Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد تورغونډۍ بندر د پراختیا هوکړه لاسلیک شوه

د تورغونډۍ بندر د پراختیا هوکړه لاسلیک شوه

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۹مه』د تورغونډۍ بندر د پراختیا او پانګونې هوکړه لاسلیک شوه.

دا هوکړه چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ لاسلیک شوه، له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریلي ټرانسپورټ شبکې د همغږۍ، دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د انتقالاتو پر زیاتوالي او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره به د تورغونډۍ بندر پر پراختیا پانګونه وشي.

دغه هوکړه ۵ میلیونه ډالر ارزښت لري.

د معلوماتو له مخې دغه هوکړه د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت اوسپنې پټلۍ معینیت او ترکمنستان دیمیریول ګورلوشیک سهامي شرکت ترمنځ لاسلیک شوه.

د تړون له مخې به یاد شرکت د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ مسیر کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره نوي ګودامونه او تاسیسات ډیزاین او فعال کړي.

اقتصاد پوهان وایي، د تورغونډۍ بندر اقتصادي ارزښت ډېر ستر دی، ځکه د دوی په باور دا بندر د افغانستان او ایران ترمنځ مهم سوداګریز تمځای ګڼل کېږي.

دغه بندر د افغانستان لپاره د سمندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي یوه نږدې او ارزانه لاره برابروي، چې له امله یې د وارداتو او صادراتو لګښتونه راکمېږي.

د تورغونډۍ بندر له لارې ډېر شمېر سوداګریز توکي، لکه نفت، خوراکي مواد، ساختماني سامانونه او نور توکي هېواد ته راځي یا بهر ته صادرېږي.

همداراز، دغه بندر د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته وده ورکوي او د سوداګرۍ، ترانسپورت، او کارموندنې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي، چې دا ټول د افغانستان د اقتصاد پر پیاوړتیا مثبت اغېز لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...