پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Home+اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ

ژباړه او لنډیز: رحمت شاه فراز

دوهم فصل

کیسې: نامحدودې اړیکې

موږ سیپینز انسانان پر نړۍ واکمني کوو، له دې کبله نه چې موږ ډېر هوښیار یو، بلکې وجه يې دا ده، چې موږ په ډېر لوی شمېر له یو بل سره په اسانه تعامل او تفاعل کولی شو. نور حیوانات هم په ګډه تعامل کوي، مثلاً شمپانزي هم وړې، وړې ډلې لري. دغه راز، مېریان هم خپلې ډلې لري او په لوی شمېر له یو بل سره تعاون او همکاري کولی شي. مګر شمپانزیانو یا مېریانو امپراتورۍ، مذاهب، یا تجارتي شبکې نه دي پنځولې.

دا ډېره حیرانوونکې ده، چې انسانان هم له یو بل سره په شخصي بنیادونو اوږدمهاله اړیکې نه شي جوړولی. که زموږ د اړیکې نوعیت (انسان له انسان سره) وای، نو زموږ شبکې به هم خورا کوچنۍ پاتې شوې وې. همدا وجه ده، چې زموږ د نیکونو لکه نیانډرتال او لرغونو هومو سیپنیز د ډلو شمېر له شلو تر شپېتو نه زیاتېده او یا په ډېرو کمو حالاتو کې يې شمېر له ۱۵۰ نه تر ۲۰۰ پورې رسېده.

خوا شاوخوا ۷۰ زره کاله پخوا، هومو سیپنیز په بې سارې بڼه په ډېر لوی شمېر له یو بل سره تعامل او همکاري پیل کړه. د دغه تعامل سبب د هومو سپنیز په مغزي جوړښت کې ځینې تکاملي بدلونونه او ژبنۍ وړتیاوې وې، چې سیپینز ته يې د دې وړتیا ورکړه، چې یو بل ته افسانوي کیسې وکړي او بیا پر دغو کیسو عقیده ولري. کیسو د دې په ځای چې د انسان-انسان د اړیکو شبکه رامنځته کړي، د انسان-کیسو زنځیر يې ایجاد کړ. نور د دې لپاره چې انسان له یو بل سره تعامل وکړي، دې ته اړتیا نه وه، چې یو بل په شخصي توګه وپېژني، بلکې یوازې د دوی ترمنځ په مشترکه کیسه باید پوه شوي وای. مثلاً د کاتولیکې کلیسا ۱.۴ بیلیونه غړي د بایبل او نورو عیسوي کیسو په ذریعه له یو بل سره وصل دي. د چین ۱.۴ بیلیونه وګړي د کمونیستي اډیالوژۍ او چینايي ناسیونالیزم د کیسو په مټ سره وصل دي؛ او د نړیوالې تجارتي شبکې اته بیلیونه غړي د کرنسیو، شرکتونو او مشهورو برانډونو د کیسو په مټ سره تړلي دي.

ان هغه کارازماتیک رهبران چې میلیونونه پیروان او مینه وال لري، د دې اصول مثالونه دي، نه دا چې استثنا يې دي. پیروان له خپل رهبر سره هېڅ ډول شخصي اړیکه نه لري، خو هغه څه چې دوی ټول په هغه رهبر پورې تړي، هغه کیسې دي چې د یوه رهبر په هکله ډېرې په احتیاط فنکاري شوې وي. تر دې چې د خواله رسنیو پر مخ هم هغه رهبران چې ډېر زیات مینه وال لري، د خپل حساب تر شا پخپله حضور نه لري، بلکې یوه ډله کارپوهان وي، چې د رهبر په ټولنیز حساب کې انځورونه او ویناوې ډېر په مسلکي ډول پنځوي او بیا يې له پیروانو سره شریکوي؛ او له دغو ویناوو او انځورونو د برانډ په نوم یو شی منځته راځي.

برانډ په اصل کې د کیسې یو خاص ډول دی. د یوه تولید برانډ کول په دې معنا ده، چې د هغه تولید په اړه یوه کیسه بیان شي، چې ډېر احتمال يې نشته چې دغه کیسه دې د تولید له واقعي خصوصیاتو سره کومه اړیکه ولري.

مګر په دې ټوله سیناریو کې خلک فکر کوي، چې دوی پخپله له شخص سره وصل دي، خو په حقیقت کې دوی په هغې کیسې پورې تړلي وي، چې د هغه شخص په اړه ویل شوې وي، او ډېری وختونه د دې دواړو ترمنځ لوی واټن وي.

ان د شیر امي، اتلې کوترې کیسه هم د خلکو په سترګو کې د امریکايي عسکرو د برانډ کولو د کمپیاین یوه برخه وه، په دې چې وروستنیو پلټنو وښودله، چې شیر امي اصلاً هغه کوتره نه وه، چې پیغام يې ورساوه. یا دا چې مخکې له دې چې شیر امي کمپ ته ورسېږي، د هغې ډلګۍ خبر تر کمپ پورې رسېدلی و.

په یوه بل مثال کې عیسی در ونیسئ. موږ له دوو زرو کلونو راهیسې د عیسی په اړه کیسې اورو. دغو کیسو عیسی زموږ له مخې داسې پټ کړی دی، چې اوس د هغه د تاریخي شخصیت موندل اصلا ناممکن شوي دي. تر کومه چې موږ ویلی شو، حقیقي عیسی یو عام یهودي مبلغ و، چې یوه وړه ډله پیروان یې موندلي وو او ناروغان يې روغولی شوی. سره له دې چې د عیسی هېڅ تابلو نه ده را پاتې او ان بایبل هم دا نه وايي، چې عیسی څه ډول ښکارېده، مګر د هغه په اړه خیالي انګېرنې اوسمهال په نړۍ کې په مشهورو نښو بدلې شوي دي.

دلته باید وویل چې د عیسی د کیسې پنځول په ټوله کې یو ارادي دروغ نه و. سېنټ پال، ټرټولین، سېنټ اګسټین او مارټین لوتر د خلکو د تېر ایستلو هېڅ اراده نه لرله. دوی یوازې د عیسی د شخصیت په اړه د خپلو هیلو او احساساتو اظهار کړی دی. سره له دې چې د برانډ کولو کمپاینونه کله نا کله د غلطو معلوماتو پایله وي، مګر د تاریخ زیاتره لویې کیسې د احساساتو او خواهشاتو تولید دي. رښتیني پیروان د هر ستر مذهب او ایډیالوژۍ په وده کې ډېر کلیدي لاس لري، او د عیسی کیسې په دې وجه د تاریخ لوری ور بدل کړ، چې ډېر لوی شمېر پیروان يې وموندل. عیسی بالذات شخص په پښو باندې کلي په کلي ګرځېده، له خلکو سره یې خبرې کولې، له هغوی سره يې خوراک څښاک کول. مګر د عیسی کیسه ټولې نړۍ ته والوته، لومړی د شفاهي نکلونو، کیسو او افواهاتو په بڼه؛ او بیا د لیکلو متنونو، رسامیو، مجسمو په بڼه؛ او بلاخره د فلمونو او انټرنټي انځورونو په بڼه.

کیسې په اصل کې د شته بیالوژیکي اړیکو یوه غځېدلې بڼه ده. کورنۍ د انسانونو تر ټولو قوي اړیکه ده. یوه لاره چې کیسې د پردیو ترمنځ باور پیدا کوي، دا ده چې کیسې دوی ته په یوې لویې کورنۍ پورې د تړاو تصور ورکوي. د عیسی په کیسه کې عیسی د ټولو انسانانو لپاره د یوه پلار په څېره کې انځور شوی دی او میلیونونه عیسویان دې ته هڅوي، چې یو بل ته د خویندو وروڼو په سترګه وګوري.

ورو په ورو په دغو کیسو د پیروانو باور دومره ډېرېږي، چې اوسمهال چې دوی د یوې پېښې یا خاطرې په یاد کې یو رسم ترسره کوي، نو دوی داسې ګڼي، چې ګواکې دوی د هغې پېښې د ترسره کېدو پر مهال موجود و. مثلاً د یهودو یو مبلغ په ۲۰۱۸ کې د خواله رسنیو په سر خپلو پیروانو ته ویل، چې له مصر نه زموږ خروج موږ یوازې په ذهنونو کې نه تصور کوو، بلکې زموږ داسې په یاد دی،ګواکې شخصا مو له مصر نه خروج کړی وي.

اتصال: له ډبرپېره تر مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي شبکو لنډ تاریخ – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب