تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې۱۲ مه) ټاکل شوې چې د اروپايي پارلمان د بشري حقونو فرعي کمېټه د پنجشنبې په خپله غونډه کې د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه د افغان پناهغوښتونکو او کډوالو د ایستلو موضوع وڅېړي.
دا غونډه په داسې مهال جوړېږي چې د طالبانو درې کسیز پلاوی جرمني ته تللی دی. ویل کېږي چې د دغه پلاوي د سفر هدف د جرمني له حکومت سره د افغان وګړو د ایستلو په اړه خبرې دي اروپابان په تېره بیا د جرمني چارواکي غواړي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي.
د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د پناهغوښتونکو هر ډول ستنول به ښځې، نجونې او نور زیانګالي کسان له بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ کړي.
ملګرو ملتونو هم له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغان وګړو د ایستلو بهیر سمدستي ودروي، ځکه ستانه کېدونکي کسان له بېلابېلو ګواښونو، په ځانګړي ډول له غچ اخیستنې او تعقیب، سره مخ کېدای شي.
جرمني تېره اوونۍ ۳۰ افغانان په یوه ځانګړې الوتنه کې له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته ستانه کړل.