احمدشاه بابا دوه فرمانونه؛ له مالي چارو تر شرعي قضاوت-
لیکوالان: محمدرضا سروش او رقیه زعفرانلو (د جنوبي خراسان د فرهنګي میراث عمومي ادارې د لرغونپوهنې لوړپوړي کارپوهان)
ژباړن: سیلانی
د جزیک اهل سنتو ته د مالیاتي تخفیف فرمان
دویم سند
۱. د سند موضوع: د قاین حاکم، میرزا بقا خان، ته د جزیک کلي د مالیې د تخفیف فرمان
۲. د سند نېټه: ۱۱۷۱هـ.ق.
۳. د مُهر متن: «یا هو، الحکم لله، احمدشاه دُرِّ دراني، یا فتاح، ۱۱۶۵»
۴. د سند متن:
اعوذ بالله تعالی شأنه
شاهي فرمان صادر شو:
څرنګه چې د جزیک کلي اوسېدونکي د اهل سنت او جماعت پیروان او د لوړې رتبې او لوړمقام درلودونکي سید میر محمد خان تر واک او سرپرستۍ لاندې دي او د هغوی د اخلاص او خدمتګارۍ څرنګوالی د سترو امیرانو مشر، لوړرتبه او لوړمقام، د اخلاص او وفادارۍ څښتن او پخواني خدمتګار میرزا بقا خان چې له پخوا راهیسې د قاین د حکومتي ادارې واکمن او بشپړ واکلرونکی دی، په دې وخت کې د لوړ شاهي دربار د ملازمانو حضور ته وړاندې کړی دی؛ له همدې امله، د شاهي بېپایه مهربانیو او د پاچا د پراخې لورینې له مخې مو د جزیک کلي له مالیاتي عوایدو څخه [نه لوستل کيږي] تومان د مالیې د کمښت او خیراتي مرستې په توګه وټاکل. هر کال دې لوړرتبه او لوړمقام میرزا بقا خان یادې پیسې د مصلحت له مخې د هغوی د بېوزلو او اړمنو کسانو ترمنځ په بشپړه توګه ووېشي او په رسمي حساب کې دې ثبت او حساب کړي، څو د یاد کلي اوسېدونکي په بشپړ ډاډ او هوسا زړه سره د [نا لوستل کېدونکې برخې] دولت د دوام په دعا بوخت وي.
د لوړ شاهي دیوان لوی مستوفیان دې د مبارک فرمان کاپي په اړوندو رسمي دفترونو کې ثبت کړي. لس تومان دې، د یاد لوړمقام چارواکي د غوره ګڼلو له مخې د جزیک د اوسېدونکو په ګټه د [نا لوستل کېدونکې برخې] مالیاتي کمښت په توګه په حساب کې ومني او د دغه کمښت د دوام لپاره دې هر کال د نوي فرمان غوښتنه نه کوي. د لوړې رتبې او لوړمقام میرزا بقا خان دې [نا لوستل کېدونکې برخه] یادې ټاکل شوې پیسې له نوموړو اوسېدونکو سره حساب کړي او د مبارک فرمان له مخې دې هغه [نا لوستل کېدونکې برخه] تر خپل حساب لاندې د مالیاتي سرچینو په ټولیز حساب کې ثبت او حساب کړي او د خپل حساب مسؤولیت دې وګڼي.
جمادیالاول سنه ۱۱۷۱
د سند شا
لومړی مُهر: د ۱۱۸۰هـ.ق. نېټه لري.
دویم مُهر: وکتل شو؛ «و افوض امری الی الله، عبده گل محمد، ۱۱۷۸».
درېیم مُهر: «لا اله الا الله الملک الحق المبین».
څلورم مُهر: «عبده سعادت، ۱۱۷۰».
پنځم مُهر: د اقدس حکم له مخې؛ «اشرف الوزراء، ۱۱۷۰».
شپږم مُهر: د لوستلو وړ نه دی.
اووم مُهر: «لا اله الا الله الملک الحق المبین».
اتم مُهر: «ابن محمد علی رضا».
نهم مُهر: «عبده محمد هاشم».
د سند د متن په اړه څرګندونې
۱. په دغه فرمان کې د ګزیک کلي اوسېدونکو ته ورکړل شوی مالیاتي تخفیف درې عمده لاملونه درلودل:
الف) د اهل سنت او جماعت د مذهب پیروي. ښايي په دې برخه کې د احمدشاه دراني یو لامل د صفوي پاچاهانو د کړنو جبرانول و؛ ځکه د دماوند د جامع جومات په ډبرلیک کې، د دماوند د اوسېدونکو د مالیاتي تخفیف په حکم کې، اهل سنت د مالیاتي تخفیف له ترلاسه کولو څخه محروم شوي و (اعتمادالسلطنه، ۱۳۶۸: ۲۰۱۱).
ب) د ګزیک اوسېدونکي د سید میر محمد خان همولایتي و؛ هغه شخصیت چې په فرمان کې د «لوړرتبه او لوړمقام» په لقبونو یاد شوی دی.
ج) د میرزا بقا خان په تأئید، د احمدشاه دراني حکومت ته د هغوی اخلاص او خدمتګاري ثابته شوې وه.
۲. احمدشاه دراني میرزا بقا خان د قایناتو د سیمې، یا «سرکار قاینات»، د پخواني حاکم او بشپړ صلاحیت لرونکي په توګه پېژندلی و. په هغه وخت کې د خُزیمه کورنۍ خانان لا د قایناتو بلامنازعه واکمنان نه و.
۳. میرزا بقا خان په فرمان کې د «لوړرتبه او لوړمقام، د سترو امیرانو د مشر، د اخلاص او ارادت د څښتن، پخوانی خدمتګار او د قاین د حکومتي چارو د واک او اختیار د خاوند» په لقبونو یاد شوی دی. دغه لقبونه د احمدشاه دراني په حکومتي نظام کې د میرزا بقا خان د لوړ او ممتاز مقام څرګندونه کوي.
۴. احمدشاه دراني په دغه فرمان کې هم ځان پاچا بللی دی او داسې ښکاري چې لا یې د نادرشاه د ځایناستۍ داعیه درلوده.
۵. میرزا بقا خان ته د احمدشاه دراني د ځانګړې پاملرنې لاملونه ښايي په لاندې ټکو کې ولټول شي:
الف) «په ډېر قوي احتمال، چې یقین ته نږدې دی، د میرزا بقا خان کورنۍ د افغانستان له ساداتو څخه وه. هغوی په یوه داسې وخت کې چې کره نېټه یې موږ ته معلومه نه ده، په یوه ډول د قهستان سیمې ته کډه کړې، هلته مېشت شوي او وده یې کړې وه. په ځینو هغو شخړو کې چې د دې کورنۍ مشهورو او نومیالیو غړو د سیمې له زورواکو او د عربالاصل خُزیمه کورنۍ سره درلودې، یادونه شوې چې دوی د افغان مېړنیو پر ملاتړ تکیه کوله؛ کله ناکله یې د هغې خاورې له واکمنانو مرسته غوښتله او هغوی ته یې پناه وړله» (درمیاني، ۱۳۶۵: ۸۲).
ب) بل لامل دا و چې میرزا بقا خان د سیمې یوازینی سني واکمن و.
درېیم سند
۱. د سند موضوع: د جزیک [ګزیک] د شرعي قاضي په توګه د میرزا قاسم جزیکي د ټاکلو فرمان صادرول.
۲. د سند نېټه: ۱۱۷۹ هـ.ق.
۳. د مهر متن: «یا هو، الحکم لله، احمد شاه دُرِّ دُراني، یا فتاح، ۱۱۶۵».
۴. د سند متن:
«أعوذ بالله تعالی شأنه»
همایوني فرمان صادر شو:
څرنګه چې د بېپایه شاهانه لورینې او پېرزوینې له مخې، د فضیلت او کمال پناه، د سیادت او نجابت څښتن میرزا قاسم جزیکي ته په دې وخت کې د خسرواني نړۍروښانوونکي لمر د وړانګو یوه ذره ورپه برخه شوې او د نوموړي د هیلو او آرمانونو تیاره خونه یې روښانه کړې ده؛ نو د همدې مبارک «مرغ» کال د درېیمې میاشتې له پیل څخه مو نوموړی د قاین له اړوندو سیمو څخه د جزیک قصبې د قضا پر لوړ او قدرمن مقام وټاکه او د خپلو سیالانو او همرتبو په منځ کې مو سرلوړی او ممتاز کړ.
نوموړی دې، لکه څنګه چې لازم او وړ دي او د هغه له وړتیا او کارپوهۍ سره ښایي، د یادې چارې ټول مکلفیتونه او د ورسپارل شوې دندې اړوندې چارې په سمه توګه پر غاړه واخلي او ترسره یې کړي. د روښانه شریعت د حکمونو په پلي کولو، د سیمې د خلکو ترمنځ د رامنځته کېدونکو شرعي دعوو په هوارولو او د یادې دندې د نورو ټولو اړینو چارو په سرته رسولو کې دې بشپړه هڅه او پوره پاملرنه وکړي.
هره شرعي دعوه چې د سیمې خلک یې ولري او د نوموړي حضور ته یې وړاندې کړي، هغه دې د خدای د سپېڅلي کتاب له حکمونو او د حضرت رسالتپناه له شریعت سره سمه هواره کړي، حق دې خپل حقدار ته ورسوي او چارې دې داسې سمبالې کړي چې پر هېچا زور او تېری ونه شي او کړنې یې د خالق او مخلوق د خوښۍ لامل وګرځي.
په هېڅ چاره کې دې هیچاته اجازه ورنه کړي چې د روښانه شریعت له حکمونو سرغړونه وکړي. له خپلو مراجعه کوونکو سره دې داسې نېک چلند وکړي چې ټول ترې خوښ او منندوی وي او په بشپړې هیلهمندۍ سره د خدایورکړې واکمنۍ د پایښت لپاره دعا وکړي.
د جزیک کدخدایان، سپینږیري، ټول رعیت او عام خلک دې د ټاکل شوي حکم له مخې یاد سیادتپناه د خپل خپلواک قاضي او مشر په توګه وپېژني او د هغه له وینا، لارښوونې او شرعي پرېکړو څخه دې سرغړونه ونه کړي. ستر مستوفیان او درانه لښکرلیکونکي دې د دې مبارک او واجبالاطاعه فرمان منځپانګه په اړوندو دفترونو کې ثبت کړي، له ټاکل شوي حکم سره سم دې پرې عمل وکړي او د هغه ثبتول او پلي کول دې خپل رسمي مسؤولیت وګڼي. د ۱۱۷۹ هـ.ق. کال د رجبالمرجب میاشتې په ۲۶مه نېټه.
د سند د متن په اړه څرګندونې:
۱. احمد شاه، لکه په خپلو پخوانیو فرمانونو کې، په دې فرمان کې هم ځان «شاه» بللی دی.
۲. په دې فرمان کې له میرزا قاسم ګزیکي سره ځانګړې پېرزوینه شوې او د ګزیک قصبې د قضاوت پر دنده د هغه د ټاکنې حکم صادر شوی دی.
۳. په دې فرمان کې ګزیک د قاین له اړوندو سیمو څخه بلل شوی دی. سره له دې چې ګزیک تر قاین، طبس مسینا ته ډېر نږدې دی، خو د ۱۱۶۸ هـ.ق. کال د فرمان پر خلاف، په دې فرمان کې د طبس مسینا یادونه نه ده شوې. ښايي په سیمهییز وېش کې کوم بدلون راغلی وي؛ که څه هم د ۱۱۹۶ هـ.ق. کال په فرمان کې یو ځل بیا د قاین او طبس د «الکاء» موضوع لیدل کېږي.
۴. د قضاوت دنده د «لوړې او قدرمنې رتبې» په توګه یاده شوې، چې پر دې دنده ټاکل شوی کس یې له نورو څخه ممتاز کاوه.
۵. د میرزا قاسم ګزیکي قضاوت په شرعي دعوو پورې تړلی و؛ په بله وینا، میرزا قاسم د ګزیک د شرعي حاکم په توګه ټاکل شوی و. ښايي هغه لانجې چې له شرعي چارو سره یې تړاو نه درلود، د کوم بل چارواکي یا حاکم له خوا هوارېدې.
۶. د قضاوت بنسټ قرآن کریم او د اکرم پیغمبر ﷺ سنت ټاکل شوي دي.
۷. په دې فرمان کې هغه «د حق پر بنسټ قضاوت» چې د «قرآن او د اکرم پیغمبر ﷺ پر سنتو» ولاړ وي او حق خپل حقدار ته ورسوي، د خدای او خلکو د خوښۍ لامل ګڼل شوی دی. په پایله کې، د شرعي قاضي نېک چلند هم په یوه ډول د دولت او واکمنۍ د پایښت لامل بلل شوی دی.
نوټ: د دویمې برخې پاي، نورې برخې هم لري.
تېره برخه