تاند – په امریکا کې ساینسپوهانو د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ یو نوی الګوریتم جوړ کړی چې د ناروغ د مخ د یوه عکس په څېړلو سره اټکل کولی شي چې پر سرطان اخته کسان د ژوندي پاتې کېدو څومره چانس لري.
خو متخصصان ټینګار کوي چې دا ټکنالوژي اوس مهال د ډاکترانو ځای نه شي نیولی.
دا ټکنالوژي د امریکا د «مسیچوسټس جنرال بریګم» څېړنیزې شبکې څېړونکو جوړه کړې ده. دغه الګوریتم د څه باندې ۴۰ میلیون کسانو د مخونو د عکسونو په مرسته روزل شوی او د څه باندې ۳۰ زرو سرطاني ناروغانو د عکسونو او روغتیايي معلوماتو له لارې ازمویل شوی دی.
په «لنسیټ ډیجیټل هېلت» څېړنیزه مجله کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، دغه سیستم د مخ ډېرې وړې ځانګړنې څېړي چې د یوه کس د بدني وضعیت او بیولوژیکي عمر په اړه معلومات ورکولی شي.
څېړونکو د دې هدف لپاره دوه وسایل جوړ کړي چې «FAHR Face Age» او «FAHR Face Survival» نومېږي.
لومړی وسیله د یوه کس ظاهري بیولوژیکي عمر اټکلوي؛ یعنې د هغه بدن د عمر له پلوه څومره زوړ ښکاري. دوهمه وسیله بیا د هغو کسانو د مخ ځانګړنې څېړي چې له مخکې پر سرطان اخته وي، څو د هغوی د ژوندي پاتې کېدو د چانس په اړه اټکل وکړي.
د څېړونکو په وینا، تر سترګو لاندې او د پزې د منځني هډوکي شاوخوا برخه د ژوندي پاتې کېدو د چانس په اټکل کې مهم رول لري.
څېړنې دا هم ښودلې چې سګرېټ څکول، د الکولو ډېر استعمال او د نشهيي توکو کارول تر وخت مخکې د مخ د زړېدو له نښو سره تړاو لري.
دا ټکنالوژي نه شي کولی په یوه کس کې د سرطان ناروغي تشخیص کړي او نه هم دا په ډاګه کوي چې ناروغ به تر کومې مودې ژوندی پاتې شي. پر ځای یې، په ناروغانو کې داسې ګډې نښې او بڼې پېژني چې ښايي د ژوندي پاتې کېدو له بېلابېلو پایلو سره تړاو ولري.
څېړونکي وايي، په راتلونکي کې ښايي له دې ټکنالوژۍ څخه د دې اټکل لپاره کار واخیستل شي چې ایا یو ناروغ له بدني پلوه د سختو او پېچلو درملنو د زغملو وړتیا لري که نه.
خو خپلواکو متخصصانو پوښتنه کړې چې ایا دا ټکنالوژي داسې معلومات هم وړاندې کوي چې ډاکتران یې د عادي روغتیايي معایناتو له لارې نه شي ترلاسه کولی.
څېړونکي ټینګار کوي چې په روغتونونو کې د دې سیستم له ورځني کارولو مخکې باید نورې څېړنې او ازموینې هم پرې وشي.