Homeخبرونهد امریکا استیناف محکمې د بو بریګډال پوځي محکومیت بېرته نافذ کړ

د امریکا استیناف محکمې د بو بریګډال پوځي محکومیت بېرته نافذ کړ

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) د امریکا د استیناف یوې محکمې پرېکړه کړې چې د ملکي محکمې له لوري د پخواني امریکايي سرتېري بو بریګډال د محکومیت لغوه کېدا غیرقانوني وه ځکه چې ملکي محکمې د پوځي محکمې د پرېکړې د ردولو صلاحبت نه درلود.

د محکمې د دې پرېکړې له مخې، د بریګډال پخوانی پوځي محکومیت عملاً بېرته نافذېږي.

د امریکا د واشنګټن ډي‌سي فدرالي استیناف محکمې درې کسیزې ډلې د سې‌شنبې په ورځ د بریګډال هغه دعوه رد کړه چې په ملکي محکمه کې یې کړې وه. محکمې وویل چې د ولسوالۍ قاضي ريګي والټن په ۲۰۲۳ کال کې د بریګډال د پوځي محکمې پرېکړه او سزا د لغوه کولو قانوني صلاحیت نه درلود.

د قضیې اصلي موضوع څه وه؟

بریګډال په ۲۰۲۱ کال کې په ملکي محکمه کې دعوه کړې وه او استدلال یې کړی و چې د پوځي محکمې له خوا ورته اعلان شوې سزا د امریکا د اساسي قانون د پنځم تعدیل له مخې د عادلانه قضايي بهیر له حق سره په ټکر کې ده.

قاضي ريګي والټن په ۲۰۲۳ کال کې د بریګډال په ګټه پرېکړه وکړه. نوموړي وویل چې پوځي قاضي جیفري نانس ښايي د ګټو له احتمالي ټکر سره مخامخ و، ځکه هغه د امریکا د عدلیې وزارت د کډوالۍ د قاضي د دندې لپاره غوښتنلیک ورکړی و، خو دغه موضوع یې د بریګډال په قضیه کې نه وه څرګنده کړې. 

خو د استیناف محکمې وویل چې یوازې د پوځي عدلي نظام اړوند استیناف محکمې د پوځي محکمې د پرېکړې د لغوه کولو واک لري؛ د ملکي ولسوالۍ محکمې نه شي کولی په غیرمستقیم ډول د پوځي محکمې پرېکړه له منځه یوسي.

د استیناف قاضي رابرټ ویلکنز په خپله پرېکړه کې ویلي چې بریګډال په حقیقت کې د ولسوالۍ له محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د پوځي محکمې پرېکړه لغوه کړي، خو دا صلاحیت د هغو محکمو دی چې په مستقیم ډول د پوځي محکمې پرېکړې څېړي.

بریګډال څوک دی؟

بریګډال هغه مهال ۲۳ کلن امریکايي سرتېری و چې د ۲۰۰۹ کال په جون کې د افغانستان په ختیځ کې د پکتیکا ولایت په یوه پوځي مرکز کې دنده ترسره کوله.

هغه خپله پوسته پرته له اجازې پرېښوده. د هغه مدافع وکیلانو ویلي وو چې بریګډال غوښتل د خپلې قطعې د کمزوري مشرتابه په اړه شکایت وکړي او له همدې امله یې د پوځي مرکز پر لور د تګ هڅه کړې وه.

وروسته بریګډال د طالبانو له حقاني شبکې سره تړلو ځواکونو ونیوه. هغه نژدې پنځه کاله په بند کې پاتې شو او د راپور له مخې په دې موده کې څو ځله شکنجه شو.

د ۲۰۱۴ کال د بندیانو تبادله

بریګډال په ۲۰۱۴ کال کې د هغه مهال د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ادارې له لوري د بندیانو د تبادلې په لړ کې خوشې شو.

د دې تړون په بدل کې امریکا د ګوانتانامو له زندان څخه پنځه طالب بندیان خوشې کړل. دغه معامله په امریکا کې له سختو نیوکو سره مخامخ شوه، په ځانګړې توګه د جمهوري غوښتونکو له خوا.

ډونالډ ټرمپ، چې دوه کاله وروسته ولسمشر شو، هم د دې معاملې سخت مخالف و.

ټرمپ د بریګډال د اعدام غوښتنه کړې وه

ټرمپ په ۲۰۱۵ کال کې، هغه مهال چې د ولسمشرۍ لپاره یې انتخاباتي کمپاین کاوه، د بریګډال لپاره حتی د اعدام سزا غوښتنې وه.

هغه همداراز پر دې پرېکړه نیوکه کړې وه چې بریګډال ته د زندان سزا ورنه کړل شوه او دا یې د امریکا لپاره «شرموونکې» پرېکړه بللې وه.

بریګډال په څه تور محکوم شوی و؟

له اسارت څخه تر خوشې کېدو وروسته، بریګډال د دوو پوځي جرمونو په تور محاکمه شو:

  • له خپلې پوځي دندې او پوستې څخه تېښته؛
  • د دښمن په وړاندې ناسم چلند.

بریګډال په ۲۰۱۷ کال کې پر دواړو تورونو مجرمیت ومانه. د پوځي محکمې له پرېکړې وروسته هغه له پوځ څخه په بې‌عزته ډول منفک شو.

څارنوالانو د هغه لپاره د ۱۴ کلونو بند غوښتنه کړې وه.

د نوې محکمې پرېکړه څه معنا لري؟

د واشنګټن ډي‌سي د استیناف محکمې تازه پرېکړه په عملي توګه د بریګډال هغه قضايي بری له منځه وړي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په ملکي محکمه کې ترلاسه کړې وه.

یعنې، د استیناف محکمې په نظر، د ولسوالۍ قاضي والټن باید د بریګډال پوځي محکومیت نه وای لغوه کړی، ځکه د داسې پرېکړې قانوني واک د پوځي عدلي نظام له اړوندو استینافي محکمو سره دی. له همدې امله د بریګډال پخوانی پوځي محکومیت بېرته خپل اعتبار پیدا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...