تاند/شنبه د وږي ـ سنبلې ۷مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست اعلان کړی چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي له ۱۰مې به د اتو ادارو متقاعدینو ته د تقاعد د حقوقو د ورکړې بهیر پیل شي.
د اعلان له مخې، په دې پړاو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې، لوړو زدهکړو وزارت او ولایتي پوهنتونونو، کابل پولیتخنیک پوهنتون، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، کابل پوهنتون ریاست، کابل طبي پوهنتون، د مخکني نظام د دفاع وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت متقاعدان شامل دي.
یاد وزارت له متقاعدینو غوښتي چې له اړوند ویبسایټ دې د خپل نوبت نېټه ترلاسه او په هماغه نېټه دې د تقاعد حقوقو عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.
حقوقپوهان وایي، له حقوقي پلوه، د تقاعد حق د هغو کسانو قانوني امتیاز دی چې د دولت په ادارو کې یې د خدمت شرایط بشپړ کړي وي؛ نو د دې حق پر وخت نه ورکول باید د عادي اداري ځنډ په توګه ونه ګڼل شي.
حقوقپوهان ټینګار کوي چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له غیرضروري اداري خنډونو سره مخ نه شي او د هغوی حقوق باید د قانون له مخې خوندي او تضمین شي.
د حل لپاره حقوقپوهان وړاندیز کوي چې د تقاعد د حقونو د ورکړې لپاره واضح حقوقي او اداري میکانیزم، مشخص مهالوېش او د شکایتونو د ثبت او تعقیب اغېزمنه لاره رامنځته شي.
د دوی په وینا که د تقاعد د معاش په ورکړه کې ستونزه یا ځنډ رامنځته کېږي، متقاعدینو ته باید د قانوني تعقیب او اعتراض روښانه زمینه برابره وي، څو د هغوی حقونه په عادلانه او باعزته ډول تأمین شي.