شارجه، د سپټمبر ۴مه ۲۰۲۶
د متحده عربي اماراتو د شارجې (امارت) حکومت پرېکړه کړې چې د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه لوړ کړي، په دې کې هغه کارکوونکي هم شامل دي چې اوس مهال لوړ معاشونه اخلي. د دې طرحې موخه دا ده چې لږترلږه میاشتنی معاش۲۰ زره درهمه وټاکل شي چې تقریباً څلورنیم زره ډالر کېږي.
د شارجې واکمن او د عالي شورا غړي شیخ ډاکټر سلطان بن محمد القاسمي ویلي، د دولتي کارکوونکو د معاشونو لپاره ځانګړې شوې بودجه به لوړه شي. نوموړي زیاته کړې چې د لوړ معاش لرونکو کارکوونکو لپاره د معاشونو د زیاتوالي په اړه جلا څېړنه هم روانه ده.
دغه اقدامات به له روان سپټمبر میاشتې څخه عملي شي او د حکومت لپاره به یې کلنی لګښت له ۱.۱۸۷ میلیارد درهمو څخه زیات وي.
د معاشونو د زیاتوالي طرحه به د شارجې ۱۷ زره او ۷۷۶ دولتي کارکوونکي تر پوښښ لاندې راولي، چې کلنی لګښت به یې له ۷۲۰ میلیون درهمو ډېر وي.
د طرحې له مخې، هغه کورنۍ چې له ټولنیزې مرستې برخمنې دي، هم به د مناسب ژوند د لږ تر لږه کچې له لوړولو ګټه واخلي. ټولټال ۶ زره او ۶۵۲ کورنۍ به ترې برخمنې شي، چې کلنی لګښت به یې شاوخوا ۱۹۵.۱ میلیون درهمه وي.
همدا معیار به د شارجې د ۲ زره او ۲۵۱ تقاعد شوو دولتي کارکوونکو لپاره هم عملي شي، چې کلنی لګښت به یې شاوخوا ۱۱۳.۱ میلیون درهمه وي.
کچیری په افغانستان کې هم داسې مثبت ګام پورته شي ځکه د کرزی له وخته داسې ویل کیږي معلمینو ، کارکوونکو او کارګرانو ته معاشونه لوړ شي د کرزی د دولت له ختمیدو وروسته د غنی په وخت کې هم آوازی وی، جمهوریت نسکور شو خو معاش همداسې کم پاتې شو
مګر نوری نړۍ که د استاد لپاره ستندرد معاش وی او همدارنګه دولتی کارمند ته ترڅو یې ذهنی تمرکز په کورنیو ستونزه پرځای په اداري چارو شي مګر اوس طالبان هم د معاشونو لپاره مثبت ګام نده پورته کړی