زلمی نصرت
دنمارک
له هغوجگړو وروسته چې د ایران، متحده ایالاتو او اسرائیل ترمنځ رامنځته شول، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف سفر ایران ته د اکتوبر په ۱۹ مه، او د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشال اصف منیر سفر تهران ته د اکتوبر په ۲۰ مه نیټه، ځانگړی اهمیت لري.
« اصف منیر له کومې څرگندې دیپلوماتیکې لاسته راوړڼې پرته بیرته اسلاماباد ته ستون شو.
خو په همدې ترڅ کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او سرگې لاوروف په تهران کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه گډ نظر لري او هغوی په افغانستان کې د ترهگرو ډلو د شتون په اړه خپلې اندېښنې څرگندې کړې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د کړکېچونو پر سولهییز حل ټینگار وکړ او د دغو ترینگلتیاوو د کمولو لپاره یې د مرستې او همکاری چمتووالی اعلان کړل.
دغه څرگندونې یوازې د یوه عادي ډیپلوماټیک دریځ له اعلان ورهاخوا، مهم سیاسي او سیمهییز پیغامونه هم لري.
دا څرگندونې یو ځل بیا موږ ته هغه حقیقت را په یادوي چې موږ داسې گاونډیان لرو چې انتخابولای یې نه شو؛ له همدې امله، اړ یو چې له هغوی سره د سولهییز او معقول گډ ژوند لپاره واقعبینانه لارې چارې ولټوو.
د هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د متقابلو گټو، ملي حاکمیت ته د درناوي او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصولو ولاړ وي ؛ نه دا چې هېوادونه په سادهلوحانه ډول پر دوست او دښمن ووېشل شي. دا ډول وېش، په ځانگړي توگه د بهرني سیاست په ډگر کې، له بنسټه ناسم،گمراه کوونکی او له واقعیتونو لرې دي.
موږ نه تلپاتې دوست گاونډیان لرو او نه تلپاتې دښمن گاونډیان؛ بلکې زمونږ په گاونډ کې داسې هېوادونه پراته دي چې هر یو د خپلو گټو، محاسبو او لومړیتوبونو له مخې عمل کوي. د ډیپلوماسۍ هنر په دې کې دی چې د همدې واقعیت په درک کولو سره، د سولهییز گډژوند، متقابلې همکارۍ او د نړیوالو اړیکو منل شویو اصولو ته د درناوي زمینه برابره شي.
خو د تېرو پنځو لسیزو تجربې ښيي چې هر کله روسیې او ایران د افغانستان په اړه گډ دریځ ته نږدې شوي، د دغې همغږۍ مستقیم یا غیرمستقیم اغېز د افغانستان پر سیاسي او امنیتي تحولاتو خپل سیوری غوړولی دی. دغه بدلونونه په ځینو پړاوونو کې له سیاسي بېثباتۍ او د ځواک د انډول له بدلون څخه نیولې، د سیاسي نظام تر بدلون پورې رسېدلي دي.
له پاکستان سره د دغو دوو هېوادونو اړیکې هم د سیمهییزو پېچلو معادلو یوه برخه پاتې شوې ده؛ هغه معادلې چې په افغانستان کې د شاهي نظام له ړنگیدو او د جمهوریت له رامنځته کېدو څخه نیولې، تر نننیو سیاسي او امنیتي تحولاتو پورې، تل د بدلون په حال کې پاتې شوی دی.
البته، د دغو اغېزو د کره ارزونې لپاره باید د لنډمهالې همغږۍ ستراتیژیکې همکارۍ او د سیمهییزو سیالیو ترمنځ توپیر په پام کې ونیول شي. د دغو هېوادونو د دریځونو گډوالی باید په دې معنا تعریف او تفسیر نه شي، چې گواکې هغوی د افغانستان د راتلونکي په اړه بشپړ توافق لري؛ ځکه هر یو یې د گډو اندېښنو ترڅنگ خپلې ځانگړې گټې او محاسبې هم لري.
له همدې امله، په افغانستان کې د ترهگرو ډلو په اړه د تهران او مسکو گډه اندېښنه، هغه ادعا چې افغان چارواکو هغه په وار، وار رد کړې ده او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچونو د کمولو لپاره د هغوی ټینگار باید د سیمهییزو سیالیو او همکاریو په پراخ چوکاټ کې وڅېړل شي.
اساسي پوښتنه دا ده چې ایا دغه گډ دریځونه به د افغانستان د ثبات لپاره د عملي همکاریو لاره هواره کړي، او که افغانستان به یو ځل بیا د سیمهییزو قدرتونو د سیالیو او سیاسي معاملاتو د پر ډگر بدل شي؟
همدارنگه، باید ولیدل شي چې دغه همغږي تر کومه حده کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینگلتیاوو په کمولو کې مرسته وکړي، او ایا په عملي ډگر کې به د افغانستان د ملي حاکمیت د پیاوړتیا، د نه لاسوهنې د اصل د درناوي او له گاونډیانو سره د متوازنو اړیکو د رامنځته کېدو لامل شي، که نه.؟
په پای کې، د دغې ډیپلوماټیکې نږدېوالي د پایلو په اړه د قطعي حکم صادرولو له پاره لا وخت شته. مهمه دا نه ده چې د ایران او روسیې چارواکي څه وایي، بلکې اساسي خبره دا ده چې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې به یې عملي اقدامات څه وي؟ وخت به روښانه کړي چې دغه گډ دریځونه کوم لوري ته حرکت کوي او د افغانستان پر راتلونکي او له گاونډیانو سره یې پر اړیکو به څه اغېز ولري.!؟
په بهرني سیاست کې نه شو کولای جغرافیایي واقعیتونه له پامه وغورځوو، او نه هم کولای شو چې ملي گټې د احساساتي قضاوتونو قرباني کړو. افغانستان د خپلې خپلواکۍ او ثبات د ساتنې لپاره تر هر څه ډېرې سنجول شوې ډیپلوماسۍ د گاونډیانو د گټو دقیقې پېژندنې او د متقابل درناوي پر بنسټ د متوازنو اړیکو جوړولو ته اړتیا لري.