تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د هرات والي نور احد اسلامجار، ویلي چې په دغه ولایت کې د تاپي (TAPI) ګاز نللیکې د جوړولو چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې شي.
نوموړي د هرات د صنایعو او کانونو خونې د اداري ودانۍ د پرانیستې پر مهال وویل، د ترکمنستان چارواکي به د پروژې له بشپړېدو وروسته دغه تاسیسات د هرات چارواکو ته وسپاري.
اسلامجار له خلکو او د هرات د صنعتي ښارګوټي له فابریکهدارانو وغوښتل چې د ګاز د نللیکې د غځولو لپاره له مخکې لازم چمتووالی ونیسي. تاپي د انرژۍ یوه سیمهییزه ستره پروژه ده چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
د دې نللیکې، چې شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، ۷۷۴ کیلومتره د افغانستان له خاورې تېرېږي. افغانستان تمه لري چې له دې پروژې څخه هر کال شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالر حق العبور یا د ترانزیټ عواید ترلاسه کړي.
په وروستیو کې طالب چارواکو ویلي و چې په هرات کې د ټاپي تر ۱۰۰ کیلومتره ډېره نللکیه غځول شوې او د روان میلادي کال تر پایه به هرات ښار ته ګاز ورسول شي.