Homeخبرونهاوچا: محدودیتونو په افغانستان کې په جولای کې د بشري مرستو ۱۸...

اوچا: محدودیتونو په افغانستان کې په جولای کې د بشري مرستو ۱۸ پروګرامونه درولي

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۱۳ مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، په افغانستان کې بشري مرستو ته په لاسرسي کې محدودیتونو د جولای په میاشت کې د ۱۸ مرستندویو پروګرامونو د لنډمهاله درېدلو او د دوو مرکزونو د موقتي تړل کېدو سبب شوي دي.

د اوچا د پنجشنبې د ورځې په راپور کې ویل شوي چې د جولای په میاشت کې د بشري مرستو د لاسرسي ۳۰ محدودیتونه او پېښې ثبت شوې دي. دا شمېر د جون د ۶۰ پېښو پرتله ۵۰ سلنه کم شوی؛ خو اوچا وايي، د دغو پېښو اغېز پر بشري فعالیتونو لا هم د پام وړ دی.

د جولای میاشتې تر پایه ۱۱ پېښې حل شوې، خو ۱۹ نورې لا هم نه دي حل شوې. د اوچا په وینا، په بشري فعالیتونو کې د طالبانو لاسوهنه، چې ۱۶ پېښې یې جوړوي، د مرستو رسولو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ و.

د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه

اوچا وايي، د ښځو پر فعالیتونو د طالبانو محدودیتونه لا هم په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو له مهمو خنډونو څخه دي. په جولای کې د جنسیت له امله د ۱۱ محدودیتونو راپور ورکړل شوی.

په دغو مواردو کې د ښځینه مرستندویو پر ګډون محدودیتونه، د ښځینه کارکوونکو لپاره د نارینه محرم د ملتیا غوښتنه او د جامو د مقرراتو پلي کول شامل دي. ځینې محدودیتونه د ښځو پر استخدام او اړمنو ښځو ته د بشري خدمتونو پر رسولو هم اغېز کړی دی.

په اروزګان کې طالبانو هغه اجازه هم بېرته واخیسته چې ښځو ته یې د معلوماتو د راټولولو په بهیر کې د ګډون زمینه برابروله. اوچا وايي، دا اجازه د معلوماتو د راټولولو له پیل څخه لږ مخکې لغوه شوه.

د مرستندویو ادارو په چارو کې لاسوهنه

اوچا وايي، د طالبانو د لاسوهنې له ۱۶ مواردو څخه څلور د تفاهم‌لیکونو د لاسلیکولو د ځنډ یا ستونزو، درې د مرستو د ترلاسه کوونکو په ټاکنه کې د لاسوهنې او درې نور د مرستندویو پروګرامونو د پلي کولو په بهیر کې د مداخلې اړوند وو.

همداراز، په ځینو مواردو کې له بشري ادارو څخه د کارکوونکو د نوملړ او نورو حساسو معلوماتو د سپارلو غوښتنه شوې ده.

د مرستندویو کارکوونکو نیول

اوچا په جولای کې د بشري مرستو پر کارکوونکو، شتمنیو او مرکزونو د تاوتریخوالي د ۱۲ پېښو راپور ورکړی دی. په دې پېښو کې د کارکوونکو نیول، له هغوی سره فزیکي چلند او ګواښونه شامل دي.

په هرات کې د یوه مرستندوی مرکز د ودانیزو چارو د موقتي درولو پر مهال یو څارونکی، یو امنیتي ساتونکی او پنځه کارګران نیول شوي وو. اوچا وايي، ډېری یې وروسته خوشې شول، خو د ودانیزو چارو څارونکی د جولای تر ۲۸مې پورې په بند کې پاتې و.

د اوچا د شمېرو له مخې، په جولای کې هېڅ مرستندوی کارکوونکی نه دی وژل شوی، ټپي شوی یا تښتول شوی، خو ۱۲ کسان نیول شوي دي.

جنوب او لوېدیځ تر ټولو ډېر اغېزمن شوي

د اوچا د راپور له مخې، د جولای په میاشت کې د بشري مرستو د لاسرسي تر ټولو ډېرې ستونزې په جنوبي او لوېدیځو سیمو کې ثبت شوې دي. په جنوب کې ۹ او لوېدیځ کې ۸ پېښې ثبت شوې دي.

د ناټو او افغان حکومت پر ضد د طالبانو د جګړې په کلونو کې هم د جنوبي او ختیځو ولایتونو اوسېدونکي تر ټولو زیات اغېزمن شوي وو. نه پکې ښوونځي فعال وو او نه پرمختیايي چارو ته اجازه ورکول کېده.

هرات د ولایتونو په کچه د دغو پېښو تر ټولو لوړه شمېره لرله، ورپسې کندهار او ننګرهار وو.

سره له دې محدودیتونو، اوچا وايي چې د بشري مرستو د لاسرسي اړوند پېښو عمومي شمېر د تېرو میاشتو پرتله د پام وړ کم شوی دی. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۵ کال په اګست کې ۱۲۵ او د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې ۱۲۱ پېښې ثبت شوې وې، خو دا شمېر د روان کال په جولای کې ۳۰ پېښو ته راټیټ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...