سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبکره کتنهدَ شاهين بونېری نثر پارې/ مشتاق مجروح یوسفزی

دَ شاهين بونېری نثر پارې/ مشتاق مجروح یوسفزی

دَ نثر هر کتاب چې مارکيټ ته راشی نو ورته خوشحاله شم ځکه چې زمونږ ټولو ليکونکو غزلو ته کار وئيـلــے دے اؤ نثر له غاړه نه ورکوی شايد ځکه چې دَ نظم په مقابله کښې نثر ليکل ګران کار دے۔ خو هغه پښتنو متل کړے دے چې ’’ځنګل له زمرو نه خالی کېږی‘‘ کله کله په کښې څوک دَ نثر کتاب هم چاپ کړی اؤ زما تنده ماته کړی۔

اوس اوس زمونږ دَ يؤ زلمی ليکونکی شاهين بونېری صاحب کتاب ’’دېوال سره خبرې‘‘ مارکيټ ته رارسېدلے دے۔ دا کتاب نثر دے خو څه دی؟ افسانی دی؟ کالمونه دی؟ تکلونه دی؟ دا فېصله ئې تر اوسه چا نه ده کړی۔ ما دا کتاب ولُستو۔ دَ پېغام په حواله خو يؤ داسې کتاب دے چې دَ دې وخت دَ ضرورت عېن مطابق دے۔ ليکونکی ورته خپله هم ’’دېوال سره خبرې‘‘ نامه شايد له دې وجې ورکړې ده چې هغه خپله هم په دې کښې ټکڼے دے چې دا ما ليکلی دی دا څه دی اؤ کومه نامه ورله ورکړم؟ لُستونکو ته به ياد وی داسې قسم نثری ليکونه ګل باچا الفت مرحوم ډېر کړی دی۔

ښاغلی رحمٰن بونېری ورته مرغلرې وئيلی دی خو زما دَ دې سره اتفاق نشته بلکې زه ورته ’’نثر پارې‘‘ وايم ځکه چې دَ ادب څومره اصناف مونږ سره موجود دی، دا دَ هغې يؤ صنف په هېئت کښې هم نه دی ليکلی شوی۔ دَ شاهين بونېری دا نثر پارې دَ علم نه ډکې دی اؤ دَ خپلې خاورې اؤ وطن سره دَ مينې اؤ عقيدت دَ جذبو نه ډکې دی۔ د ليکونکی دَ ليک انداز دومره شګفته اؤ خوندور دے چې بنده مجبوروی چې وه ئې ګوری۔ دَ دې نه علاوه بله وجه ئې دا هم ده چې دا نثر پارې دَ اختصار ډېرې بهترين نمونې دی۔ نن وخت کښې چې هر سړے په خپلو خولو کښې ډوب دے اؤ دَ لوړې نه په دؤ دے هم داسې مختصر ې خو جامع نثر پارې ليکل پکار دی۔

شاهين بونیری شايد چې هم دَ دې احساس تر مخه داسې کړی دی۔ لکه چې هر چا ته معلومه ده چې زمونږ په پښتونخوا دَ يوې اوږدې مودې نه دَ دهشت ګردۍ اؤ تشدد پسندۍ يوه لړۍ راخوره کړې شوې ده چې مونږ پښتنو ته په کښې هر قسمه زيان رسېدلے دے اؤ لا رسېږی۔ دَ شاهين بونېری صاحب دا نثر پارې زياتره هم دَ دغو حالاتو پېداوار دے خو چونکې ليکونکے يؤ ځيرک اديب اؤ شاعر دے ځکه نو تش دَ دغو الميو خبرې يا قيصې ئې نه دی کړی بلکې دَ غې په شا چې کوم خلق دی هغوی ئې هم په ګوته کړی دی اؤ د پښتنو د جهالت وير ئې هم کړے دے۔ شاهين صاحب ځينې خبرې ډېرې بې کچه مختصرې کړی دی خو بيا هم په تول پوره دی اؤ چې څه هغه وئيل غواړی په هغې کښې کامياب شوے دے۔

دَ دوی دَ نثر پارو دَ لوستو نه پس ما ته دا معلومه شوه چې ښاغلے دَ غنی خان نه متاثره دے۔ دَ کتاب دَ ټائټل دپاره چې دَ رفعت خټک هر څومره شکريه ادا شی نو کمه به وی۔ البته دَ دې کتاب دَ پروف کار دوو ښاغليو کړے دے اؤ هغوی په خپل دغه کار کښې دومره کامياب شوی دی څومره چې جنرل راحيل شريف په اپرېشن ضرب عضب کښې کامياب شوے دے۔

که املائی غلطيو ذکر دلته شروع کړم نو ډېر وخت به واخلی۔ دَ شاهين بونېری په ليک کښې چې ما څه محسوس کړی نو هغه دَ افغانستان د عالمانو له خوا دَ Fabricated لفظونو استعمال دے۔ هغوی دا ټکی جوړ کړی دی اؤ دَ هغې صحيح ليکل هم کولے شی لکه دَ مثال په توګه به يؤ ټکـــے واخلو چې دا هم Fabricated دے خو هغوی ئې (دريځ) ليکی اؤ په دې کتاب کښې هر ځائې دا لفظ (دريز) ليکلے شوے دے چې صحيح نه دے۔ دغسې يؤ بل لفظ (مهم) دے چې دَ افغانستان خلق ئې دَ اهم په معنٰی اخلی خو مونږ سره دلته پښتونخوا کښې (مهم) Adventure ته وئيلــے شی۔ دَ دې کتاب دَ ټائټل په شا دَ رابطې دپاره ليکلی شوی دی چې (سينټر فار فيس اېنډ کلچرل سټډيز پېښور) دَ دې په ليدو ډېر زيات حېران شوم چې دَ دوو پروف ريډرانو نه دا غلطی څنګه پاتې شوې ده۔

څومره پورې چې دَ کتاب دَ نوم خبره ده نو دا دَ ليکونکی خپله خوښه ده چې څه نامه ورله ږدی خو هسې زما په ناقص خيال که دا نامه ’’دېوالونو سره خبرې‘‘ وے نو ښه به وه ځکه چې دَ شاهين بونېری لوستونکی هم دېوالونه دی ځکه چې هم کاڼه دی، هم ګونګی دی، هم ړانده دی۔ په دې کتاب کښې څو غلطۍ دَ ښاغلی شاهين صاحب نه هم شوی دی اؤ بيا پروف ريډرانو هم پرېښی دی لکه دَ قلندر مومند صاحب دا شعر په صفحه ۱۵۸ په دې شکل کښې راغلے دے: خدائے خبر چې دَ جهان ښکلی به څه کړی؟ قلندر مومنـــد که بې وخــــته وفــــات شی حالانکې دا شعر داسې دے: دَ جهان ښــکلـی به څه کــړی نه پوهېږم قلندر مومنـــد که بې وخــــته وفــــات شی

په دې کتاب کښې يؤ ځائې شاهين صاحب Turning point انګرېزی لفظ استعمال کړے دے خو هغې ته پښتو کښې ټرنېنګ پوائنټ ليکلی شوی دی چې لويه غلطی ده۔ په پښتو کښې چې چرته هم دَ (ږ) نه وړاندې يـې راځی نو هغه مخصوصه وی خو په دې کتاب کښې چرته په مخصوصه يـې اؤ چرته په معروفه يـې ليکلے شوے دے۔ يؤ لفظ (معنا) مې په کښې ډېر په نظر راغے۔ دا دَ عربۍ ټکے دے اؤ (معنٰی) ئې ليکل پکار دی ځکه چې دَ باړه ګلۍ فېصلو کښې دَ دې فېصله شوې ده۔

دَ لوستونکيو دپاره په دې کتاب کښې ډېر علم موجود دے اؤ دَ شاهين صاحب ليک دا تاثير لری چې څوک ئې يؤ ځل شروع کړی نو بيا به ئې تر اخره ضرور ګوری۔ دَ کتاب چې څومره ټائټل ښائسته دے دومره کتاب هم په ښه کاغذ چاپ شوے اؤ بې ګراوڼد کښې په هره پاڼه ټائټل هم چاپ شوے دے چې دَ دې کتاب ښائست اؤ رونق ئې يؤ په دوه کړے دے۔ خدائې دې وکړی چې پښتانه دا کتاب واخلی اؤ وې ګوری۔

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

څرپا/ اجمل پسرلی

غوا || اجمل پسرلی

جګړه/ هیله پسرلی