پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبکره کتنهد پوهنوال فضل ولي ناګارد کتاب (د بیان علم) د لوستلو یو...

د پوهنوال فضل ولي ناګارد کتاب (د بیان علم) د لوستلو یو تاثر

یونس تنویر

  انځورونه تل د شاعرۍ ماهیت ښکلی کوي. دغه ښکلي کونه یو خیالي رابطه په خپلو منځونو کې لري. کوم شی چې مطلق ښکلي کونه وي. دا خیال دي. او کوم شی چې د یوې رابطې له مخې، ښکلی شوی وي. دا انځور دی. مثلاً  که ووایو چې: د غمیوشغلې راغلې. دا یو ډول مطلق حسن بیانوي. هېڅ رابطه یې نه ده ښودلې. دا خیال دی. او که ووایو چې: د غمیو غوندې شغلې راغلې. دا انځور دی. د دواړو تر منځ د رابطې وسیله شته. یانې  په مطلق ډول یې د حسن فتوا، نه ده صادره کړې. دغه مطلقه ادعا استعاره ده او غیرمطلقه ادعا تشبیه ده.  دغه  دواړه د بیان د علم توکي دي. د بیان علم د شاعرۍ، تر ټولو لوی جوهردي. خو دغه زده کړه د لیکلو په وخت د پام وړ، نه ده. خو د تیوری په لحاظ  د نقد، تر  ټولو ښه وسیله ده. خو زموږ معاصرې ادبپوهنې، لا ددې شي د توپېرولولو، په ښودلو کې، ناکامه ده. لا اوس هم انځور ته خیال او خیال ته انځور وایي. موږ  ددغو دوو  توکو په لوړولو او ټيټولو په باب خبره، نه کوو. بلکې په توپيرونه او بېلونه یې بحث کوو. کنه په دواړو پورتنیو جملو کې ابلاغ  شته. استاد  ناګار  وایي چې (( یوه وینا د ابلاغ تر حده رسول د بیان علم موضوع ده.))(۱) د بیان علم [ادبي فنون] پوهنوال فضل ولي ناګار.ختیځ خپروندویه ټولنه، ننګرهار ۱۳۹۵.(*)

    د کلمو په ترادف کې ممکن، تر ډېره بریده توپيرونه، نه وي. موږ په عامه ژبه کې ښکلي ته ښایسته هم وایو. خیرن ته چټل هم وایو. خو که د ژبپوهنې له مخې غټ ته جګ ووایو؛ نو ناسم  ترادف دی. که پلن ته، اوږد  ووایو؛ نو نامناسبه خبره ده. زمونږ مترادفه خبره هغه لومړنی ترادف دی  چې ښکلی او ښایسته پکې تر ډېره په یوه مانا دي. د شاعرۍ مترادیف انځور هم د همدې ډول تناسب درلودنکی دي. یانې دوه  شيان  چې په  یوه  مناسبت  راوستل شي مترادیف انځور دی. دغه کړنه د بیان په علم کې د زده کړې وړ دي. د یوشاعرۍ د فطری کیددو تمایل په فطري کښنه کې وي. او فطري کښنه د بیان د علم په زده کړه کې ده. موږ دا خبره ډېره کوو چې بلاغي علوم باید د لیکلو په وخت کې هېر شي. خو دغه هېريدنه داسې، نه ده چې باید بیخي دې هېره شي. داشی د لیکلو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي. خو دغه نیول  باید  ډېر باریک وي. داسې نیول همنه دي چې کټ – مټ دې کالب شي. او داسې هیرول هم نه دي چې په ویړه ځمکه د کالب د جوړښت خیال وکړو. د استاد ناګار په قول: ((په اصل کې د بیان د علم موضوع د خیال د بیلابیلو شکلونو بحث دي. چې یوه نا څرګنده مانا د د محسوساتو تر پولې رسول دي.)) (* ۱) دا انځور هم د خیال یوه برخه ده که چېرې یې تر منځ خیالي رابطه، نه وي نو ښه اشاعرانه انځور به هم نه وي. خو دغه خیالي انځور مطلق خیال نه دي. اوس که بیا هم شاعرانه انځور ته خیال  او خیال ته انځور وایو نو تیروتنه به وي.

زموږ نوې ادب پوهنې خو حتا د خیال په په تعریف کې د دومره مبالغه کړې ده چې یا خو یې بیخي یو اسماني وحې ګڼلې ده او یا خو یې بیخي تصویر کیدو ته، ورته ښودلې ده.

 د بیان علم؛مانا  په  بېلابیلو لارو بول، هم در ښکاره کوي. بیان علم د مجازي ماناو د زدکړې تر ټولو لوی مرکز دي. نو که دغه علم د زده کړې هوډ لري د پوهنوال فضل ولي ناګار نوی کتاب( د بیان علم) واخلئ او د شاعري ارزونه به،  په ښه توګه کولای شئ.

نو که اوس کومه شاعري خیال و، نه لري؛ نو ښه شاعري به، نه وي. او که کومه شاعري بیخي تصویري، نه وي.  ښه شاعري به نه وي. او که کومه شاعري، مانا فرواني و، نه لري. ښه شاعري به، نه وي. او که دغو ټولو ته یې فطري انځور ګري، نه وې ورکړې؛ ښه شاعري به، نه وي. او که شاعرانه انداز یې غښتلی نه وي؛  نو ښه شاعري به،نه وي. شاعري یوازې د ماهیت جوړښت هم نه وي. او شاعري یوازې د شکل جوړښت هم نه وي؛ بلکې  که دغه دواړه، نه ويسره مخلوط شوي؛ نو ښه شاعري به، نه وي. او ددې شي زده کړه د بیان د علم  یوه برخه ده. او بیان د ماناو د ښودلو او انځورولو یوه ښه او بریالۍ وسیله ده. کومه شاعري چې ځواکمنه وښکاريده. تا سې یې بیا مطالعه کړئ. تر څو د بیان په لطافت مو وپوهوي. او دغه لطافت به د بیان د علم توکي وي.

په دې وروستیو کې پوهنوال فضل ولي ناګار د بیان علم په نامه یو کتاب لیکلی دي. د ماسترۍ د د ثبت نام لپاره تللی وم. استاد ناګار دغه کتاب هم را ته په خپل قلم ډالۍ کړ. او ومې لوستلو د بیان په علم او ارزښت یې وپوهولم. که تاسو غواړی چې دغه علم زده کړئ ؛ نو ددې کتاب له لوستولومخ مه اړوئ. دا کتاب به د شاعرۍ اړینه او ضروري خوا در  زده کړي. دا کتاب ولولئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب