تېرې څو ورځې مې د ادبیاتو په نوي «دبستان» کې تېرې شوې او نسبتاً ښې وي؛ د نسبتاً له قېده منظور دا نه دی، چې ګنې کومه ډېره جدي خبره لرم، یوازې همدا چې استاد اجمل ښکلی چې څومره ادبي قد و قامت لري؛ هغومره په کې مدیر نه دی، کنه په خپله او فعلاً د «دبستان فرهنګي مرکز» په دغومره سوچه ادبي او فرهنګي کار و زیار به څوک څه وویلی شي؟
استاد یې شاید دلایل هم ووایي او ملامت هم نه وي؛ خو په دغسې غنیمت وړ موقع چې له استاد یې تمه کېدای شوه، هغومره څه په کې نشته او ځکه خو یې موږ یوازې همدومره یادونه کافي بولو، چې زموږ په ګاونډ کې نقوش، فنون، اوراق، ادبِ لطیف، سویرا، سیپ، افکار، آج، دنیا زاداو نیا دور، همدا ډول د پښتو «قند»، «جرس» پخوانۍ «سپیدې»، «هیله» او «الفت» مجلې هغه وې، چې تقریباً د ټول دور ادبي او فرهنګي ماحول او ډسکورس یې افاده کاوه.
زه نه وایم چې دا مجله دې ټول په ټوله همغسې وای؛ اوس خو د مجلې په اصطلاح تخصيصي تمایل هم عام او ضروري ده؛ خو ولې د نقوش د کیسې نمبر یا د جرس د نظم او غزل ځانګړې ګڼې اوس هم ساری نه لري، د دبستان د خاصوالي کمرنګي په دې کې هم ده، چې موضوعي یا د منځپانګې تخصیص یې هغسې نه دی، لکه څنکه چې یې نوې کره کتنه یا همدا نقد لري. له یو څو لیکوالو او څو لیکنو پرته همغسې زړې او تکراري لیکنې، تعریفونه او اوږدې اوږدې مخینې او نظریات یې د نوي نقد او کره کتنې برخه ګرځولي دي.
رسمیت یا په اصطلاح څېړنیز تمایل او اصولو یې همغسې دروند سیوری پرې غوړولی لکه زموږ د پوهنتونونو او اکاډمیو د ترفیع او تیزسونو لپاره چې حتمي او ضروري وي، دا به هم مناسبه نه وي، چې موږ په دې شته څیړنیزو بحرانونو کې هم دې رسمیت ته په کمه سترګه وګورو؛ خو خدای شته، چې د همدې فکټرونو او برخو یې دا هر څه همداسې کمرنګه او سطحي کړي دي، چې پوښتنه د کولو نه ده، مقصد دا دی، چې څېړنیز او تحقیقي ارزښتونه په خپل ځای؛ خو ولې د ازاد او سنجیده بحث لپاره زموږ همدا رسمي څیړنیز ډسکورس فعلاً کمزوری ده، ښه ده، چې پر ازادو یا عامو لیکوالو تمرکز شوی وی او یا په اینده کې وشي، په اوس وخت کې یې ښه مثال د همدې څېړنیزو بنسټونو له خوا خپرېدونکې مجلې هم کېدای شي؛ مثلاً د پېښور پوهنتون یا اکاډمۍ «پښتو» مجله، د کابل پوهنتون ورستۍ څو ګڼې «وږمه» او د علومو اکاډمۍ «کابل» مجله او «زېرۍ» جرېده یې ښه مثالونه دي، چې دا اوس وخت کې بغیر له پرلپسې چاپ او خپراوي پرته یې نور څه داسې ادبي ښیګڼې دي، چې زموږ د ادبیاتو په ترویج او معیار کې دې بهتري؟ که څه هم په دې برخه کې تر څه حده د کوټې پښتو اکاډمۍ «لیکنۍ» او څو کاله پخوا «تکتو» مجلې یې یو څه بهتره دي، همدا ډول اوس له مردانه د «ګلبڼ» او د «خال» مجله چې فعلاً بنده ده، یو معیاري اثر حتماً لري؛ چې د ادبي حلقو پام یې سنجیده خواوو ته اړولی شو.
دبستان له تېر سره په ډېرې جدي مقایسه هم نه نېسو؛ ځکه چې د هر دور خپل خپل تمایلات او مروج بحثونه او معیارونه وي؛ خو ولې د مجلو دور چې په اوس وخت کې د ډیجیټل هجوم په زد کې ده، په هارډ د چاپ ترڅنګ یې په بریښنایي هغه خپراوي او منظمې رسونې هم تمرکز وشي لکه د هندي ویب سایټ «ریخته» یا لکه د پښتو د تاند ویب پاڼې ادبي برخه، چې تر ډېره یې د تېرو لسو کلونو ادبي جریان خپر کړ.
په عام ډول دا مجله یو څو ښېګړې هم لري، اوس چې د ټولنیزو رسنیو دور دی، تخلیقي پنځونې یا تخلیقي موادو خپرولو ته په کې هغسې اړتیا نشته لکه څو کلونه پخوا چې و، اوس هر څوک او هره ورځ خپل اکونټ، ارګان او مجله یا اخبار ده، بهتري همدا ده چې پراخو متنوعو مباحثو ته لارې پرانېستل شي.
که په همدغسې سوچه ادبي او فرهنګي مسیر پاتې شي، امید دی، چې راروانې ګڼې او خدمات یې عام او د بهتره استفادې وړ وګرځي، له سوچه ادبي والي مقصد د همداسې پلیټ فارمونو غېر متنازع کول دي، موږ سیاستونه هره ورځ یا په اصطلاح هر وخت په هر ځای کې کوو؛ خو که دغسې یو څه ځایونه پر علمي حقانیت او دیانت واخلو، شاید خلکو ته یې په ادرس او خېر رسېدنه کې ونډه بهتره تمامه شي.