چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهټرمپ وايي، د امریکا له ملاتړو افغانانو سره د پناه په برخه...

ټرمپ وايي، د امریکا له ملاتړو افغانانو سره د پناه په برخه کې مرسته کوي

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۸ مه) د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د امریکا چارواکي به هغو افغان متحدانو ته د پناه غوښتنې په برخه کې د مرستې لارې پیدا کړي، چې غواړي په امریکا کې پناه واخلي، خو ده دا هم وویل چې ښایي د هغو کسانو په ډله کې چې په دې مهاجرتي پروګرامونو کې شامل دي، ځینې نور هدفونه هم ولري.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته، چې د افغان کډوالو په اړه ترې پوښتنه وشوه، وویل:
«موږ ښه خلک پېژنو، او موږ هغه کسان هم پېژنو چې ښایي ښه نه وي. موږ به د هغو کسانو خیال وساتو، چې زموږ لپاره یې کار کړی.»

ټرمپ د کډوالو لپاره د نوو مرستو یا تصفیې (vetting) پروګرامونو جزئیات ور نه کړل، خو دا یې اټکل وکړ چې د هغه اداره به د دایمي استوګنې غوښتونکو شاوخوا ۹۰ سلنه کسانو سره مرسته وکړي.

نوموړي یو ځل بیا د جو بایډن د ادارې له خوا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو انتقاد وکړ، او هغه یې «د هېواد په تاریخ کې یوه ډېره شرموونکو پېښه» وبلله..

د مې میاشتې په لړ کې، د بهرنیو چارو وزارت چارواکو اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د بیا میشتېدو د همغږۍ دفتر (Coordinator for Afghan Relocation Efforts) به بند کړي. دا دفتر د هغو افغانانو لپاره چې د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) یا نورو مرستندویه پروګرامونو مستحق ګڼل کېږي، د پلان او لوژستیک چارو مسؤول و.

سږ دوبی، سپینې ماڼۍ د Operation Enduring Welcome پروګرام هم پای ته ورساوه، چې موخه ‌یې د هغو افغان وګړو انتقال او میشتول وو، چې له امریکايي ځواکونو سره‌ یې په جګړه کې مرسته کړې وه او ژوند ‌یې له ګواښ سره مخامخ و.

همدارنګه، د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم هم د لنډمهاله محافظتي وضعیت (TPS) پای ته رسول اعلان کړ، ویې ویل چې د افغانستان امنیت ښه شوی او د بېرته ستنېدونکو لپاره خطر نه شته.
د دوبي په پیل کې، شاوخوا ۹،۰۰۰ افغان اتباع چې له امریکايي ځواکونو سره‌ یې کار کړی و، د TPS پروګرام برخه وو.

د جولای په ۲۳مه، د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په یوه اورېدنه کې، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیالې الیسن هوکر وویل:
“موږ له خپلو افغان همکارانو سره ژوره خواخوږي لرو” او دا یې هم زیاته کړه چې چارواکي د کډوالۍ پروګرامونو د اصلاح او ښه‌والي لارې لټوي.

خو د کمیټې یوې غړې، جولي جانسن (د ټکساس ایالت استازې)، وویل چې د بهرنیو چارو وزارت وروستي ګامونه د یادې ژمنې خلاف دي.

هغې زیاته کړه:
“لسګونه زره افغانان چې زموږ له ځواکونو سره‌ یې د شل کلن جنګ پر مهال کار کړی، هغوی ته د امریکا تابعیت ته د رسېدو وعده شوې وه او بشپړ تصفیه شوي وو، خو اوس له ستونزو سره مخامخ دي او انتظار باسي. هغوی د دې لپاره د غچ له خطر سره مخ دي چې د امریکا پر ژمنو یې باور کړی و.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...