Home+د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت

سریزه

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د فکري سلامتيا موضوع له فردي او رواني حالت څخه ډېره پراخه اخلي او هغه د سولې، عدالت، د قانون حاکمیت، بشري حقونو، زده کړې، اقتصادي هوساینې، سالم چاپېریال، ملي یووالي، رسنیو، مدني ټولنې، دولت، فرهنګ او ټولنیز مسوولیت له مسئلو سره تړي. لیکوال د «فکري سلامتيا» لپاره یوازې رواني یا طبي تعریف نه وړاندې کوي، بلکې هغه د سالم ژوند، سالم فکر، سالمې ټولنې او سالم نظام د ګډ محصول په توګه مطرح کوي. په همدې دلیل، کتاب په خپل فکري جوړښت کې د افغانستان د اوږدو جګړو، بې‌ثباتۍ، فقر، ناپوهۍ، فساد، بې‌عدالتۍ، فرهنګي کمزورۍ او بشري حقونو د ستونزو ترمنځ اړیکه لټوي او هڅه کوي چې د دغو ستونزو د کمولو لپاره د فرد، خلکو، دولت، مدني ټولنې او نورو ټولنیزو بنسټونو مسؤولیتونه روښانه کړي.

د کتاب فکري بنسټ او اصلي نظریه

د کتاب تر ټولو مهمه علمي ځانګړنه دا ده چې فکري سلامتيا د څو بېلابېلو ستونزو مجموعه نه، بلکې یو تړلی ټولنیز نظام ګڼي. د لیکوال په لید کې انسان هغه مهال سالم فکر او سالم روان لرلای شي چې د ژوند اساسي اړتیاوې یې تر یوه بریده خوندي وي، د جګړې او وېرې له فشار څخه خلاص وي، د عدالت احساس ولري، د خپل عزت او کرامت خوندیتوب وویني، د زده کړې او کار فرصت ولري، د خپل نظر د څرګندولو امکان ولري او په ټولنیز او سیاسي ژوند کې ځان بې ‌وسه احساس نه کړي. له همدې امله د کتاب مرکزي نظریه داسې تعبیرېدای شي چې فکري سلامتيا د انسان د داخلي حالت او د هغه د بهرني ټولنیز چاپېریال ترمنځ د متقابلې اړیکې پایله ده. دا لید د کتاب ډېری برخې له یوه بل سره نښلوي او د اثر لپاره یو نسبتاً منظم فکري محور رامنځته کوي.

فکري سلامتيا؛ له فرد څخه تر ټولنې

لیکوال د فکري سلامتيا بحث له انسان څخه پیلوي، خو ژر یې د ټولنې تر کچې غځوي. په کتاب کې ژوند یو الهي او ارزښتناک نعمت بلل شوی او فکري سلامتيا د دې نعمت د سم درک او نېکمرغه تېرولو لپاره بنسټیز شرط ګڼل شوی دی. د لیکوال په تعبیر، سالم فکر انسان دې ته متوجه کوي چې ژوند د عبادت، مینې، ښه راتلونکي، د ځان او نورو د نېکمرغه کولو او بقا لپاره دی؛ خو کله چې فکري سلامتيا له منځه لاړه شي، ژوند د ډار، ناهیلۍ، ناروغۍ او بې‌معنا کېدو بڼه غوره کوي. له علمي نظره د دې بحث ارزښت په دې کې دی چې لیکوال فکر، روان، معنا، ټولنیز شرایط او د ژوند کیفیت سره نښلوي؛ البته دا برخه تر ډېره فلسفي، ارزښتي او ټولنیزه ده او د معاصرې روانشناسي له تخنیکي معیارونو سره یې د بشپړ علمي تعریف په توګه نه شو برابرولای، بلکې د کتاب د فکري او فلسفي چوکاټ په توګه باید وکتل شي.

د فکري سلامتيا ټولنیز او اقتصادي عوامل

کتاب په څرګند ډول فقر، ناپوهي، ناروغي، ناسم چاپېریال، بې‌کسي، بې ‌وسي، بې‌عدالتي او ظلم د روحي فشارونو مهم عوامل ګڼي. دا لید د کتاب د ټولنیز تحلیل له پلوه مهم دی، ځکه لیکوال فکري ستونزې یوازې د فرد د شخصي کمزورۍ پايله نه ګڼي. د یوه ټپي، بې‌ وسه او بې ‌مرستې انسان مثال چې د درد، خفګان او نا هیلۍ له امله له رواني فشار سره مخ کېږي، د همدې اړیکې د توضیح لپاره کارول شوی دی. د کتاب له عمومي جوړښت څخه داسې نتیجه ترلاسه کېږي چې فقر یوازې اقتصادي ستونزه نه ده، بې ‌عدالتي یوازې حقوقي ستونزه نه ده، جګړه یوازې امنیتي ستونزه نه ده او ناپوهي یوازې تعلیمي ستونزه نه ده؛ دا ټول په ګډه د انسان پر فکر او روان اغېز کوي، دا د کتاب له قوي تحلیلي ټکو څخه دي.

جګړه؛ د فکري سلامتيا ستر ګواښ

جګړه د کتاب په فکري جوړښت کې تر ټولو پراخ او تکرارېدونکی ګواښ دی. لیکوال د افغانستان د څو لسیزو جګړو مادي او معنوي زیانونه له فکري سلامتيا سره مستقیم تړلي ګڼي. د کورنیو د غړو وژل کېدل، معلولیت، مهاجرت، بې ‌وزلي، د شتمنیو له منځه تلل، د زده کړې او فرهنګي بنسټونو زیانمنېدل، ویره، ناهیلۍ او ټولنیزه بې ‌باوري هغه عوامل دي چې د کتاب له مخې د انسان پر روح او فکر اوږدمهاله فشار اچوي. د دې بحث ځانګړی ارزښت دا دی چې لیکوال جګړه یوازې د مرګ او ویجاړۍ په شمېر نه سنجوي، بلکې د جګړې پټه انساني بیه، یعنې د انسان پر روح، فکر، امید او ټولنیز باور اغېز هم د بحث موضوع ګرځوي. په دې معنا، کتاب د افغانستان د جګړو د ټولنیزې او رواني بیې د مطرح کولو هڅه کوي.

سوله د فکري سلامتيا د لومړي شرط په توګه

د کتاب په یوه ځانګړې برخه کې سوله د فکري سلامتيا لپاره «لومړی شرط» بلل شوې ده. لیکوال سوله یوازې د جګړې د بندېدو په معنا نه اخلي، بلکې هغه له اصلاح، یووالي، توافق، روغې جوړې، خیر او ټولنیز ثبات سره تړي. د کتاب په منطق کې جګړه ویره، فقر، مهاجرت، مرګ، ټپونه، د زده کړې خنډونه او رواني فشارونه زیاتوي؛ په مقابل کې سوله د انسان لپاره د امنیت، کار، زده کړې، روغتیا، ټولنیز تعامل او راتلونکي د جوړولو زمینه برابروي. له همدې امله د کتاب د سولې نظریه د فکري سلامتيا له اصلي ستنو څخه ده. د دې بحث قوت دا دی چې لیکوال د سولې غوښتنه یوازې د سیاسي شعار په توګه نه وړاندې کوي، بلکې د هغې ټولنیزې او انساني اړتیا تشریح کوي.

د قانون حاکمیت، عدالت او فکري سلامتيا

د کتاب بل مهم فکري محور د قانون حاکمیت دی. لیکوال استدلال کوي چې کله قانون پر ټولو یو شان نه تطبیقېږي، فساد، رشوت، بې‌ عدالتي، بې ‌باوري او د حقونو تر پښو لاندې کېدل رامنځته کېږي او دا حالت د انسان فکري سلامتيا زیانمنوي. د قانون حاکمیت په دې اثر کې یوازې حقوقي اصل نه دی؛ هغه د ټولنیز باور، عدالت، امنیت او د انسان د عزت د ساتنې وسیله هم ده. دا د کتاب له قوي نظریو څخه ګڼل کېدای شي، ځکه د قانون حاکمیت د امنیت، اقتصاد، سیاسي ثبات، بشري حقونو او ټولنیز رضایت له موضوعاتو سره په یوه ګډه کړۍ کې نښلوي.

بشري حقونه او انساني کرامت

د کتاب وروستۍ برخه د بشري حقونو بحث ته ځانګړې شوې او دا موضوع د فکري سلامتيا له بنسټونو سره نښلوي. لیکوال د انسان د ژوند، آزادۍ، مالکیت، وجدان، فکر، بیان، زده کړې، سیاسي ګډون، کورنۍ او انساني کرامت حقونه مطرح کوي او استدلال کوي چې د دغو حقونو نقض یوازې حقوقي ستونزه نه ده، بلکې کرکه، ناهیلي، سیاسي زورزیاتی، بې ‌ثباتي او اقتصادي کمزوري هم رامنځته کوي. په دې برخه کې د بشري حقونو نړیوال اصل، د انسان د ذاتي کرامت مفهوم او د انسانانو د برابرۍ بحث د کتاب فکري ساحه له افغانستان څخه نړیوالې کچې ته وړي. په ځانګړې توګه دا جمله چې انسان ځکه حق لري چې انسان دی، د کتاب د انساني کرامت له فلسفې سره ژوره اړیکه لري.

د ښځو او ماشومانو د حقونو مسئله

د ښځو او ماشومانو موضوع د کتاب د بشري حقونو په بحث کې ځانګړی اهمیت لري. لیکوال هغه دودونه نقدوي چې ښځې د «بدۍ» په بدل کې ورکول، جبري واده، زورزیاتی او د ښځو پر آزادۍ تېری توجیه کوي. همدارنګه د ماشومانو وهل، ځورول، تښتول، خرڅول او له زده کړې او سالمې ودې څخه محرومول د راتلونکي نسل پر وړاندې تېری ګڼي. د کتاب له فکري لید څخه دا موضوع د دې لپاره مهمه ده چې فکري سلامتيا یوازې د اوسني نسل د رواني حالت مسئله نه ده؛ بلکې د راتلونکي نسل د سالم شخصیت د جوړېدو مسئله هم ده. د ماشومانو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، د لیکوال په استدلال، د کورنۍ او ټولنې پر فکري او اخلاقي سلامتيا مستقیم اغېز لري.

زده کړه، پوهه او فکري جوړونه

کتاب ناپوهي د فکري سلامتيا او بشري حقونو دواړو لپاره یو مهم ګواښ ګڼي او زده کړه د دې ستونزې د حل له بنسټونو څخه بولي. د لیکوال له نظره، زده کړه یوازې د لوستلو او لیکلو د وړتیا ترلاسه کول نه دي؛ بلکې د انسان د شخصیت د ودې، خپلواک فکر، د حقونو د پېژندلو، متقابل درناوي او ټولنیز زغم وسیله ده. دا د کتاب له مهمو نظریو څخه ده، ځکه پوهه په کې د ټولو اصلاحاتو بنسټیزه سرچینه ګرځي. که جګړه د فکري سلامتيا لوی ګواښ وي، سوله یې زمینه ده؛ که ناپوهي ګواښ وي، زده کړه یې وسیله ده؛ که بې ‌عدالتي ګواښ وي، قانوني حاکمیت یې د حل لاره ده او که بې‌ باوري ستونزه وي، ملي یووالی او مسوولیت ‌پذیري یې د اصلاح وسیلې ګڼل کېږي.

رسنۍ او فکري سلامتيا

په کتاب کې د «مطبوعاتو او فکري سلامتيا» برخه د اثر یوه مهمه او معاصره موضوع ده. لیکوال رسنۍ د معلوماتو د انتقال له وسیلې څخه پورته د ټولنې د فکري جوړونې، عامه افکارو، حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکې او ټولنیز پوهاوي وسیله ګڼي. هغه د رسنیو مثبت رول په حقیقت موندنه، د عامه پوهاوي په لوړولو، د تبلیغاتو په شنډولو، د حکومت او خلکو په نږدې کولو او د سولې او پرمختګ په ملاتړ کې ویني؛ خو نا سالمې رسنۍ د کرکې، تعصب، ناسم فرهنګي اغېز، وېرې او ناسمو معلوماتو د خپرولو له امله د فکري سلامتيا لپاره خطر ګڼي. د دې برخې قوت دا دی چې لیکوال رسنۍ هم د فکري جوړونې وسیله او هم د فکري زیان احتمالي سرچینه ګڼي، یعنې د رسنیو دوه ‌اړخیز اغېز درک کوي.

مخدره مواد او فکري سلامتيا

لیکوال مخدره مواد د فرد، کورنۍ او ټولنې د فکري سلامتيا لپاره جدي ګواښ بولي او د اعتیاد عوامل له فقر، بې‌کارۍ، کورنیو ستونزو، رواني فشارونو او جګړې سره تړي. د دې ستونزې لپاره یې یوازې امنیتي یا جزايي حل نه دی وړاندیز کړی، بلکې د درملنې، عامه پوهاوي، بدیلو اقتصادي فرصتونو، د دیني عالمانو، ښوونکو، ډاکټرانو، کورنیو، مدني ټولنو، رسنیو او دولتي ادارو د ګډ کار اړتیا یې مطرح کړې ده. دا د کتاب د څو اړخیزې ستونزې او څو اړخیز حل له نظریې سره سمون لري.

مدني ټولنه او مسوولیت

ياد کتاب، مدني ټولنه د دولت بدیل نه، بلکې د ټولنې د اصلاح، پوښتنې، عامه پوهاوي، رضاکارانه خدمت او د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکې یوه مهمه وسیله ګڼي. لیکوال ټینګار کوي چې مدني ټولنه باید د ټولنې د وجدان په څېر د ستونزو په پېژندلو او د اصلاح په غوښتنه کې رول ولري، خو د سیاسي واک د ترلاسه کولو پر ځای دې ټولنیز او اصلاحي رول ترسره کړي. دا لید د کتاب د ټولنیز مسؤولیت له عمومي نظریې سره تړاو لري، ځکه لیکوال د فکري سلامتيا مسؤولیت یوازې دولت ته نه سپاري؛ بلکې دولت، مدني ټولنه، رسنۍ، عالمان، پوهان، کورنۍ او هر وګړی پکې شریک ګڼي.

دولت او فکري سلامتيا

د دولت مسؤولیت د کتاب له مهمو تحلیلي برخو څخه دی. لیکوال امنیت، عامه هوساینه، زده کړه، د قانون حاکمیت او روغتیا د دولت له مهمو مسؤولیتونو څخه ګڼي. د کتاب له منطق څخه داسې ښکاري چې دولت که امنیت برابر کړي، د خلکو حقوق خوندي کړي، د قانون حاکمیت ټینګ کړي، د زده کړې او کار زمینه برابره کړي، روغتیايي خدمتونه پیاوړي کړي او د ټولنیزو ستونزو پر وړاندې مسؤولانه چلند وکړي، نو د فکري سلامتيا لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کېږي. په دې توګه کتاب د دولت د مشروعیت یوه مهمه ټولنیزه پایله د خلکو د هوساینې او فکري سلامتيا په رامنځته کولو کې ویني.

ملي یووالی او فکري سلامتيا

د ملي یووالي په برخه کې لیکوال ګډ دین، وطن، ملي هویت، ملي برخلیک، اقتصاد، تاریخ، فرهنګ او سیاسي ژوند د ګډو ارزښتونو په توګه مطرح کوي، په داسې حال کې چې قوم، ژبه، سیمه او ځینې فرهنګي توپیرونه د ټولنې د تنوع برخې ګڼي. د هغه مهم استدلال دا دی چې توپیر باید د دښمنۍ، برترۍ او سیاسي حذف وسیله ونه ګرځي. له دې نظره، ملي یووالی د فکري سلامتيا لپاره ځکه مهم دی چې تعصب، کرکه، بې ‌باوري او سیاسي شخړې د ټولنې رواني فشار زیاتوي. دا برخه د کتاب له بشري حقونو، سولې، د قانون حاکمیت او مدني ټولنې سره مستقیمه اړیکه لري.

فرهنګ او فکري سلامتيا

د «پردي فرهنګ اغېزې» برخه د کتاب له هغو برخو څخه ده چې فرهنګ د انسان او ټولنې د فکري جوړونې په مرکز کې ځایوي. لیکوال د افغانستان د فرهنګي او علمي بنسټونو د کمزورۍ، د جګړو او بهرنیو اغېزو او د رسنیو د ناسالمو محتواوو ترمنځ اړیکه مطرح کوي او د اسلامي او افغاني فرهنګي ارزښتونو د بیا پیاوړتیا غوښتنه کوي. د دې برخې اصلي ارزښت په دې کې دی چې لیکوال فرهنګ د فکري هویت او ټولنیز ثبات له مسئلې سره تړلی دی. خو علمي ارزونه یې دا هم غواړي چې د «پردي فرهنګ» مفهوم باید په راتلونکو څېړنو کې لا دقیق تعریف، طبقه ‌بندي او د شواهدو پر بنسټ تحلیل شي.

چاپېریال او فکري سلامتيا

د کتاب یوه ځانګړې او د پام وړ ځانګړنه دا ده چې چاپېریالي ککړتیا هم د فکري سلامتيا له موضوع سره نښلوي. لیکوال د هوا، اوبو، کثافاتو، لوګي، ګڼې ګوڼې، بې‌ نظمه ښاري پراختیا او نورو چاپېریالي ستونزو اغېز د انسان پر روغتیا، ټولنیز فشار او په پای کې پر فکري سلامتيا پورې تړي. دا اړیکه د کتاب د پراخې نظریې ښه مثال دی. انسان له چاپېریاله جلا موجود نه دی؛ خراب چاپېریال د ژوند کیفیت خرابوي، د ژوند کیفیت رواني فشار زیاتوي او رواني فشار فکري سلامتيا اغېزمنوي.

د کتاب د برخو ترتیبي او منطقي اړیکه

د لیکوال فکري تسلسل داسې څرګندېږي چې جګړه او بې ‌ثباتي د فقر، مهاجرت، وېرې او رواني فشارونو سبب کېږي؛ فقر او ناپوهي د انسان د ژوند امکانات او خپلواکي کمزورې کوي؛ بې‌عدالتي او د قانون نه حاکمیت بې ‌باوري او د حقونو د نقض زمینه برابروي؛ د بشري حقونو نقض د انسان کرامت، آزاد فکر او ټولنیز اعتماد زیانمنوي؛ تعصب او کرکه ملي یووالی کمزوری کوي؛ مخدره مواد او ناسالم رسنیز چاپېریال فکري او ټولنیزې ستونزې زیاتوي؛ چاپېریالي ککړتیا د ژوند کیفیت کموي او د دغو ستونزو د مقابلې لپاره سوله، زده کړه، عدالت، د قانون حاکمیت، بشري حقونه، ملي یووالی، مسؤول دولت، پیاوړې مدني ټولنه، سالمې رسنۍ، روغتیا، کار او سالم فرهنګ د حل بنسټونه جوړوي. دا ترتیبي اړیکه د کتاب تر ټولو مهمه فکري پانګه ده.

د کتاب علمي او تحلیلي قوتونه

له علمي پلوه د کتاب څو مهم قوتونه څرګند دي. لومړی، د «فکري سلامتيا» موضوع یې له یوه محدود رواني مفهوم څخه په ټولنیز – انساني مفهوم بدله کړې ده. دویم، د افغانستان واقعي ستونزې یې د یوې بلې سره تړلې لیدلې دي، نه یې په بشپړه توګه جلا جلا تحلیل کړې دي. درېیم، د فرد او دولت ترمنځ یې مسؤولیت متقابل کړی دی؛ یعنې هم د دولت مسؤولیتونه بیانوي او هم د خلکو. څلورم، د سولې، عدالت، بشري حقونو، زده کړې، رسنیو، مدني ټولنې، روغتیا، چاپېریال او اقتصاد ترمنځ یې ارتباط رامنځته کړی دی. پنځم، کتاب یوازې د ستونزو په بیان بسنه نه کوي، بلکې په ډېرو برخو کې د حل لپاره وړاندیزونه هم وړاندې کوي. شپږم، د کتاب د لیکوال لید له انساني کرامت، اسلامي ارزښتونو، ملي هویت او ټولنیز مسؤولیت سره یو ځای شوي دي؛ له همدې امله اثر یوازې سیاسي یا یوازې فرهنګي کتاب نه پاتې کېږي.

د کتاب نوښت

د کتاب تر ټولو مهم نوښت، زما په ارزونه، دا دی چې (فکري سلامتيا) یې د افغانستان د بیا جوړونې له مسئلې سره تړلې ده. یعنې لیکوال نه وايي چې یوازې روغتونونه، ښوونځي، سړکونه او اقتصادي بنسټونه جوړول کافي دي؛ بلکې د انسان فکر، باور، امید، کرامت، ټولنیز اعتماد، ملي هویت او د راتلونکي تصور هم باید ورغول شي. په دې معنا، «فکري جوړونه» د فزیکي بیارغونې ترڅنګ یوه انساني او ټولنیزه بیارغونه ده. دا نظریه د کتاب عنوان «د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا» ته ځانګړې معنا ورکوي؛ ځکه د افغانستان جوړونه په دې لید کې یوازې د ودانیو او بنسټونو جوړول نه دي، بلکې د سالم انسان او سالمې ټولنې جوړول هم دي.

د کتاب ټولیزه علمي ارزونه

په ټولیز ډول، (د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا) یو فکري – ټولنیز او ارزښتي اثر دی چې د افغانستان د ستونزو د تحلیل لپاره د «فکري سلامتيا» مفهوم د مرکزي محور په توګه کاروي. کتاب د رواني سلامتيا، سولې، جګړې، بشري حقونو، د قانون حاکمیت، زده کړې، دولت، مدني ټولنې، رسنیو، مخدره موادو، چاپېریال، فرهنګ او ملي یووالي ترمنځ پراخه اړیکه رامنځته کوي. د اثر اصلي قوت په همدې پراخ لید او د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو په یو واحد فکري چوکاټ کې په راټولولو کې دی. د علمي معیار له مخې یې د پیاوړتیا تر ټولو مهمه اړتیا د سرچینو، احصایوي شواهدو، څېړنیز میتود، مفهومي تعریفونو او د ادعاوو د مستندولو لا منظمول دي. که دا کار وشي، اثر کولای شي له یوه فکري ـ ټولنیز کتاب څخه یو منظم تحلیلي او څېړنیز اثر ته لا ډېر نږدې شي.

پایله

د عاشق الله اخلاص یار په فکري لید کې د افغانستان اصلي ستونزه یوازې جګړه یا فقر نه دی، بلکې د هغو ستونزو یو له بل سره تړلی نظام دی چې په پایله کې يې د انسان فکر، روان، کرامت، امید، باور او د راتلونکي د جوړولو وړتیا زیانمنوي. له همدې امله د حل لاره هم یوه‌ بعدي نه شي کېدای. سوله باید له عدالت سره، عدالت له قانون حاکمیت سره، قانون حاکمیت له بشري حقونو سره، بشري حقونه له زده کړې او آزاد فکر سره، زده کړه له کار او اقتصادي فرصتونو سره، اقتصادي هوساینه له سالم چاپېریال سره، ملي یووالی له مسؤول سیاست سره او دا ټول له سالم فرهنګ او مسؤول دولت او ټولنې سره یو ځای شي. په همدې معنا، د کتاب تر ټولو ژور پیغام دا دی چې د افغانستان ریښتینې بیارغونه هغه وخت بشپړېدای شي چې د هېواد فزیکي، اقتصادي او سیاسي جوړونې ترڅنګ د انسان فکر، کرامت، باور، اخلاق، ټولنیز اعتماد او د راتلونکي د جوړولو روحیه هم ورغول شي. د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص یار فکري ـ ټولنیز اثر دی چې په ۱۳۹۵ هـ.ش. کال کې د سلیمان غر کلتوري ټولنې له خوا په کابل کې په ۱۰۰۰ ټوکه کې خپور شوی دی. اثر د افغانستان د فکري، ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي او انساني ستونزو د تحلیل لپاره فکري سلامتيا د مرکزي محور په توګه کاروي او د سولې، عدالت، قانون حاکمیت، بشري حقونو، ملي یووالي، زده کړې، رسنیو، مدني ټولنې، دولت، روغتیا، مخدره موادو، چاپېریال او اقتصادي او ټولنیزې هوساینې ترمنځ اړیکې څېړي. د کتاب اساسي پیغام دا دی چې د افغانستان ریښتینې جوړونه یوازې د فزیکي او اقتصادي بنسټونو په رغولو نه بشپړېږي، بلکې د سالم فکر، انساني کرامت، ټولنیز اعتماد، مسؤولیت‌پذیرۍ او سالمې ټولنې جوړول هم د بیا رغونې اساسي برخه ده.

ماخذ: اخلاص یار، عاشق الله. (۱۳۹۵). د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا). سلیمان غر کلتوري ټولنه، کابل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...