زلمی شهباز
سږ کال د ګران افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه د نږدې ګردې نړۍ په پلازمېنو او لویو ښارونو کې، په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه.
نور کله به د ګران افغانسنان د خپلواکۍ ورځې یوازې او یوازې په پلازمېنه کابل او په یو څو لویو ښارونو او د هېواد په بهرنیو استازولیو یا سفارتونو کې د ننه لمانځل کېده، خو له هغې راهیسې چې افغانان مهاجرت ته اړ او په نړۍ کې خواره شوي او په تېره بیا هغوی چې له تېرو پنځو کالو راهیسې له هېواده وتلو ته اړ ایستل شوي، هر کال د نړۍ د ګڼو هېوادونو په پلازمېنو او لویو ښارونو کې راټول شوي، ملي بیروغونه یې اغوستي او د ازادۍ د پرتمینې ورځې په شمول یې د ملي بیرغ، سرتېري او ګڼو ملي مناسبتونو ورځې په خوښیوو او اتڼونو نمانځلې دي.
سږ کال هم د افغانستان د خپلواکۍ او نورې ملي ورځې د امریکا، کاناډا، اروپا او د انګلستان په شمول ګڼو هېوادونو کې ونمانځل شوې او دا لړۍ لا پسې روانه ده.
دا به مبالغه نه وي که ووایوو چې دې نمانځنو په بهر کې (نړیوال مناسبت) خپل کړی دی؛ په دې مانا د دغو مراسمو لپاره د هرې کوربه پلازمېنې او هر کوربه ښار چارواکیو په رسمي توګه د افغانانو د غونډو لپاره ځای غوره کړی او د خوندینابه لپاره یې ټول تدابیر نیولي دي.
د خپلواکۍ او نورو ملي ورځو غونډو ته نه یوازې افغان مشرانو، پوهانو، سیاسیونو او ملي شخصیتونو علمي او تاریخي ویناوې کړې دي، بلکې د کوربه هېوادونو چارواکیو او پوهانو او نړیوالو اکاډیمیکو شخصیتونو هم د افغانانو د تاریخي ویاړنو او پتمن او غني فرهنګ او کلتور درناوی او ستاینې کړې دي. د بېلګې په توګه یوه اکاډیمیکه بهرنۍ مېرمن يوې سترې نړیوتلې علمي غونډې ته په وینا کې وايي: «د امان الله خان د واکمنۍ په وخت کې افغان ښځې د زده کړو، تعلیم او رایه اچولو او له ټولو بشري حقوقونو برخمنې وې؛ هغه وخت نه په امریکا کې ښځو دا ازادي لرله او نه هم په اروپا او آسیا کې!»
دا دی د افغانانو تاریخ او دا دی د افغانان پتمن کلتور چې په نړیواله کچه یې بېلګې یادېږي.
په دغو مراسمو او مناسبتي نړیوالو غونډو کې نه یوازې افغانان په یوه غولي راټولېږي او د ملي یوالي او خپلو ویاړنو نمانځنه کوي، بلکې نړیوالو ته د خپل اصیل فرهنګ، اصیل تاریخ، مېلمه پالنې او اصیلو ویاړنو څرګندونه هم کوي؛
له نېکه مرغه افغانانو نورې هغه تورې تیارې څېرې کړې دي چې په کې به د افغانسنان پرضد ناوړه تبلیغات کېدل او افغانان به د ترهګرو او د بهرنیانو ضد وګړي معرفي کېدل، اوس نه شورويان او نه هم روسان او نه هم د پاکستان په شمول نور دښمنان کولای شي چې افغانستان د جګړو ځای او افغانان ترهګر معرفي کړي او یا هم په نړیوالو ستېژونو د افغانستان کاذبه استازولي وکړي!
افغانان په خپل ټول علمي او ملي زور د دښمن دا دسیسې ماتې کړې دي او اوس د افغانانو اصلي څېرې ځلېږي او د امریکا او اروپایي ټولنې پارلمانونو او نړیوالو بشري کمېسیونو په رسمي غونډو کې د افغانستان د اصلي وضعیت څرګنونه او د ملت استازولي کولای شي.
د ملي مناسبتونو په پار د دې نړیوالو غونډو بله ځانګړنه دا هم ده چې د افغانانو د ملي وحدت د څرګندېدا تر څنګ د ښځو په شمول د ټولو انساني ارزښتونو د درناوي څرګندونې هم کېږي؛
دا منو چې له بده مرغه په هېواد کې د ښځو پر مخ د زده کړو، کار او د وګړو پر مخ د ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو دروازې بندې کړل شوې دي، خو په دې مناسبتي نړیوالو غونډو کې د افغان مېرمنو او ټولو شخصیتونو پراخه ونډه او دریځ ډېر لوړ او د ستاینې وړ دی.
واي: «که کور وسوځېد، خو دېوالونه یې پاخه شول.» په دې مانا که افغانان وطن پرېښودو ته اړ او یا جلا وطنه کړل شول او دغه راز د حاکمې ډلې له خوا د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او نورو ټولو ولسواکو او ټولنیزو فعالیتونو دروازې بندې کړل شوې دي، خو بهر مېشتو افغانانو د علم، تخنیک، اقتصاد، سیاست او ګڼو نورو علمي او اکاډیمیکو نړیوالو بنسټونو او پوهنتونو علمي سندونه تر لاسه کړي او د محکومو افغانانو غږ یې پورته کړی دی، دا لړۍ ښه پر مخ روانه ده!
تمه ده چې په بېلابېلو برخو کې به نور او ګڼ نور افغانان هم د نړۍ له معتبرو بنسټونو د ماسټرۍ او دوکتور علمي او اکاډیمیک سندونه تر لاسه او په ښه موقع کې به هېواد ته ډک لاسونه ستانه شي. همدا افغانان هم د حکومت او هم د رهبرۍ وړتیاوې لري او کولای شي چې په هېواد کې له پاتې کادرونو ملي شخصیتونو سره په ګډه د هېواد سیاسي او اداري چارو ته اوږه ورکړي او له هر راز ګوندي او اډيالوژيکو ناندریو پرته، ملي او ولسواک حکومت جوړ او ولس پر ځان راټول کړي.
تېره ورځ د هغو افغان مېرمنو اوږد نوملړ خپور شو چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې د سترو سیاسي، حقوقي، ټولنیزو او علمي او فرهنګي ډګرونو په چارو کې لوی لوی مسوولیتونه پر اوږو اخیستي دي!
تل به دا تیارې پر افغانستان خورې نه وي، بلکې ډېر زر به افغانان په ملي یووالي سره یو ځای شي او په کور د ننه کادرونه به د بهر مېشتو کادرونو په تشکیل او جوړښت کې خپلواک او د ملي فرهنګ پر بنسټ ولسواک حکومت رامنځته او خپل اصيل خپلواک سیاست به غوره کړي.
په هر حال د ګران افغانستان د خپلواکۍ ورځ دې مبارک شي.
خپلواکي تر پاچاهیه لا تېری کا
چې د بل تر امر لانې شي، زندان شي!
ژوندی دې افغانستان او ژوندی دې وي افغان ولس!