تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۹مه』د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د لوګر ولایت محمداغې ۴۰ میګاواټه برېښنا تولید دستګاه او ۱۲۸ میګاولټ امپير سب سټېشن د پرانیستي پر مهال وویل چې، د هېواد ۵۰ نورو ولسوالیو ته هم د برېښنا غځولو لړۍ پیل شوې ده.
عمر زیاته کړه چې، د ۸۰ نورو ولسوالیو د څېړنې پروسه یې بشپړه کړې او چارې به یې راتلونکي کې پیل شي.
نوموړی وایي، افغانستان د لمریزې برېښنا برخه کې پیاوړي ګامونه پورته کړي او هڅه کوي، د هېواد ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسوي.
تازه نن د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژه بشپړه پرانیستل شوه.
د طالبانو برېښنا شرکت مسوولان وایي، پر دغه پروژه ۳۶میلیونه ۷۴زره ډالره لګښت راځي، چې بشپړېدو سره به یې ۴۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
برېښنا شرکت داسې مهال ۵۰ نورو ولسوالیو ته د برېښنا غځولو خبره کوي، چې د هېواد د لویو ښارونو په مرکزونو کې هم خلک د برېښنا له پرچاوۍ او نشتون نه شکایت کوي.
د ننګرهار په شمول د یو شمېر تودو سیمو اوسېدونکي له برېښنا شرکت نه غوښتنه کوي، چې لومړی دې د ښاریانو د برېښنا اړتیا پوره او بیا دې نورو ولسوالیو ته دا پروسه وغځوي.
دوی وایي په دې شدیده ګرمۍ کې په هرو څلرویشت ساعتونو کې له څلورو تر پنځه ساعته برېښنا ورکول کېږي چې له دې امله یې ګرمۍ ژوند تنګ کړی دی.