Homeخبرونهامو نهنګان د شپږیزه کرېکټ لیګ اتله شوه

امو نهنګان د شپږیزه کرېکټ لیګ اتله شوه

تاند『پنجشنبه د زمري ـ اسد ۹مه』امو نهنګانو د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه.

د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه د مس عینک اتلان لوبډلې او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه.

مس عینګ اتلانو لومړی توپوهنه وکړه او امو نهنګانو ته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه.

د اتلانو لپاره رحمن الله ګربز ۴۸ منډې جوړې کړې خو د امو نهنګانو په ګټه عظمت الله عمرزي بهترینه توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې.

د نوموړي ترڅنګ عبدالله احمدزي هم غوره توپ اچونه وکړه او د ۲۱ منډو په بدل کې یې ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

امو لوبډلې په اسانۍ هدف پوره او د ۸ ویکټو په توپیر یې مس عینک ته ماتې ورکړه.

حسن عیسی خیل د خپلې لوبډلې په کټه په ۳۴ توپونو نېمه سلیزه بشپړه کړه.

دا پرلپسې دوهم ځل شو چې امو د دې سیالیو اتلولي خپلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...