چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+(د ادبیاتو دنیا)، زما برداشتونه او وړاندیزونه| ودود همت

(د ادبیاتو دنیا)، زما برداشتونه او وړاندیزونه| ودود همت

کابو یوه میاشت مخکي مي د ادبیاتو دنیا ښکلی له ادبي، فرهنګي او تاریخي موضوعاتو نه ډک مغتنم کتاب له کابل نه راوغوښت، لوستلو ته مې له هماغه لومړي وار چاپ نه تنده او تلوسه زیاته وه؛ خو کله چې يې ما د ترلاسه کولو هڅه پیل کړه، لومړی چاپ يې د هیواد په کتاب پلورنځیو کې تمام سوی و، دا انتظار مي کلونو ته پسې اوږد سو چې له نېکه مرغه د دویم ځل چاپ سره مي یاد مراد حاصل سو، اوس  وخت ته په کتو (د ادبیاتو په دنیا کې) په مینه؛ مینه فکري قدمونه وهم، نو؛ په دې خاطر مي وغوښتل چې د یاد ګټور اثر په باب خپل ځيني نیمګړي تلقینونه له تاسو قدرمنو دوستانو سره شریک کړم:
د دې کتاب لومړی او مهمه ځانګړه دا ده چې زموږ د هیواد د ادب، فرهنګ او ژورنالیزم دوو ډېرو لویو اوڅارو پوهانو (استاد نجیب منلي او استاد اسدالله غضنفر) د خپلو مفصلو او مشرحو راډیويي مرکو غنیمت خواږه پرې لورولي دي، او دې هر اړخیزو ادبي بحثونو ته يې ډېره مهمه او غني محتوا وربخښلې ده، لکه چې علم او معرفت تل له پوښتني را پیل کېږي دوی هم خپل موخیز موضوعات د کره پوښتنو او مشرحو ځوابونو په چوکاټ کې سره شنلي او څېړلي دي، بله غوره ځانګړنه يې د موضوعاتو او سوژو تنوع او رنګارنګي ده، دا سمه ده چې عمومي چوکاټ يې ادبي دی اما تر دې ټولیز چتر لاندي لا نور هم مختلف ټولنیز_ ادبي مطالب څېړل سوي او واضح سوي دي، د پوهي او روښنايي د خپرولو لپاره ګڼي لاري چاري شته چې یوه لاره يې د مسایلو په باب د پوهانو ترمنځ سوال او ځواب، مناقشه او مکاتبه ده، چې دا چاره کولای سي د ناشنلو موضوعاتو په برخه کې د وضاحت او معرفت ډېوي لاهم روښانه ولګوي.
تر کومه بریده چې زه د استاد غضنفر د راډیويي خپرونو اوریدونکی پاته سوی یم، نو دا دنیا (دادبیاتودنیا) لابشپړه نه بولم، ځکه استاد له نورو اړوندو پوهانو او ادیبانو سره هم مختلف موضوعات څېړلي او شنلي دي، بناً زما وړاندیز په دې هکله ښاغلي استاد غضنفر ته دا دی چې که ممکنه وي د دې مرکو پاته برخي هم د همدې لړۍ د دوام په توګه د یو بل ټوک په لړ کې له غږ نه متن ته واړوي.
بل وړاندیز مي دادی چې؛ وخت، امکاناتو او شرایطو ته په پام، د یو لیکني مکاتبې په اډانه کې دوی دواړه استادان (استاد غضنفر او استاد منلی) مهرباني وکړي او د پوهاند سید بهاءالدین مجروح پر ارواهپوهنیزو، څیړنیزو او تخلیقي آثارو یو څيړنیز بحث راپیل کړي او د یو نوي او مهم ارواشننیز اثر په توګه يې قدرمنو هیوادوالو ته ډالۍ کړي دابه ډېر مهم، ګټوراو نوښتیز پیل وي.
د ادبیاتو دنیا دي زمونږ د فکرونوپه دنیاکې همداسي متبلوره ډېوه وي، د قدرمنو استادانو (استاد منلي او استاد غضنفر) معنوي هستوني او لوریني دي لا نوري هم پر مونږ را پېرزو وي.
په دعا اودرناوي
همت عمرزوی
هرات، افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...