پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+یوه متفاوته او خوندوره ژباړه| منصور لېوال

یوه متفاوته او خوندوره ژباړه| منصور لېوال

نن سبا په پښتو ژبه کې د ژباړې بازار ښه شوی دی، د هرې برخې مختلف اثار راژباړل کېږي او د لوستونکو تر لاسونو رسېږي. په ځانګړې ډول د ژیړې ارواپوهنې ګڼ شمېر اثار چې نومونه یې وي: تا وګټله! ـ څنګه بریالي شو ـ د بریا رازونه ـ خبرې وکړه چې ګټونکی شې ـ بریا او هدف ته درسېدو لنډې لارې او داسې نور… له بده مرغه دا ډول اثار اکثریت له تشو او هوایي خبرو مالامال وي، له داسې خبرو چې په عملي ژوند کې ترې استفاده چندان ممکنه نه وي.
ځینو کمزورو ژباړونکو او دا ډول بې کیفیته او بې ګټې اثارو زموږ د لوستونکو باور په ژباړه کم کړی دی او د دا ډول اثارو لوست ورته د وخت ضایع ښکاري. یو چا لیکلي وو: ” زه هغه کتاب هیڅکله نه لولم چې پر پښتۍ یې لیکل شوي وي: د نړۍ تر ټولو زیات پلورل شوی کتاب!”
اصلاً زه خپله هم ځینو ضعیفو ژباړونکو او د ژېړې ارواپوهنې بې خونده کتابونو د دغې برخې په ژباړنو او اثارو بدګومانه کړی یم او په اسانه یې لوستلو ته زړه نه ښه کوم. خو د دې کتابونو په منځ کې یو نیم کتاب داسې هم وي چې واقعاً په لوستلو ارزي او ژباړن یې په ژباړه کې نهایت خواري کړې وي. له ډېرې مودې وروسته د دغې برخې په یو داسې کتاب پېښ شوم چې هم ګټوري او داسې خبرې لري چې په عملي ژوند کې استفاده ترې ممکنه ده او هم یې په ژباړه پوره ـ پوره خواري شوې ده.
منصور لېوال

د دغه کتاب نوم “د مخکښو څېرو د بري راز” دی. لیکوال یې “ایة الله جعفر سبحاني” ده او ژباړه یې استاد اسماعیل لاروي کړې ده.

د کتاب نوم ته په کتو مې لومړی ګومان وکړ چې دا اثر هم ممکن د دغې برخې د ځینو نورو اثارو غوندې له هوایي او خیالي خبرو پرته بل څه و نه لري، خو چې د ژباړن په نوم مې سترګې ولګېدې، د کتاب لوست ته مې تلوسه لا زیاته شوه. دا ځکه چې لاروی صاحب پخپله هم ښه شاعر، لیکوال او د خورا پراخې او عمیقې مطالعې څښتن دی. هغه څوک چې د ښې مطالعې خاوند وي، انتخاب یې هم معمولاً عالي او ځانګړی وي.
څرنګه چې مې ګومان کړی و، یاد کتاب زما لپاره تر هغه ډېر په زړه پورې و او په خورا کمه موده کې مې په خوند ولوست. په یاد کتاب کې، لکه له نوم نه چې ښکاري د بریالیو کسانو د پرمختګ او بریا په ځینو رازونو خبرې شوې دي.
مطالعه، هڅه، دوامداره کار، صبر او زغم، په ژوند او ځان باور، له وخت نه سمه استفاده او له ستونزو سره مقابله… هغه موضوعات دي چې دلته پرې ګټور بحثونه شوي دي.
په دغه کتاب باندې استاد لاروي د “موږ ولې داسې یو؟” تر عنوان لاندې یوه ګټوره او عالي سریزه لیکلې ده. په دغه سریزه کې استاد په دې اړه بحث کړی دی چې زموږ او د نورې نړۍ تر منځ دومره لوی واټن ولې موجود دی؟ نوره نړۍ ډېر پخوا د تمدن او پرمختګ له کاروان سره یو ځای شوې ده، خو زموږ په سپیرو جونګړو کې لا هم د ماضي د جهالتونو تتې ډیوې لوګي خپروي.
لاروی صاحب مو په دې پوهوي چې زموږ د وروسته پاتې والي لاملونه څه دي؟ له نورې نړۍ سره ولې دومره فاصله لرو؟ او بالاخره څنګه کولی شو چې د جهل او تورتم له دې تیارو کندو راووځو او د علم، تمدن او پرمختګ په قافله کې روان شو.؟
د استاد لاروي د سریزې په څېر کتاب هم خورا عالي او د کار خبرې لري. په یاد اثر کې داسې انګیزشي کیسې راغلې دي چې لوست یې د بنده ذهن ته ټکان ورکوي او په خوځښت یې راولي.
کتاب راته وایي چې کابو ټول د نړۍ مخکښان او ستر خلک په ناوړه شرایطو کې رالوی شوي دي، که ټول شرایط ورته ناوړه نه وو، نو د ژوند په اوږدو کې خو یې ستونزي خامخا لیدلې دي. ستونزې او کړاوونه د ژوند برخه دي، هغوی ته د تسلېمېدو پر ځای باید ورسره مبارزه وکړو او په وړاندې یې قوي هوډ، صبر او زغم ولرو.
کتاب مو په دې پوهوي چې بریا ته رسیدل تصادفي نه وي، هغوی چې بریالي دي، زیار یې ایستلی دی، شپې یې روڼې کړې یو عالم ستونزې یې ګاللې او بیا یې د بریا خوندور جام نوش کړی دی.
په دې اثر کې په شاوخوا څلروېشت هغو رازونو او ځانګړنو بحث شوی دی چې په مټ یې بریالي کسان کامیابۍ ته رسېدلي دي. کتاب ډېرې داسې خبرې لري چې که په ژوند کې عملي شي، نو د مثبت تغیر باعث ګرځي او ژوند مو ورسره ښه کېدلای شي.
د یاد اثر ژباړه خوندوره او متفاوته ده! متفاوته ځکه ده چې ژباړن په موضوع د ښه پوهېدو او لا وضاحت لپاره خپلې خبرې هم لري او له ګڼو پښتو بیتونو، حکایتونو، متلونو او اصطلاحاتو یې هم استفاده کړې ده، چې په مفهوم د لا ښه پوهېدو لپاره له لوستونکو سره ډېره مرسته کولای شي.
لاروي صاحب د کتاب د موضوعاتو مطابق د پښتو ژبې د مشهورو شاعرانو ګڼ بیتونه راوړي دي او د ده په وینا په ژباړه کې یې د وس برابر ځینې تغیرات راوستي دي او دا کار یې په دې موخه کړی دی چې استفاده ترې اسانه شي، دی لیکي:
“په کتاب کې ځینې ځای پارسي شعرونه راغلي ول، چې ما د پښتو د ځینو مشهور شاعرانو ورته ګټور بیتونه د هغو ځای ته راوړل او د پارسي بیتونو له ژباړې تېر شوم. که څه هم دا تغیرات به د کتاب د ژباړې له اصولو سره په ټکر کې وي، خو ما کوښښ کړی چې د افغان محصلانو، زده کوونکو  او ځوانانو لپاره د خپلې ټولنې یو څو بیلګې راوړم او دا بیلګې به له دوی سره مرسته وکړي چې د خپل چاپیریال په باره کې فکر وکړي، له خپلو امکاناتو د استفادې انګیزه خپله کړي او د کتاب د لوست په مهال داسې وګڼي چې په خپله ټولنه کې ژوند کوي…”
فکر کوم استاد لاروی د یاد کتاب په ژباړه کې خپلې موخې ته رسېدلی دی. د کتاب د لوست پر مهال بنده داسې ګومان کوي چې د کوم افغان لیکوال اثر لولي، د لاروي صاحب ګټورو خبرو او پښتو بیتونو د کتاب ژبه دومره ښکلې کړې ده چې ګرسره د ژباړې ګومان نه پرې کېږي.
زما په اند موږ چې د نورو ژبو متلونو او اصطلاحاتو ته په خپله ژبه کې بدیل لټوو، داسې که د نورو ژبو شعرونو ته هم مناسب بدیل پیدا کړو، نو خوند او په لوستونکو اغیز به یې لا زیات وي.
استاد لاروی چې پخپله شاعر او د پراخې مطالعې څښتن دی، د هرې موضوع اړوند یې د پښتو شاعرانو ډېر ښکلي او عالي شعرونه راوړي دي. مثلاً د کار د ارزښت په اړه یې د حمزه بابا دا مشهور بیتونه راوړي:
ژوند ته وګوره، ژوند څه دی؟ همه کار دی، همه کار دی!
هغه ژوند په مرګ حساب دی، په دنیا کې چې وزګار دی
نه فرهاد یې په صفت کې، نه منصور یې په مانا کې
تا یو ګوټ، مات کړی نه دی وایې عمر مې په دار دی
په ډېوه د خپل عمل کې، د وجود وینه که تېل کړې
ستا د پاره تیاره نشته، هر وطن درته بازار دی…
ګومان کوم که لاروي صاحب د حمزه بابا د دغه شعر پر ځای هغه اصل پارسي شعر لیکلی وای، نو اغېز او خوند به یې دومره نه و، څومره چې د حمزه بابا د شعر دی!
په کتاب کې د هرې موضوع اړوند ژباړن د پښتو د مشهورو شاعرانو(خوشال بابا ـ رحمان بابا ـ کاظم خان شیدا ـ حمید مومند ـ حمزه بابا ـ استاد پسرلي …) مناسب بیتونه راوړي دي چې د موضوع په لا ښه پوهېدو کې له لوستونکو سره ډېره مرسته کوي.
“د مخکښو څېرو د بري راز” کتاب خورا ارزښتمنې خبرې په خپله لمن کې رانغاړلې دي چې لوستونکي په ژوند او د ژوند په طریقې باندې فکر کولو ته هڅوي. خو لکه تر مخه چې مو وویل په دغه اثر کې د هرې موضوع اړوند ژباړن خپلې خبرې هم لري او د خپلې ټولنې ځینې بیلګي یې هم راوړې دي؛ خو له بده مرغه یو نیم ځای د لیکوال او د ژباړن د خبرو تر منځ تفکیک سخت شي، بنده نه پوهېږي چې دا خبرې د لیکوال دي، که د ژباړن؟ کاشکي ژباړن خپلې خبرې په لمنلیکونو کې راوړې وای، یا یې په قوسونو کې نېولې وای، نو لوستونکو ته به د لیکوال او د ژباړن د خبرو تفکیک اسانه وو.
په هر حال هغوی چې د ښو کتابونو د لوستلو ارزو لري، “د مخکښو څېرو د بري راز” کتاب یې ممکن تنده خړوبه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...