Homeخبرونهزینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند او واده د ترخو تجربو په اړه خبرې کړې دي.

۷۴ کلنې زینت امان په ۱۹۸۵ کال کې له مظهر خان سره واده کړی و او له هغه څخه دوه زامن، اذان او زهان، لري. زینت امان او مظهر خان شاوخوا ۱۲ کاله ګډ ژوند وکړ، زینت امان له هغه څخه تر پایه په رسمي ډول طلاق وانخیست خو مخکې تر دې چې مظهر خان په ۱۹۹۸ کال کې مړ شي، دا ترې جلا شوه.

زینت امان په یوه تازه مرکه کې وویل، بری انسان ته پر ځان باور ورکوي، خو د زړه ماتېدو تجربه انسان ته د خپلو حدودو ټاکل ور زده کوي.

هغې ټینګار وکړ چې یوازې مینه د یوې سالمې اړیکې لپاره بسنه نه کوي؛ که په یوه اړیکه کې درناوی نه وي، نولازمه نه ده چې دوام دې ورکړل شي.

نوموړې وویل، کله ناکله له یوې اړیکې څخه جلا کېدل له ځان او هغو کسانو سره د مینې څرګندونه وي چې پر انسان تکیه کوي. د هغې په وینا، ښځو ته ډېری وخت د دې درس ورکول کېږي چې له سختو شرایطو سره جوړجاړی وکړي او د نورو ناسم چلندونه وزغمي، خو خپلې ستونزې له پامه وغورځوي.

زینت امان وویل، کاشکې هغه له دې وړاندې پوه شوې وای چې درد او کړاو هم د یوه مهم خبرداري نښه ده.

هغې د بې‌وفایۍ په اړه وویل چې دا یوازې د بالیووډ ستونزه نه، بلکې د انسانانو یوه کمزوري ده. خو د هغې په وینا، په فلمي صنعت کې شخصي اړیکې ډېر وخت د خلکو د تفریح او ګپ شپ موضوع ګرځي او د یوه کس له شخصي درد څخه د اوازو جوړول هېڅ ګټه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...