تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، د ترکیې ارارات غره ته څېرمه د (دوروپینار) په سیمه کې نړیوالو څېړونکو د یوې بېړۍ په څېر جوړښت په اړه څېړنې پیل کړې دي، چې د دوی په باور ښايي د حضرت نوح علیهالسلام بېړۍ په همدې ځای کې وي.
څېړونکو د سیمې په خاوره کې کاربون موندلي، په داسې حال کې چې له همدې غرنۍ سیمې څخه څو متره لرې د خاورو په اخیستل شویو نمونو کې دغه عنصر نه دی موندل شوی. د څېړونکو په وینا، دا موندنه ښايي د عضوي موادو شتون وښيي چې ممکن د لرغونو لرګیو پاتې شوني وي؛ خو تر اوسه هېڅ لرګی په مستقیم ډول نه دی موندل شوی.
د سیمې نوي راداري تصویرونه هم تر ځمکې لاندې داسې نښې ښيي چې له طبیعي غرنیو جوړښتونو سره بشپړه سمون نه لري. په دې سیمه کې د حضرت نوح علیهالسلام د بېړۍ د شتون په اړه اټکلونه له ۱۹۵۹ کال راهیسې کېږي، هغه مهال چې د سیمې هوايي تصویرونه خپاره شول.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ۱۹۴۸ کال په مې میاشت کې سختو بارانونو او زلزلو د سیمې شاوخوا خاوره له منځه یووړه او له همدې امله دغه مرموز جوړښت څرګند شو، چې وروسته د یوه شپانه له خوا وموندل شو.
څېړونکو د غرنۍ سیمې له بېلابېلو برخو څخه د خاورې شاوخوا ۱۰۰۰ نمونې راټولې او د کاربن د شتون لپاره یې وازمویلې. دوی د ځمکې له سطحې شاوخوا ۲۰ فوټه (نژدې ۶ متره) لاندې د کتنې لپاره رادار هم کارولی دی.
د څېړونکو په وینا، په خاورو کې عضوي مواد او پوټاشیم موندل شوي چې ښايي د یوې لرغونې لرګینې بېړۍ د زړې او تخریب شوي لرګي له پاتې شونو سره تړاو ولري.
خو څېړونکي مني چې تر اوسه په سل په سله ډاډ سره نه شي ویل کېدای چې دغه مواد د لرغونې لرګینې بېړۍ پاتې شوني دي؛ ځکه لا هم احتمال شته چې د دغو نښو نور عوامل موجود وي.
د همدې څېړنیزې ډلې له خوا د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د سیمې د راداري سروې په اړه هم معلومات خپاره شوي وو. د ډلې په وینا، د رادار معلومات لا هم تر څېړنې لاندې دي او په ځانګړو ځایونو کې برمهکاري هم روانه ده، څو معلومه شي چې تر یاد جوړښت لاندې څه شته.
څېړونکي وايي، دوی په دې باور دي چې ښايي د حضرت نوح علیهالسلام بېړۍ په همدې سیمه کې وي، خو ټینګار کوي چې ټولې موندنې لا لومړنۍ دي او تر اوسه داسې قطعي شواهد نه دي ترلاسه شوي چې په دې سیمه کې د حضرت نوح علیهالسلام د بېړۍ شتون ثابت کړي.