Homeخبرونهاقتصادي خبرونهټاپي پروژه په افغانستان کې د ګازو د وېش او پلور پړاو...

ټاپي پروژه په افغانستان کې د ګازو د وېش او پلور پړاو ته نژدې شوې

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۷ مه) د منځنۍ اسیا انګلیسي رسنۍ (The Times of Asia) د راپور له مخې، له څو لسیزو ځنډ وروسته د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ټاپي (TAPI) ګاز نل‌لیکې پروژه په افغانستان کې د عملي کېدو او په تجارتي بڼه د ګازو د پلورلو پړاو ته نژدې شوې ده. ټاکل شوې ترکمنستان د دې پروژې له لارې لومړی هرات ولایت ته ګاز ورسوي، خو پاکستان او هند ته د نل‌لیکې د غځولو کره مهالویش لا نه دی مشخص شوی.

د اګست په ۱۰مه د ترکمن‌ګاز او افغان ګاز ترمنځ د ټاپي له لارې د ګازو د پېر او پلور یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو. په دې سند کې د ګاز بیه او د انتقال اندازه نه ده مشخصه شوې، خو د دې امکان یې زیات کړی چې افغانستان د ټاپي لومړنی مشتری شي چې په عملي توګه له دې نل‌لیکې ګاز ترلاسه کوي.

د هرات والي اسلام جار د اګست په ۲۷مه ویلي چې د ټاپي د پروژې د هرات برخې چارې به په دوو میاشتو کې بشپړې او د استفادې لپاره چمتو شي. د افغان چارواکو په وینا، د اګست تر لومړیو پورې په افغانستان کې د دې نل‌لیکې ۱۱۶ کیلومتره برخه غځول شوې ده.

د ټاپي نل‌لیکه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د ترکمنستان له ګلکینیش د ګاز له ستر میدان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې د هند تر پولې غځېږي. د دې پروژې کلنی ظرفیت ۳۳ میلیارد متر مکعبه ګاز ټاکل شوی چې له دې ډلې افغانستان ته ۵، پاکستان او هند هر یوه ته ۱۴ میلیارد متر مکعبه ګاز ځانګړي شوي دي.

د پروژې د افغانستان ۱۵۳ کیلومتره برخه، چې د ترکمنستان له پولې څخه تر هرات پورې غځېږي، په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوه. ټاکل شوې دا برخه د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي.

چارواکي وايي، په هرات کې به د ګازو د وېش لپاره لازم تاسیسات هم جوړ شي، څو ګاز صنعتي فابریکو، برېښناکوټونو او کورونو ته ورسېږي.

د شنونکو په باور، که څه هم هرات ته د ګازو انتقال به په لومړیو کې محدود وي، خو د ټاپي د پروژې جوړېدا به پانګه‌والو ته وښيي چې دا نل‌لیکه په عملي ډول فعالیت کولی شي. د افغانستان او پاکستان او همداراز د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلو اړیکو ته په پام، د ټولې ټاپي پروژې بشپړېدا لا هم له پام وړ ننګونو سره مخامخ ده.

په دې توګه، ښايي ټاپي د څلورو هېوادونو د یوې بشپړې نل‌لیکې په توګه تر فعالېدو وړاندې، لومړی د ترکمنستان–افغانستان د ګاز نل‌لیکې په بڼه هرات ته ګاز ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له افغان کیسه‌لیکوال عبدالوکیل سوله‌مل سره ادبي ناسته

تېره یکشنبه د اګست پر ۲۳ نېټه په بېلجیم کې د یو شمېر افغان فرهنګیانو  له خوا دله پیاوړي کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سولهءمل سره  فرهنګي...