شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعراستاد ناشناس ته / خان زمان کاکړ

استاد ناشناس ته / خان زمان کاکړ

(د يو دروغجن خبر يو ريښتينی تاثر)

ستا له مرګه وروسته هم به ستا د مرګ خبر دروغ وي
ته له مرګه وروسته هم به لړځوې د خلکو زړونه
دا ته څومره زورور يې، دا په تا کې څه کمال دی
چې د خولې په خوځولو، خوځوې د وطن غرونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مرګ خوشال خټک وژلی؟ مرګ رحمان بابا ورک کړی؟
مرګ به ستا په مخ کې څه وي؟ تا د مرګ تاريخ لوستلی؟
مرګ د ژوند په مخ کې هيڅ دی، مرګ هنر ته تل عاجزه
مرګ د مَړو پر لور درومي، مرګ پر مَړو وي ښاغلی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تا په خپلو سترګو وليد د سندرو د خون دور
د بوډا بودا په ډول مناجات سنګسارېدلو
ته په شان د کندهار وې پر دښمن باندې برلاسی
ستا اواز به په سقوط کې هم اسمان ته رسېدلو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هر څه پرېوتل، نسکور شول خو يو ستا اواز باقي و
تا ثابت کړل چې د مينې او ښکلا مرګونه ګران وي
تا و خلکو ته ورياد کړل “څو چې دا مځکه اسمان وي”
څو چې پاته دا “افغان” وي، “تل به دا افغانستان وي”
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ته فطرت غوندې د خپل قانون تابع يې اوسېدلی
ته ټيټ شوی کله نه يې د چا خوښې او مرضۍ ته
ته په زړه د اسياء کې د يو داسې جنګ اتل يې
چې يو لوی جهان دې زېرکړ د پښتو و موسيقۍ ته
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا فطرت د خپلې خاورې، زور دې هر چا دی منلی
دا ته څنګه ناشناس يې چې و هر چاته عيان يې؟
ته دويم نوم د وطن يې، وطن ستا په نوم يادېږي
ته صديق يې، روهي ګل يې، ته بېخي افغانستان يې

______________________

۷م اکتوبر ۲۰۱۶

3 COMMENTS

  1. گران او هڅاند کاکړه بلادې پر هر پنجابي شه
    د ناشناس په شعر دې رازباده کړه چې د ليکنو تر څنگ دې په پېيلې انځورگرۍ کې هم تر گردو ميدان وړی دی ! بريمن او مخسوری اوسې! ستا زيار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب