Home+د شین جیانګ د بیارغونې لپاره د چین د حکومت هڅې او...

د شین جیانګ د بیارغونې لپاره د چین د حکومت هڅې او د نړیوالو رسنیو تبلیغات

لیکوال: ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنوونکی:اندېښمن ځاځی

د شین جیانګ ویغوري کورواکه سیمه د چین یوه پراخه، تاریخي او قومي تنوع لرونکې سیمه ده چې د هېواد  په لوېدیځ کې پرته ده. دا سیمه د ستراتېژیک موقعیت، طبیعي زیرمو او قومونو ترمنځ د فرهنګي توپیرونو له امله تل د کورني او نړیوال پام مرکز پاتې شوې ده. په تېرو دوو لسیزو کې، چین د شین جیانګ د بیارغونې لپاره پراخې هڅې کړې دي، د چین حکومت له خوا د شین جیانګ په بیارغونه کې زیربنایي کارونه، لکه د سړکونو، رېل پټلۍ، صنعتي پارکونو او فابریکو جوړښت، د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. دا ډول اقدامات کولی شي چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د سیمې اقتصادي حالت ته وده ورکړي، خو د چین حکومت دا هڅې د ځینو نړیوالو رسنیو د تورونو او تبلیغاتو سره مخ شوې دي. دا تبصره هڅه کوي چې دواړه اړخونه — یعنې د شین جیانګ په سیمه کې د بیارغونې لپاره د چین حکومت عملي اقدامات او د نړیوالو رسنیو ادعاوې، تورونه او بې ځایه تبلیغات —  په رښتنې ډول تحلیل کړي.

د چین د حکومت هڅې

د شین جیانګ د بیا رغونې موضوع نه یوازې د چین لپاره، بلکې د نړیوالو لپاره هم یوه حساسه او مهمه موضوع ده. که څه هم د شین جیانګ سیمې په تړاو د نړېوالو رسینیو لخوا ډول ډول راپورونه خپاره شوي دي، خو د چین حکومت د دغې سیمې د سیمه ایز پرمختګ د چټکوالي لپاره پراخې هڅې کړي دي او لا هم دا هڅې روانې دي. خو پوښتنه دا ده چې چین د شین جیانګ سیمې د بیارغونې لپاره کوم مهم کارونه شوي دي؟

د دغې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې د چین حکومت په دغه سیمه کې د اقتصادي پراختیا، د بې وزلۍ د ختمولو، تعلیم ، روغتیا، کلتوري یووالي او ثبات لپاره د پام وړ کارونه کړي چې په جلا ډ‌ول یې تاسو ته تشریح کوو:

اقتصادي پرمختیا:

د چین حکومت د شین جیانګ په سیمه کې د کرنې، صنعت، انرژۍ، او ترانسپورت برخو کې پراخې او ګټورې پانګونې کړي دي. په دغه سیمه کې د اورګاډو شبکې پراخول، د فابریکو جوړول، د صنعتي پارکونو تاسیس، او د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د خدماتو توازن ، ټول هغه کارونه دي چې د چین لخوا د شین جیانګ په سیمه کې د اقتصادي ودې لپاره شوي او له دې سترګې نشو پټولې چې د چین حکومت دغه اقدامات د یادې سیمې د اوسېدونکو پر ژوند په لنډ مهال او اوږد مهال کې مثبتې اغېزې درلودې او وبه یې لري.

 د بېوزلۍ له منځه وړل:

شین جیانګ د چین له هغو سیمو څخه وه چې بېوزلي یې نسبتاً لوړه وه. د چین حکومت لخوا  په سیمه کې د بې وزلۍ د ختمولو لپاره د پام وړ ګټور کارونه تر سره شوي دي. د چین حکومت هڅه کړې،چې په دې سیمه کې فقر او بې وزلي د سیمې د اوسیدونکو په مرسته او زیار ختمه کړي،نو په همدې موخه یې د کورنیو د عاید لوړولو، د حرفوي زده‌کړو د مرکزونو جوړولو، او د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې هڅه کړې،چې د یادې سیمې خلک د فقر او بې وزلۍ سره مبارزې ته وهڅوي او په سیمه کې دا پدیده له منځه یوسي.

تعلیم او روغتیا:

د چین حکومت له پیله باور لري چې علم او پوهه د پرمختګ او هوساینې بنسټ جوړوي او روغتیا د انساني ژوند یوه مهمه برخه ده ،نو په همدې موخه یې د شین جیانګ په سیمه کې د ښوونځیو، روغتونونو، او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ته پراختیا ورکړې ده،څو د ځوان نسل لپاره د عصري زده‌کړو عصري مرکزونه برابر او روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

کلتوري یووالی او ثبات:

کلتوري یووالی او ثبات چې د هرې سیمې یا هېواد لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده،د چین حکومت هم دې برخې ته جدي پاملرنه کړې ده. د چین حکومت وایې د شین جیانګ د سیمې له بیارغونې یې موخه دا وه چې په سیمه کې ټولو وګړیو ته مساوي خدمات وړاندې شي او تر څنګ یې په دغه سیمه کې د مېشتو بیلابیلو قومونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. د چین حکومت وایې د دغې همغږۍ له رامنځته کولو یې موخه دا ده، څو په سیمه کې ، د افراطي نظریاتو مخه ونیسي، یو باثباته او یو موټی چین رامنځته کړي.

د شین جیانګ په اړه د نړېوالو رسینیو تبلیغات

ځینې لویدیځ هېوادونه،چې له چین سره په اقتصادي مسایلو اختلافات لري، د چین د بې ساري اقتصادي پرمختګ له امله اندیښمن شوي دي. دوی په بېلابېلو وختونو کې ددې لپاره چې د چین اقتصادي پرمختګ ټکنۍ کړي، د رسنیو له لارې تبلیغات په لاره اچوي.په دغو تبلیغاتو کې یوه موضوع هم د چین په شین جیانګ سیمه کې د چین لخوا د بیارغونې موضوع ده. ځینې لویدیځې رسنۍ وخت نا وخت ادعا کوي،چې د چین دا بیارغونه یوازې د ظاهري پرمختګ لپاره ده، خو تر شا یې  له انساني حقونو سرغړونې، کلتوري یوځایوالي او د اقلیتونو پر ضد د زور زیاتي مسایل پټ دي. یادو رسنیو هېڅ کله هم په دې باب کره شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي. ځینو رسنیو  د شین جیانګ په بیارغونه کې د محلي قومونو، په ځانګړي ډول د ویغور مسلمانانو، کلتور، ژبه او دین ته د نه درناوی جغلي خبرونه خپاره کړي، بلکې هغوی د چین د اصلي فرهنګ سره په زور یو ځای کوي،خو د چین حکومت په کراتو کراتو دا ادعاوې رد کړي دي. دوی همدا راز د بیاروزنې پر کمپونو هم بې ځایه نيوکې کوي.دا موضوع یوه  جنجالي موضوع ده.

نړیوالې رسنۍ دا کمپونه د جبري توقیف، مذهبي محدودیتونو، او فکري فشار په توګه معرفي کوي،خو د چین حکومت بیا دا ادعاوې ردوي او وایې یاد کمپونه په سیمه کې د زده‌کړې، مسلکي روزنې د پراختیا او د افراطي فکرونو د مخنیوي لپاره ضروري دي.

خو رښتیا څه دي؟

که د دواړو اړخونو دلایل له تعصب پرته وکتل شي، دا څرګنده ده،چې چین واقعاً د شین جیانګ د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره سترې پانګونې کړې دي. د سړکونو، روغتونونو، ښوونځیو او صنعتي ودانیو جوړښتونه یو حقیقت دی چې ان مخالفې سرچینې یې هم ردولی نشي، د چین دا کار په سیمه کې د مېشتو ټولو قومونو د ژوند پر ښه کېدو مثبت اغېز لري، ټولنه له هوسا ژوند برخمنه کيږي، وګړي یې د ورځنیو اړتیاوو سره سم له عصري زده کړو برخمن کیږي، په چین کې د ګډ پرمختګ لپاره لاره هواریږي او د چین د نورو سیمو د وګړو په څېر د شین جیانګ وګړي هم له هوسا ژوند او امکاناتو برخمن کیږي او په دې توګه کولی شي په خپلو پښو ودریږي. په ټول کې د چین دا هڅې د اقتصادي ودې لپاره یو ګټور ګام دی، چې د خپل هېواد او خپلو وګړو د هوساینې لپاره یې پورته کړی دی. لويدیځې رسنې د چین دغه بشري خدمت ته  د سیاسي او جغرافیوي ګټو  له عینکو ګوري او ننګوي یې.

پایله

د شین جیانګ بیارغونه یو پېچلی بهیر دی چې نه یوازې اقتصادي اړخ لري، بلکې ژور سیاسي، فرهنګي او نړیوال اړخونه هم لري. د چین حکومت دا بیارغونه په خپل هېواد  کې دننه د ګډ پرمختګ (په چین کې د مساوي پرمختګ، هوساینې او ابادۍ نه د چین د ټولو خلکو یو شان ګټه اخیستنې) د ستراتیژۍ برخه بولي ، په داسې حالاتو کې

نړېوالې رسنې هم باید خپل راپورونه له واقعیت، کره معلوماتو او بې‌طرفۍ سره برابر کړي، نه دا چې د جغرافیوي سیالیو یا سیاسي ګټو پر اساس قضاوت وکړي. شین جیانګ نه یوازې پرمختګ، بلکې درناوی، تفاهم، او یو عادلانه نظر ته هم اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...