وژل شوي کس د کورنۍ غړي دي، نیول شوي دي.

زید زیاته کړه چې نیول شوي کسان له هرات ولایت څخه پروان ته راغلي وو.

ځايي طالب چارواکو د وژل شوي کس د هويت او د هغه د کورنۍ د غړو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...