Homeخبرونهکرزی: تر هغو به طالبان ونه ستایم، چې نجونو ته د زده‌کړو...

کرزی: تر هغو به طالبان ونه ستایم، چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورنه کړي

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له «فایننشل ټایمز» سره په مرکه کې ویلي، تر هغو به د طالبانو په اړه مثبتې خبرې ونه کړي، څو دا ډله نجونو ته ښوونځیو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورنه کړي.

کرزي ویلي، طالبان د نجونو د زده‌کړو په اړه د هغه له دریځونو ناراضه دي او له همدې امله یې پر تګ راتګ، فعالیتونو او لیدنو محدودیتونه لګولي دي.

نوموړي د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان د اوسن وخت تر ټولو ستره ستونزه بللې او ویلي یې دي چې هېواد له زده کړو ښځو پرته باثباته راتلونکی نه شي لرلی.

کرزي زیاته کړې چې ښځې باید د زده‌کړې، اقتصاد، طب، انجینرۍ، قضا او رسنیو په برخو کې د کار اجازه ولري. هغه ویلي، د طالبانو ځینو چارواکو هم په شخصي خبرو کې ښوونځیو ته د نجونو د بېرته ستنېدو او د ښځو د کار له حق سره موافقه ښودلې ده.

نوموړي همداراز ویلي چې د طالبانو له چارواکو سره یې اړیکې لا هم شته، خو د هغوی له اجازې او همغږۍ پرته په ازاد ډول تګ راتګ نه شي کولی. کرزي وویل چې د نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله یې دوې لوڼې هم له ښوونځي څخه محرومې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...