د نصير احمد احمدي “اخ وطنه” ناول د ڪورني حيواناتو (پيشو، هيلۍ، چرګي، سېرلي، غوا، خرې، سپي) تر منځ رواني او رښتيني مڪالمې دي.
د حيواناتو دا خبري د دې وطن او نوري نړۍ په توپيرونو، د وګړو د خپلمنځي سلوڪ، ڪورني ژوند او له حيواناتو سره د چلن په اړه دي.
د “رحمدل” په نامه د يوه ڪس په کور ڪي دي، خو رحمدل داسي دی، چي نه رحم پېژني او نه ئې پر حيوان و انسان رحم ڪړی دی.
د زوی او لور تر منځ توپير، د پيسو لپاره لور خرڅول، په ڪورني ژوند ڪي ظلم، زياتی، سپڪي خبري، د لور پر زيږېدنه نارضايي، خو د غوا پر سخوندري خوشحالي، له تربور سره سيالي، د وطن دښمني، ښځه انسان نه ګڼل او داسي نور ډېر منفي اړخونه د ده ڪرڪټر دی.
د دې وطن په زرګونو ڪورونو ڪي دغسي ڪيسي تڪرارېږي. دغسي منفي ڪرڪټرونه اوسي.
ملي فڪر او ملي احساس نه لري. خپل خير د بل په شر ڪي غواړي او منفي افڪار لري.
دغسي خلڪ که وغواړي، په ورځ ڪي ځان بدلولای شي، چي ژوند ځان او ڪورنۍ ته جنت ڪړي، وطن ته ڪار وڪړي او ځانونه سيالان ڪړي؛ مګر نه غواړي.
په دې وطن ڪي داسي زرګونه رحمدلان دي، چي ڪور یې دوږخ ڪړی دی. له انسانانو سره وحشي چلن ڪوي او انساني ڪرامت نه پېژني.
تر دې، چي حيوانان پناه ترې غواړي او ارمان ڪوي، چي دا وطن ڪاشڪي د داسي خلڪو نه وای؛ ځڪه وايي، چي “اخ وطـــنـــه”!!