Homeخبرونهد افغان ملت ګوند پخوانی مشر، لیکوال او ژونالیست امین واکمن وفات...

د افغان ملت ګوند پخوانی مشر، لیکوال او ژونالیست امین واکمن وفات شو

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) لیکوال او د افغانستان یو پخوانی تجربه‌کارو خبریال، ډاکتر محمد امین واکمن، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ۸۶ کلونو په عمر وفات شو.

د نوموړي مېرمن پروین واکمن امریکا غږ ته ویلي چې محمد امین واکمن د پښتورګو د ناروغۍ له امله د اګست پر ۲۹مه، د شنبې په شپه، په خپل کور کې ساه ورکړه.

ډاکتر واکمن یوه موده د افغان ملت ګوند مشر و.

واکمن په ۱۹۸۸ کال کې د امریکا غږ له پښتو څانګې سره دنده پیل کړې وه او شاوخوا دوې لسیزې یې له دې رسنۍ سره د ژونالیست او ویاند په توګه کار کړی و.

هغه د پښتو ژبې، تاریخ، ادب او ټولنیزو مسلو په اړه ګڼې لیکنې او د سوشل ډېموکراسۍ په اړه یې یو کتاب هم لیکلی دی.

نوموړي په ۱۹۶۴ کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی و. هغه د ټولنیزو علومو او فلسفې په برخو کې دوې ماسټرۍ هم درلودې.

واکمن د هند له جواهر لعل نهرو پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې د دوکتورا سند هم ترلاسه کړی و.

د واکمن د کورنۍ په وینا، ټاکل شوې چې د هغه جنازه د سې‌شنبې په ورځ، د سپټمبر په لومړۍ نېټه، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې خاورو ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...