تاند:( شنبه ، د حمل ۱۹ ) د ځمکو له غصبه د مخنیوي لپاره د طالبانو د رژیم کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند وايي، یوازې په کابل کې تر ۱۶۰۰ جریبه ډېره ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.
عبدالحمید جهادیار زیاتوي، د پلازمېنې په نورو سیمو کې هم د غصب شویو ځمکو څېړنه روانه ده.
یو شمېر خلکو د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د طالبانو د رژیم هڅې ستایلي، خو ویلي چې په دې برخه کې دوه ګونی چلند کیږي.
طالبان بیا ټینګار کوي، چې په دې برخه کې به یې هڅې سراسري او له کوم توپير پرته دوام ولري.