Home+پښتنې| شاه زلمی

پښتنې| شاه زلمی

ته به بیا هم راپاڅېږې!
که زمانه دې پر تندي د دردونو کرښې راکاږي، که د ژوند لارې دې په اغزو ډکې شي، او که د وخت درانه لاسونه دې د تګ مخه ونیسي، بیا به هم روانه یې؛ لکه هغه نه ماتېدونکې ټپه چې له یوې سینې نه بلې ته، له یوه نسل نه بل نسل ته سفر کوي؛ لکه د دنګو غرونو له لمنو راکوزه شوې چینه چې د کاڼو او ګړنګونو ترمنځ لار وهي.
خپل ښایست به ونه بایلې؛ ځکه ښکلا دې یوازې د سترګو په تور او د اننګو په رنګ کې نه ده. هغه ستا په حیا کې ده، په هغې موسکا کې چې د ډېرو دردونو تر شا لا هم ځلېږي. وقار دې د غرونو له لوړو سره سیالي کوي او زغم دې د زمانې له توپانونو سره.
ته هغه پښتنه پیغله یې چې د کلي له تنګې لارې تر لرې افق پورې د خپلو خوبونو لمن غځوې. په ذهن کې دې د پسرلي د ګلونو په څېر رنګین خیالونه دي، په سترګو کې دې د سبا رڼا، او په زړه کې دې هغه پټه مېړانه ده چې ماتېدل نه پېژني.
دروازې که درباندې وتړل شي، د عزم له کړکۍ به راووځې. دېوالونه که مخې ته درته ودرول شي، د ارادې په لاسونو به یې ونړوې. او که توره شپه دې پر لاره خپره شي، د سهار په تمه به نه درېږې؛ خپله به د رڼا څراغ بل کړې.
د زمانې هېڅ دیو به هم، ستا د تندي  د خال وقار کم نه کړي. هېڅ جبر به دې له خپل نوم، خپلې خاورې او خپل هویت څخه پردۍ نه کړي. ته به د باد په څېر تېره نه شې چې یوازې نښه پرېږدي؛ د غرونو په څېر به ودرېږې، څو راتلونکي نسلونه، ستا له هوډ څخه د درېدو مانا زده کړي.
تل به د خپلې خاورې په کوڅو کې د شرنګ په څېر روانه وې. د چمبې غږ به دې د ماښام پر خاموشۍ خور شې، د بنګړو شرنګ او د منګي ترنګ به دې له ګودرونو سره یو ځای ساه واخلي، او شونډې به دې د پسرلي د لومړي ګل په څېر وغوړېږي.
زمانې به واوړي، څېرې به بدلې شي، کورونه به وران او بیا ودان شي؛ خو ستا نښه به پاتې وي. ځکه ځینې نجونې یوازې د یوه کور لوڼې نه وي؛ هغوی د یوې خاورې عزت، د یوې ژبې نرمي، د یوه ولس حافظه او د راتلونکي د هیلو انځور وي.
ته هماغه یې، پښتنې!
د مور د دعا په تودو لاسونو کې لویه شوې لور، د پلار د سترګو د ویاړ وړانګه، د خپلې خاورې د پسرلي نښه؛ هغه پیغله چې له کمڅو یې د کلي د ګلونو وږمې خېژي، په خبرو کې یې د مینې چینه روانه ده، او د کمیس په لمنه کې یې د ژوند رازونه پټ دي.
ته د دردونو پر وړاندې موسکا یې، د تیارو په زړه کې ډیوه، د ماتېدو پر وړاندې کلک عزم.
نو مزل کوه، پښتنې!
که زمانه دې هر څومره په کږلېچونو کې لالهانده کړي، خپل لوری مه هېروه. که نړۍ دې د خاموشۍ غوښتنه وکړي، دننه غږ دې  مه وژنه. ته د تېر وخت یوه پاڼه نه یې چې د باد په یوه څپه ورکه شي؛ ته هغه کتاب یې چې کرښه په کرښه لوستل کېږې او پاڼه په پاڼه د زمانې حافظه جوړوې.
تر هغه چې ستا په سترګو کې د سبا خوب ژوندی وي،
تر هغه چې په زړه کې دې د خپلې خاورې مینه وي،
او تر هغه چې پر تندي دې د عزت سیوری وي،
هېڅ زورور به ستا لاره بنده نه کړای شي.
زه پر تا ویاړم!
هو، پر تا ویاړم!
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲ سپتمبر ۲۰۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...