Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لوی توپیر زیمبابوې ته ماتې...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لوی توپیر زیمبابوې ته ماتې ورکړه

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۷ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ (د تلې/ میزان ۲۷ مه) په ابوظهبي کې زیمبابوې ته په یو ورځینۍ مسابقه کې د ۱۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره صدیق الله اتل او ابراهیم ځدراڼ خورا ښه توپ وهنه (بیټنګ) وکړه. اتل په ۱۱۰ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ بیا په ۹۶ توپونو ۹۰ منډې پوره کړې.

دا په وروستیو ورځو کې د اتل دوهمه سلیزه وه. ده تر دې وړاندې د بنګله دېش په وړاندې په ټیستلوبه کې هم سلیزه کړې وه چې د دوو ټیمونو په مساوي کېدو کې یې مهمه ونډه لرله.

د اتل او ځدراڼ ښه بیټنګ له دې سره سره چې د افغانستان نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل، مرسته وکړه چې زیمبابوې ته لوړ هدف، یعني ۲۹۵ منډې وټاکل شي.

د افغانستان د دې لوړ هدف په وړاندې د زیمباوې وضعیت د دغه ټیم د توپ وهنې/ بیټنګ په لومړیو شېبو کې د فضل الحق فاروقي له لوري خراب شو. فاروقي د زیمبابوې دوه پیلګر لوبغاړي ډېر ژر وسوځول.

د فاروقي د دوو ویکټونو ترڅنګ عمرزي یو زیمبایويي لوبغاړی رڼ اوټ کړ، غضنفر بل وسوځاو، راشد خان څلور لوبغاړي وسوځول او محمد نبي هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

راشدخان نه یواې ۴ لوبغاړي وسوځول بلکې په ۸ اورونو کې یې د ورکړیو منډو متوسط ۲ اعشاریه ۱۲ و. یعني ده په ۷ اورونو کې یوازې ۱۷ منډې ورکړې.

دا مسابقه د افغانستان، زیمبابوې او بنګله دېش د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې دوهمه سیالي وه. د دې لړۍ لومړۍ مسابقه د اکتوبر په اوولسمه (د شنبې ورځ) زیمبابوې د ۹۹ منډو په توپیر له بنګله دېش څخه ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې درېیمه سیالي د اکتوبر په ۲۱ مه (د چهارشنبې په ورځ) د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ وي.  دا سیالي د بنګله دېش لپاره خورا مهمه ده ځکه چې هیڅ امتیاز نه لري.

د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۲۳ مه) به پایلوبې ته وتونکې لوبډلې سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...