تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۲ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان په تېر یوه کال کې بهرنیو وګړو ته ۲۰۳،۶۹۳ ویزې ورکړې دي.
مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته د افغانستان د بهرني سیاست او ډیپلوماتیکو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
د حکومت د وېبپاڼې د راپور له مخې، نوموړي وویل چې افغانستان د «متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست» په چوکاټ کې له ګاونډیو هېوادونو او مهمو سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې د پام وړ پراخې کړې دي.
هغه وویل، په تېر کال کې د افغانستان د بهرني سیاست له مهمو پرمختګونو څخه له کویټ سره د ډیپلوماتیکو او قونسلي اړیکو جوړول، له پاکستان سره د سفیرانو تر کچې د ډیپلوماتیکو اړیکو لوړول او د «مسکو فورم» رسمي غړیتوب وو.
مجاهد زیاته کړه چې روسیه د تېر کال په جولای کې لومړنی هېواد شو چې د افغانستان اوسنی حکومت یې په رسمیت وپېژاند.
د قونسلي چارو په اړه نوموړي وویل، په تېر یوه کال کې بهرنیو وګړو ته ۲۰۳،۶۹۳ ویزې ورکړل شوې، په داسې حال کې چې له هېواده بهر مېشتو افغانانو ته ۳۱۳،۷۹۶ پاسپورټونه صادر شوي دي.
د هغه په وینا، په همدې موده کې ۶۴،۵۴۱ د تګ راتګ جوازونه هم صادر شوي او له هېواده بهر د افغانستان په ۲۸ ډیپلوماتیکو او قونسلي استازولیو کې د پاسپورټ خدمتونه فعال پاتې شوي دي.
مجاهد وویل چې د افغانستان د بېلابېلو دولتي ادارو لوړپوړو چارواکو هم په تېر کال کې د سیاسي اړیکو او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره سیمهییزو او نورو هېوادونو ته ۹۳ سفرونه کړي دي.
خو له دې سره سره له روسیې پرته د نړۍ بل هیڅ هیواد تراوسه پورې حاضر شوی نه دی چې د افغانستان اوسنی دولت په رسمیت وپېژني. تقریباً د ټولو لپاره د افغانستان د دولت د رسمیت پېژندلو لومړنی شرط د نجونو د زده کړو د مخنیوي پای ته رسول او ښځو ته په ټولنه کې د فعالیت اجازه ورکول بلل کېږي.