Home+پښتو دا د سر درو ژبه | جنید شریف

پښتو دا د سر درو ژبه | جنید شریف

څوک وایی لرغونې ده چا ته لا وړه ښکاري

ما ته خو خوږه ښکاري دا د پښتنو ژبه

دا مې د نیکه ژبه دا مې د انا ژبه

دا مې د شیدو  ژبه دا مې د زانګو ژبه

 دا د کټواز ژبه دا ارغنداب ژبه

دا د باجوړ ژبه دا د یوسفزو ژبه

دا مې د داستان ژبه دا مې د نارو ژبه

دا مې د منګو ژبه دا مې د مصرو ژبه

دا مې د قلم ژبه دا مې د چلم ژبه

دا مې د آدم ژبه دا مې د درخو ژبه

ته پوه شه دربار پوه شه لوله فرمانونه دې

زما ده د بزګر ژبه زما ده د شپنو ژبه

ناڅې ملنګ جان په کې ژاړي مامد نور په کې

زانګې بهایی جان په کې دا مې د حجرو ژبه

زرکې مې پښتو وایې کاڼې مې پښتو وایي

تورې مې پښتو وایي دا د میړنو ژبه

درومي په سیندونو کې نغاړي چنارونو کې

غورځي په ډولونو کې دا د سردرو ژبه

باندې جهان ارت دی مه یې تنګوه په ځان

نظم په پښتو وایه واوره د پردو ژبه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...