تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۷ مه) د طالبانو د اقتصادي چارو د مرستیالۍ دفتر وايي، په بدخشان، کندوز او میدان وردګ ولایتونو کې به د شاوخوا ۲۰۸ میلیون افغانیو په لګښت درې عمومي روغتونونه جوړ شي.
د چارواکو په وینا، دا روغتونونه به د بدخشان په شغنان، د کندوز په قلعهزال او د میدان وردګ په چک ولسوالیو کې جوړ شي. د دغو پروژو هدف دا دی چې د سیمې اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو زیات او دوی ته په نژدې سیمو کې د درملنې اسانتیاوې برابرې شي.
چارواکي وايي، د دغو روغتونونو جوړول د افغانستان د روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا د پراخو هڅو یوه برخه ده، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی پکې محدود دی. د دې طرحې له مخې، تېر کال په ټول هېواد کې د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو د جوړولو پلان هم تصویب شوی و.
خو دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د نړیوالو مرستو له کمېدو سره سلګونه کلینیکونه غیرفعال شوي دي.
راپورونه وايي چې اکثره کلینیکونه د درملو او پرسونل د نشتوالي یا کموالي له کبله بند شوي دي.