تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۷ مه) د امریکا پخوانۍ ډیپلوماتې لورل میلر او د نړیوال بحران ډلې پخواني شنونکي ګریم سمیت د «له امریکا وروسته افغانستان» په نوم د فارین افېرز په پوډکاسټ کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې نسبي ارامښت د واشنګټن د شل کلنې جګړې د منطق په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
دوی ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په اړه د جهادي ډلو د پراخېدو، په منځنۍ اسیا کې د بېثباتۍ او اروپا ته د افغانانو د پراخې کډوالۍ ډېرې وړاندوینې کېدې چې عملي نه شوې.
ګریم سمیت ویلي، دغه وضعیت د لوېدیځ هغه استدلال له ننګونې سره مخامخ کوي چې په افغانستان کې له وسلهوالو ډلو سره جګړه د دې لپاره اړینه وه چې پر لوېدیځو هېوادونو د بریدونو مخه ونیول شي. خو نوموړي زیاته کړې چې له القاعدې سره د طالبانو اړیکې لا هم د اندېښنې وړ دي.
لورل میلر ویلي، امریکا د دوو لسیزو په اوږدو کې په افغانستان کې پراخ بشري او مالي منابع ولګول، خو د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په چټکۍ سره د واشنګټن د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه ووت. د هغې په وینا، دا وضعیت د امریکا د ستراتیژیکو پرېکړو او له پخواني افغان حکومت څخه د دوامدار ملاتړ د اړتیا په اړه پوښتنې راپورته کوي.
هغې زیاته کړې چې امریکا کولی شول په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته پر القاعدې ډېر تمرکز وکړي او د سیاسي جوړجاړي لپاره یې هغه مهال اقدام کړی وای چې طالبان لا پیاوړي شوي نه وو.
میلر د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پر سیاست هم نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې له زدهکړو او کار څخه د هغوی دوامداره محرومول ښايي افغانستان په راتلونکې کې د ښځینه ډاکټرانو او نورو مسلکي ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
بل لور ته، ګریم سمیت ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ سلنه اقتصاد له منځه تللی، چې د بهرنیو مرستو بندېدل او د حکومت د لګښتونو کمېدل یې له مهمو عواملو څخه دي. د هغه په وینا، اقتصاد وروسته یوه محدوده وده تجربه کړې، خو هر کال له شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ زره کسان د کار بازار ته داخلېږي او د کډوالو بېرته ستنېدا پر دې بازار لا زیات فشار اچوي.
دواړو شنونکو د دوحې هوکړه تر ډېره د طالبانو په ګټه بللې او ویلي یې دي چې د پخواني افغان حکومت د سقوط چټکتیا ان د طالبانو ځینې مذاکره کوونکي هم حیران کړل. د دوی په باور، دې وضعیت وښودله چې د واک د وېش لپاره اړین پوځي توازن موجود نه و.
سمیت او میلر د امریکا له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل هم ناشوني بللي، خو د ګډو ګټو په برخو، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې، محدودې همکارۍ یې ممکنې ګڼلې دي.
د دوی په باور، د اوسني وضعیت دوام تر ټولو محتمله سناریو ده؛ یعنې طالبان به واک وساتي، خو افغانستان به لا هم له فقر او کمزوري اقتصادي وضعیت سره مخامخ وي.