Homeخبرونهروسیه: لوېدیځ هېوادونه په منځنۍ اسیا کې پوځي زیربناوې جوړوي

روسیه: لوېدیځ هېوادونه په منځنۍ اسیا کې پوځي زیربناوې جوړوي

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکسي شوڅوف ویلي، لوېدیځو هېوادونو د افغانستان د ګواښونو په پلمه په منځنۍاسیا کې د پوځي زیربناوو د جوړولو هڅې زیاتې کړې دي.

شوڅوف دا څرګندونې د ډله ییز امنیتي تړون سازمان (CSTO) او د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په ګډه غونډه کې کړې دي. دا غونډه د ختیځ اقتصادي فورم په څنډه کې جوړه شوې وه.

هغه وویل: «د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د پوځي زیربناوو د ځای پر ځای کولو هڅې دوام لري، په ځانګړي ډول دا کار د افغانستان د ګواښونو په پلمه ترسره کېږي.»

د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي ټینګار کړی چې په مرکزي اسیا کې د روسیې متحد هېوادونه د دې ډول اقداماتو له خطرونو خبر دي او په سیمه کې د اروپايي هېوادونو د پوځي ځواکونو له مېشتېدو سره موافق نه دي.

شوڅوف زیاته کړې چې مسکو د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د لوېدیځ د پوځي حضور د پراخېدو هڅې د سیمې د امنیت لپاره د اندېښنې وړ بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...