پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبانو تېره اونۍ ۲۳مټریک ټنه قاچاقي مواد نیولي

طالبانو تېره اونۍ ۲۳مټریک ټنه قاچاقي مواد نیولي

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۹مه』د طالبانو مالیې وزارت وایي، چې تېره اوونۍ یې ۲۳ مټریک ټنه قاچاقي مواد نیولي دي.

د طالبانو مالیې وزارت په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې، د ګمرکونو د لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو یې تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۳ ټنه او ۲۲۶ کیلو ګرامه توکي نیولي چې، په قاچاقي ډول هیواد ته راواردېدل.

دغه وزارت نن (پنج شنبه) دغه خبر پر خپله اکسپاڼه لیکلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې، یاده اندازه توکي د کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې، په نیول شوو توکو کې چاکلېټ، انساني او حیواني درمل، د کوچنیانو د لوبو وسایل، رُب، شامپو، تمباکو، مالګه، ماشي، خام نخود، وچي شیدې، د دېګي مسالې، ژاولي، مکروني او بیسکوټ شامل دي.

د طالبانو مالي وزارت په اېکسپاڼه زیاته کړې چې، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرآتو له پاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

عام خلک هم له طالبانو ورته غوښتنه لري او وایي، د هغو سوداګرو مخه دې ونیسي چې بې کیفیته توکي په پټه له ګاونډیو هېوادونو راواردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...