تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۹مه』د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې حکومت به یې هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې امریکايي ځواکونو سره همکاران وو.
د ټرمپ د څرګندونې له مخې به زیاتره هغو افغانانو ته چې اوس له امریکا د اخراج ګواښ سره مخ دي، د دایمي اقامت او اوسېدنې اجازه ترلاسه کړي.
ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د موقت خوندیتوب پروګرام له لارې یو شمېر داسې افغانان ورغلي، چې په باور یې ښه نه وو.
نوموړی وايي ښه خلک پکې پېژني او د هغوی ساتنه به وکړي، چې امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.
په ورته مهال د افغانانو د تخلیې پروګرام «افغان ایواک» ویلي، چې دوی به فشار راوړي، څو ډاډ ترلاسه کړي، چې امریکايي ځواکونو سره همکار افغانان خوندي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو د اوس لپاره د هغو افغانان د کډوالو بهیر ځنډولی دی، چې له مخې یې لسګونه زره افغانان په متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو کې بې برخلیکه دي.
د ټرمپ تازه ژمنې سربېره، ځینو امریکايي سناتورانو له دې وړاندې افغان همکارانو سره پر ژمنو د نه وفا له امله سختې نیوکې کړې دي.
دوی غوښتنه کړې، چې له امریکایي ځواکونو سره د همکار افغانانو ژوند باید وژغورل شي.