چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهتر فرانسې او برېتانیا وروسته کاناډا فلسطین په رسمیت پېژني

تر فرانسې او برېتانیا وروسته کاناډا فلسطین په رسمیت پېژني

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۹مه』‏د کاناډا لومړي وزیر، مارک کارني اعلان وکړ، چې هېواد به یې د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

کارني ویلي، د رسمیت پېژندنې پرېکړه یې د فلسطیني ادارې د اصلاحاتو پر بنسټ کړې او دا اداره ژمنه ده چې په ۲۰۲۶ کې به ټولټاکنې ترسره کړي، چې حماس پکې برخه نه لري.

دا اعلان له هغې وروسته وشو چې تېره اوونۍ فرانسې او پرون چهارشنبه برتانیا هم اعلان وکړ، که تر سپتمبر د غزې جګړه پای ته ونه رسېږي، دوی به د فلسطین دولت په رسمیت ومني.

د دغو درېیو هېوادونو د رسمیت پېژندنې پرېکړې مشروطې دي.

یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو د فرانسې، کاناډا او برتانیا دغو پرېکړو کولو ته په پام ویلي، چې دا سمبولیکه رسمیت پېژندنه به ښايي، د اسراییل او دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې اغېزمنې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې غزه کې د جګړې له پیله تر ټولو سخته لوږه او بشري ناورین پیل شوی، چې هره ورځ لسګونه کسان چې ډېری یې ماشومان دي له لوږې مري.

بل لورته حماس سره هم امریکا او اسراییلو د اوربند خبرې پريښې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...