تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۳۰ مه) د ترکمنستان د ګاز دولتي شرکت «ترکمنګاز» مشر مقصد بابایف پرون (چهارشنبې) وویل چې هېواد یې پلان لري په روان۲۰۲۶ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نللیکې له افغان برخې څخه د طبیعي ګازو لېږد پیل کړي.
د ترېنډ خبري اژانس ځانګړي خبریال د راپور له مخې، بابایف دا څرګندونې په عشقآباد کې د ترکمنستان د تېلو او ګازو د ۳۱م نړیوال کنفرانس او نندارتون «او جي ټي ۲۰۲۶» په څنډه کې کړې دي.
د نوموړي په وینا، اوس مهال له سرحدآباد څخه تر هرات پورې د نللیکې د برخې د جوړولو چارې روانې دي.
د تاند د معلوماتو پر اساس، تراوسه د افغانستان په خاوره کې تر ۱۲۰ کیلومتره زیاته نللکیه غځول شوې او ډېرې نورې ته مځکه هواره شوې ده.
بابایف وویل: «کارونه د مهالوېش له مخې پر مخ روان دي او پلان دا دی چې له دې لارې د ګازو لېږد په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي.»
بابایف زیاته کړه، چې د ټاپي نللیکه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګازو د لېږد وړتیا لري. د هغه په وینا، دا پروژه یوازې د انرژۍ د لېږد بنسټیزه وسیله نه ده، بلکې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او په سیمه کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم مهمه ده.
په دې برخه کې یو عملي ګام د ترکمن ولس د ملي مشر قربانقلي برديمحمدوف سفر و، چې د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۰مه یې د افغانستان هرات ولایت ته وکړ. د دغه سفر پر مهال ترکمنګاز دولتي شرکت او د افغانستان دولتي شرکت «افغان ګاز» د تفاهملیک په لاسلیکولو سره هوکړه وکړه، چې د نورو همکاریو ترڅنګ به هرات ولایت ته د ګازو د لېږد په برخه کې همکاري کوي.
د ګالکینیش ګازو زېرمې ۲۷.۴ ټریلیون متر مکعبه اټکل شوې دي
د ترکمنستان د ګازو په صنعت کې د ګالکینیش ګازو د زېرمې پراختیا هم له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
د «ګافني کلاین» شرکت د خپلواکې ارزونې له مخې، د ګالکینیش، ګاراکل او یاشلار د ګازو زېرمې په ګډه ۲۷.۴ ټریلیون متر مکعبه اټکل شوې دي.
د ګالکینیش پروژې په څلورم پړاو کې د ګازو د تولید لپاره د څاګانو کېندل او د ګازو د تصفیې د یوه صنعتي مرکز جوړول شامل دي، چې په کال کې به د ۱۰ میلیارد متر مکعب ګازو د تصفیې وړتیا ولري.
د چین د تېلو او ګازو دولتي شرکت «سي اېن پي سي» په دې پروژه کې د ترکمنستان همکار دی. تمه ده چې د دې پړاو د بشپړېدو په پایله کې به تر زرو ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي.
بابایف وویل: «زموږ لپاره د دې پروژې څلورم پړاو یوازې د ګازو د تولید د زیاتوالي په معنا نه دی، بلکې قراردادي شرکتونو، د تجهیزاتو برابروونکو او د ټکنالوژۍ همکارانو ته هم نوي فرصتونه برابروي. موږ د هغوی ګډون ته لېواله یو.»
ترکمنستان د ګازو د صادراتو د لارو د پراخولو هڅه کوي
د ترکمنګاز مشر د صادراتو په اړه وویل، چې د ترکمنستان او چین ترمنځ د ګازو د نللیکې له لارې، چې د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر کې فعاله شوې، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې له ۴۷۷ میلیارد متر مکعبو ډېر ګاز لېږدول شوی دی.
بابایف زیاته کړه، چې ترکمنستان د ګازو د صادراتو د لارو د تنوع پر پالیسۍ هم کار کوي او هڅه کوي چې ختیځ، جنوب او لوېدیځ لورو ته د ګازو لېږد پراخ کړي.
د نوموړي په وینا، د دې هېواد د ګازو د صنعت نور لومړیتوبونه د ټکنالوژۍ عصري کول، د تولیدي بهیرونو ډیجیټلي کول، د میتان ګازو د خپرېدو کمول او د ملي کاري ځواک روزنه ده.