جمعه, جنوري 31, 2025
Home+اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

ژباړه او لنډیز: رحمت شاه فراز

بین الذهني واقعیتونه

کیسې پخپله نوي واقعتونه پنځولی شي. په اصل کې خو کیسې په بشپړه توګه د واقعیت یو نوی پوړ ایجادولی شي. څومره چې موږ پوهېږو، د کیسو له منځته راتلو دمخه، په دنیا کې د واقعیت دوه پوړونه وو. کیسو یو دریم پوړ هم ور زیات کړ.

د واقعیت دوه پوړونه یو عیني واقعیت و او بل ذهني واقعیت. عیني واقعیت په ځان کې توکي را نغاړي، مثلاً تیږې، غرونه، سیارې – یانې هغه شیان چې که موږ ترې خبر یو یا نه یو، هغوی شته دي.

په ذهني واقعیت کې بیا د درد، خوشالي او مینې په څېر شیان راځي، چې په خارج کې نه دي، بلکې په داخل کې دي. ذهني شیان زموږ په شعور او اګاهي کې موجود دي. مګر ځینې کیسې د دې توان لري، چې د واقعیت دریم هم پوړ ایجاد کړي، چې بیني الذهني واقعیت یې بللی شو.

د درد په څېر ذهني شیان یوازې په یوه ذهن کې موجود وي، مګر بین الذهني توکي لکه قوانین، خدایان، قومونه، شرکتونه او پیسې د لوی شمېر ذهنونو په اتصال یا ځاله کې موجود وي. په دقیقه معنا ویلای شو، چې دغه شیان په هغو کیسو کې موجود وي، چې خلک یې یو بل ته کوي. که خلک یو بل ته دغه کیسې ونه کړي، دغه معلومات تبادله نه کړي، نو دا یو شی به هم موجود نه وي. د معلوماتو تبادله دغو شیانو ته وجود ور بښي.

کله چې زه وایم، چې په درد یم، نو زما په ویلو درد نه ایجادېږي. او که د درد په اړه ونه غږېږم، نو درد ورسره نه ختمېږي. دغه راز که ووایم چې ما یو فضايي کاڼی ولیده، نو زما په خبرې سره کاڼی نه جوړېږي. که خلک يې په هکله غږېږي یا نه، کاڼی به موجود وي. خو کله چې ډېر خلک د قوانینو، خدایانو یا کرنسیو په اړه یو بل ته کیسې وکړي، نو همدا هغه څه دي، چې قوانین، خدایان یا کرنسۍ پنځوي. که خلک په دې اړه غږېدل پرېږدي، نو دا ټول شیان له منځه ځي. بین الذهني شیان د معلوماتو په تبادله کې موجود دي.

مثلاً د پیزا په اړه زموږ باور د پیزا په کالوریک ارزښت کوم اثر نه لري. مګر د پیسو – او پیزا – مالي ارزښت په بشپړه ټوګه زموږ په باورونو متکي دی. په ۲۰۱۰ کې یوه تن په ۱۰ زره بیټ کواین باندې یوه پیزا واخیسته، مګر په ۲۰۲۱ کې یو بیټ کواین ۶۹ زره ډالر ارزښت درلوده، چې اوس يې ۶۹۰ میلیونونه پیزاوې پرې اخیستلی شوی. د پیزا کالوریک ارزښت یو عیني واقعیت دی، چې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۱ پورې یو شان پاتې دی، مګر د بیټ کواین مالي ارزښت بین الذهني واقعیت دی او په لنډه موده کې یې حیرانوونکی بدلون ومونده.

عیني واقعیتونه د هغوی له منلو نه په انکار باندې له منځه نه ځي. دغه راز، د یوه عیني واقعیت موجودیت د عیني ازمایښتونو په پایله کې رد یا منلی شو، مګر ریاستونه او دولتونه بین الذهني وجود لري او له بین الذهني واقعیتونو انکار هم کولی شو. مثلاً په ۲۰۲۴ کې هم برازیل او چین دواړه وايي، چې اسرائیل او فلسطین دواړه موجود دي. مګر امریکا او کامیرون یوازې اسرائیل په رسمیت پېژني؛ او الجریا او ایران بیا یوازې فلسطین په رسمیت پېژني. په حقیقت کې هر دولت چې د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي، د لنډې مودې لپاره يې وجود تر پوښتنې لاندې نیول کېږي. مګر د دولتونو په هکله مخالفتونه د کوم عیني ازمایښت په مټ نه شو حل کولی. موږ چې کله پوښتنه کوو، چې آیا یو دولت وجود لري، نو په اصل کې موږ د یوه بین الذهني واقعیت په اړه پوښتنه را پورته کوو. که په کافي شمېر خلک دا مني، چې یو دولت وجود لري، نو بیا يې لري.

د ټولو ژانرونو له منځه، هغه کیسې ډېرې لویې شبکې رامنځته کوي، چې بین الذهني واقعیتونه پنځولی شي. بله خبره دا ده، چې بین الذهني واقعیتونه په یوه شبکه کې خورا ځواکمن او زورور وي، مګر له هغې شبکې دباندې بالکل بې معنا وي. مثلاً که یو شتمن د پیسو له بکس سره په یوه جزیره کې وغورځي، نو سره له دې چې په ممبۍ یا بل ښار کې يې په دې پیسو خواړه خوړلی شوی، جامې يې را نیولی شوی، مګر په هغه جزیره کې دی یوه بیزو هم دې ته نه شي راضي کولی، چې خواړه یا جامې ورته ورکړي.

اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب