Home+وحدت الوجود نظریه| حیات‌الله میاخیل

وحدت الوجود نظریه| حیات‌الله میاخیل

– وحدت الشهود څه ته وایي؟
– وحدت خو یووالي ته وایي او شهود بیا شـهـ ـادت ته وایي.
یانې د الله (ج) پر وحدانیت یا ذات باندې شهیدي ته وحدت الشهود وایي.
دا نو څنګه؟
هر څه یا ټول کاینات چې وینې نو مشاهده به د الله (ج) پکې کوې.
-د دې نظریې بنسټګر څوک دی؟
د دې نظریې بنسټګر امام رباني شیخ احمد فاروقي سرهندي (مجدد الف ثاني) دی.
– مجدد) بیا نو څه ته وایي؟)
– دا پۀ دې مانا چې (د حضرت محمد “ص” د رحلت څخه هر ۱۰۰۰ او یا ۱۰۰ کاله وروسته یو ډېر پۀ اسلام کې پوه مسلمان عالم راځي، نو هغۀ ته د علماوو پۀ اتفاق د (مجدد) لقب ورکول کیږي. پاتې د نۀ وي چې نوموړی شخصیت به دا وخت ۴۰ کالن وي.
– نو پۀ پاکستان کې خو ډېرو علماءوو دا دعوا کړي چې زه (مجدد)  یم؟؟؟
– ههههه پاکستان د څه شي دعوا نۀ کوي؟
هلته خو ځینې خلکو د پیغمبرۍ دعوا هم کړي ده او دا خو لا بیا واړه خبره ده، دوی ته.
خو زه به دومره درته ووایم چې دا انسان د ټولو حق علماءوو پۀ فتوا یا اتفاق سره (مجدد) بلل کیږي، چې پۀ دۀ کې د دې لقب وړ عملونه وویني نو بیا دا لقب ورکوي.
– ښه نو اوس دا دې (مجدد) وروسته چې تا (الف ثاني)  یاد کړ، موخه مو ترې څه وه؟
– (الف ثاني) مانا دا چې لومړنۍ (مجدد) .
– ښه، د وحدت الوجود بیتونه راته ولیکه!
– سمه ده، لاندې بیتونه ؤلوله!
بیت
هـر وېښتــــه چې پۀ صــورت باندې لیدۀ شي
که پرې ځیر شې د شناخت وار به درته واز کا
خوشحال خان خټک
نور بیتونه یې
صورت ګر چې ښۀ صورت پۀ دېوال ساز کا
کُل عالــــم یې پــۀ صفت زبــــــــــان دراز کا
د هغـــۀ نقــــاش پۀ صنــــــــــع نظــــر نۀ کـا
چې لۀ څـــۀ څاڅکـــي نه دا نقش و طـراز کا
خوشال خان خټک
لوی دیـــوان دې مرتب کړ
چې انسان دې منتخب مړ
کاظم خان شیدا
زما نظــیر د ښکلیــــو وږی نۀ دی
زۀ پۀ هر یو کې ستا نظیر غواړم
حمزه بابا
– ښه ډېر ښۀ، اوس ووایه پښتو کې دا فلسفه پلل شوي؟ یا اوس پلل کیږي؟
– هو دا پۀ پښتو کې تر ډېره پالل شوي او پلل کيږي.
دا د درېیمې هجري پیړۍ راپۀ دېخوا پۀ پښتو کې خپل مریدان لري چې آن تر ننه هم شته، خو پۀ دویمه او درېیمه ادبي دوره کې یې ښکاره بېلګې وینو… او نن یې اکثریت د اسلام پښتانۀ عالمان او عام مسلمانان پۀ همدې فلسفه ولاړ او یا پۀ همدې عقیده دي.
لکه ښۀ مثال یې دا دی چې کچیرې یو پښتون اسلام پوهه انسان ته ووایې، چې د الله(ج) شتون راته ثابت کړه! نو دی سمدلاسه لۀ وحدت الشهود فلسفې کار اخلي او وایي: چې هر څه یو جوړوونکی لري، خپله نۀ جوړیږي نو دا کائنات هم یو جوړوونکی لري، ته هم یو چا جوړ کړی یې، ستا دا د خبرو قوت هم یو چا درکړی دی؟ نو هغه به څوک وي، حتماً هغه لوی رب العزت الله (ج) دی.
– ښه سمه ده، یو حکایت یې راوړه!
– د معاصر وخت حکایت واوره!
                      حکایت
– پروفيسر وويل: چې خدای نشته.
د پوهنتون يوه پروفيسر چې اتايست و (د خدای پر شتون يې باور نۀ درلود)، لۀ يوۀ محصل نه يې په زړه پورې پوښتنه وکړه.
– پروفيسر: خدای ښۀ دی؟
– محصل: هو.
– پروفيسر: او شيطان هم ښۀ دی؟
– محصل: نه.
– پروفيسر: سمه ده، ښه بچو، دا ووايه چې پر ځمکه کې ظلم شته؟
– محصل: هو شته دی.
– پروفيسر: ظلم هر ځای شته، داسې نۀ ده؟ او دا ټول خدای رامنځته کړي، کنه؟
– محصل: هو.
– پروفيسر: دا ظلم چا خلق کړی؟
– محصل: …
– پروفيسر: د ځمکې پر سر معيوبيت، سپين سترګي، ناروغۍ او بې احترامي شته؟ دا ټول شته، سمه ده کنه؟
– محصل: بلې صيب.
– پروفيسر: نو دا چا پیدا کړي؟
– محصل: …
– پروفيسر: علم دا وايي، چې انسانان پنځۀ حِسه لري، چې چارچاپېره نړۍ کې ورباندې څېړنه وکړي. بچو، دا ووايه چې تا کوم وخت خدای ليدلی دی؟
– محصل: نه صيب.
– پروفيسر: موږ ته دا ووايه؛ چې د خدای کوم غږ دې اوريدلی؟
– محصلل: نه صيب.
– پروفيسر: تا کوم وخت خدای لمس کړی ؟
– محصل: نه صيب.
– پروفيسر: او ته تر اوسه هم پرې باور لرې؟
– محصل: هو صيب باور لرم.
– پروفيسر: د تر لاسه شويو پايلو پر بنسټ، علم دا په ثبوت رسوي، چې خدای نشته. ته يې په مقابل کې څه ويلی شې؟
– محصل: نه صيب، زما يوازې باور او عقیده شته!
– پروفيسر: هو، د علم مهمه ستونزه عقيده ده!
– محصل: ساړه شتون لري؟
– پروفيسر: دا څه ډول پوښتنه ده؟ البته چې شته. ستا هيڅ وخت ساړه نه دی شوی؟
نورو زده کړیالانو پر دغه ځوان ډېر وخندل.
– محصل: صيب، په حقيقت کې ساړه وجود نۀ لري. د فزيک د قانون پر بنسټ، هغه څه چې موږ يې ساړه بولو پۀ حقيقت کې د تودوخې نشتوالی دی. انسان يا توکي لۀ دې اړخه څېړلی شو، چې دوی انرژي لري او يا يې ورکوي که نه؟
پۀ ټولګي کې چوپتيا خپره شوه.
– زده کړیال: پروفيسر صاحبه، تياره شته؟
– پروفيسر: البته چې شته. بيا نو شپه څه ده؟
– محصل: صيب تاسې بيا حق په جانب نۀ ياست. تياره هم نشته. تياره په حقيقت کې د رڼا نشتوالی دی. موږ رڼا پۀ هکله څېړنې کولی شو، خو د تيارې په هکله يې نشو کولی. موږ کولی شو د نيوټن منشور وکاروو، چې سپينه رڼا په څو رنګونو تجزیه کړو او د هر رنګ د څپو اوږدوالی وڅېړو. خو تاسې نشی کولئ تياره اندازه کړئ. د رڼا ساده وړانګه کولی شي د تيارو نړۍ ته ننوځي او روښانه يې کړي. تاسې څنګه پوهيدای شئ، چې کومه فضا څومره تياره ده؟
تاسې به ورته رڼا اندازه کوئ. همداسې ده کنه؟ تياره داسې مفهوم دی، چې انسان يې د دې لپاره کاروي، چې هغه انګيرنه پۀ ډاګه کړې، چې د رڼا په نشتوالي کې څه پيښيږي، او اوس (صيب)، دا راته ووايئ چې مرګ شته؟
– پروفيسر: البته. ژوند شته او مرګ شته
– محصل: تاسې بيا هم حق په جانب نۀ ياست پروفيسره! مرګ د ژوند برعکس اړخ نۀ دی، دا د ژوند نۀ شتون دی. ستاسو په علمي تيورۍ کې جدي ترک (درز) رامنځته شو.
– پروفيسر: ځوانه ته کومه خوا خبره وړې.
– محصل: پروفيسره! تاسو زده کړیالانو ته دا ور زده کوئ، چې موږ ټول لۀ بيزوګانو پيدا شوي يو. تاسې دغه تکامل په خپلو سترګو ليدلی؟
– پروفيسر پۀ موسکا سره سر وښورولو او پوه شوۀ، چې خبره کومه خوا روانه ده.
– محصل: هېچا هم دا پروسه نده ليدلې، په دې مانا، چې تاسې تر ډېره بريده يو روحاني ياست نۀ يو عالم، ټولګی له خندا نه شين ؤ.
– محصل: او اوس دا راته ووايئ؛ په ټولګي کې داسې څوک شته، چې د پروفيسر ماغزه يې ليدلي وي؟ يا يې بوی کړي وي او لمس کړي وي؟
محصلانو همداسې خندل.
– محصل: ښکاري هيچا هم نه دي ليدلي. د علمي آندونو پر بنسټ، داسې پايله تر لاسه کوو، چې پروفيسر ماغزه نۀ لري. د ټول درناوي سره سره پروفيسر صيب، موږ څنګه کولی شو ستاسو پر هغه ويناوو باور وکړو، چې تاسې يې د لیکچر پۀ وخت کې کوئ؟
پۀ ټولګي کې چوپتيا خوره شوه.
– پروفيسر: زه فکر کوم، تاسو لپاره به غوره دا وي، چې پر ما باور وکړئ.
– محصل: هو! د الله تعالی او انسان تر منځ يوه اړيکه ده ـ او هغه باور (عقيده) ده!
پروفيسر کيناست…
دلته د ماغزو نشتون او بیا بیرته منل، د ساړۀ نشتون او بیا منل او د تیارې نۀ شتون او بیا بیرته منل یوازې یو معقول شی نۀ دی، دا هم د شهادت پر بنأ ولاړ دي؛ ماغزه موږ نۀ وینو خو منو یې، ولې چې موږ د ماغزو تولید وینو حِس کوو یې، دلته تولید مشاهده شوه او ماغزه اصل شی، ساړه نۀ وینو خو مګر د وجود پۀ یخ والي یا د اوبو او نورو شیانو پۀ یخیدو موږ ته دا شهادت پۀ لاس راځي چې ساړۀ شته… چې دا او دېته ورته نور ژوندي مثالونه موږ پر وحدت الشهود فلسفه لرو… .
– آیا زموږ د مذهب امام نعمان بن ثابت (ابو حنیفه) رحمةالله علیه د دې اړوند کوم باور درلود؟
– هو، هغه پخپله پۀ همدې عقیده وو او لۀ وحدت الوجود سره ډېر موافق نۀ وو. زه د دۀ دې وخت یو حکایت درته ووایم نو به پوره پوه شې چې امام اعظم کومه عقیده درلوده؟
📜 د امام ابو حنیفه رحمه الله او د دهریه‌ وو مناظره:
(دهریه هغه خلک وو چې د الله تعالی په وجود یې باور نه درلود) هغوی یو ځل امام ابو حنیفه رحمه الله علیه ته راغلل او ویې ویل: که ته ریښتینی عالم یې، نو موږ ته د الله تعالی د وجود دلیل را وښیه؟
– امام ابو حنیفه وویل:
(زه به سبا ستاسو پوښتنې ته ځواب درکړم.)
سبا خلک راټول شول، دهریه راغلل، خو امام ابو حنیفه لږ ناوخته راغی.
– هغوی ورته وویل:
(ولې ناوخته راغلې؟)
امام اعظم وفرمایل:
 (زه د دجلې سیند غاړې ته وم، او هلته مې د اوښتو لپاره کښتۍ نه درلوده، ناڅاپه مې ولیدل چې لرګي، کیل، رسۍ او نور توکي یو لۀ بله سره یو ځای شول، کښتۍ ترې جوړه شوه، او زه یې پرې د سیند بلې غاړې ته  واوړولم.)
دهریانو ورته په تعجب وویل:
(تعجب دی پر تا! دا څنګه ممکنه ده؟ آیا کښتۍ بغیر لۀ نجار او جوړونکي څخه، خپله جوړیږي؟)
نو امام ابو حنیفه ورته وفرمایل:
(کله چې تاسې دا نۀ منئ چې یوه کوچنۍ کښتۍ پرته له جوړوونکي پیدا شي، نو څنګه به دا لوی آسمان، ځمکه، لمر، سپوږمۍ، انسانان، او ټول مخلوقات بې له خالقه پیدا شوي وي؟)
دهریان خجالت شول، سرونه یې ټیټ کړل، او هېڅ یې ونۀ شو ویلای…
– ښه، نو ډېره مننه پوره پوه شوم
– که مو نورې پوښتنې درلودې لاندې پۀ کومنټ کې یې راڅخه کولی شئ، که ما زده وې زه به ځواب درکړم او که ما نۀ وې زده نو لۀ خپلو استادانو به مرسته وغواړم.
محبت الله میاخېل
مأخذومه:
سروري، سیدمرجان؛ عرفاني ادبیات، خوست شیخ زاید پوهنتون
ډیفسیف، انټرنیټي پروګرام څخه د امام اعظم حکایت
د استاد او محصل حکایت مې د فېسبوک (فکري روزنې) ګروپ څخه راخیستی.
#یادونه: دا چې دواړو حکایتونو تر یوې اندازې املایي او یا نورې تېر وتنې درلودې، هغه ټولې ما ورسمې او تاسو ته پۀ سم شکل وړاندې کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...