تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۹ مه) یوه تازه څېړنه وایي، هغه فوسیلونه چې له څو لسیزو راهیسې ساینسپوهان د هغو په تشریح یا طبقهبندۍ کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي، ممکن د انسان په یوه نااشنا نسل پورې تړاو ولري.
دغه فوسیلونه چې د انسانانو د لرغوني دورې د پاتې شونو لکه د کوپړۍ ټوټې، غاښونه، ژامې او نور پکې شامل دي، په هغه ځای کې موندل شوي چې نن ورځ د چین هېواد دی. دې انسانانو له ۳۰۰ زره څخه تر ۱۰۰ زره کلونو مخکې هلته ژوند کاوه.
خو تر اوسه ساینسپوهان دې نتیجې ته نه دي رسېدلي چې دا هډوکي په کوم نسل پورې تړاو لري او یا یې د انسان د پېچلي شجرې په کوم ځای (کته ګورۍ) کې راولي.
د هاوايي پوهنتون د انسان پېژندنې استاد کریستوفر بیه، او د پیکینګ د ملاتېر لرونکو (ستون فقرات لرونکو) د لرغونپوهنې په انسټیټیوټ کې څېړونکی (وو شیوجیه)، په وروستۍ مقاله کې چې په “نیچر کامیونیکیشن” مجله کې خپره شوې، وړاندیز کړی چې دغه موندل شوي هډوکي باید د یوه نوي نسل په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
دوی دا نسل د هغوی د ډېرې لویې کوپړۍ له امله “لویسره انسان” نومولی دی.
پروفسیر بیه وایي: “د هغوی کوپړۍ ډېرې ډېرې لویې دي.”
اټکل کیږي چې د دغو فوسیلونو کوپړۍ له ۱۷۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ مکعب سانتيمتره حجم لري، چې د اوسني انسان له کوپړۍ څخه، چې په اوسط ډول له ۱۳۵۰ څخه تر ۱۴۵۰ مکعب سانتيمتره ده، ډېره لویه ده. دا فوسیلونه، چې ډېری یې په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې موندل شوي وو، په لومړیو کې له علمي معیارونو سره د نه تطابق له امله له پامه وغورځول شول یا په غلطه طبقهبندي شول.
په هغه وخت کې ډېری لرغونپوهانو باور درلود چې اوسنی انسان پر دوو پښو د ګرځېدونکي انسان یوازې له یوه نسل څخه چې دوه میلیونه کاله مخکې له افریقا څخه وتلی و، په سیمهییز ډول تکامل کړی او “عاقل” انسان ته بدل شوی.
دغه نظریه چې د چین د خلکو لپاره بېلې نژادي ریښې تجویزوي، په خپل وخت کې له ملتپالو احساساتو سره همغږې وه او په ځانګړې توګه یې د چینایي پوهانو په منځ کې ځانګړی ځای درلود.
خو اوس ساینسپوهان د انسان د نویو افریقایي ریښو لپاره ډېر قوي جنیتیکي شواهد لري. پر دې اساس، د اوسنیو انسانانو لرغوني نیکونه چې له افریقا څخه بهر ژوند کوي، له شاوخوا ۵۰ زره تر ۶۰ زره کاله مخکې له دې لویې وچې ووتل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپاره شول.
که د بیه او شیوجیه تحلیل سم وي، دا فوسیلونه به د انسان د تکامل د یوې لویې معما د حل کولو لپاره کلیدي وي. داسې معما چې د سایبریا په غرونو کې په “دنیسووا سمڅې” کې د یوه کوچني هډوکي په موندلو سره څرګنده شوه. د هغې د DNA تحلیل وښوده چې دا د لرغونو انسانانو یوه بېله ډله وه چې ساینسپوهانو “دنیسووا انسان” ونوماوه.
دنیسووا انسان، د لرغونو انسانانو لومړنی نسل دی چې د DNA په څېړنو کې د ساینسي پرمختګونو په مرسته په لابراتوار کې کشف شو او دې چارې هغه ډېر له رمز و رازه ډک کړ.
سره له دې چې دنیسووا انسان DNA لا هم په اوسنیو ژوندي انسانانو کې موندل کیږي، خو ساینسپوهان لا هم په دقیق ډول نه پوهېږي چې د هغه منشا د انسان ده او که نه ده او همداراز نه پوهیږي چې دوی څه ډول ښکارېدل، چېرته اوسېدل او ولې ورک شول.
د امریکا د سمیتسونین انسټیټیوټ د لرغوني انسان پېژندنې کارپوه رایان مککرې، پر دې څېړنه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دې فوسیلونو او دنیسووا انسان ترمنځ د دقیق تړاو لپاره کافي شواهد نشته.
ځینې نور ساینسپوهان بیا باور لري چې دغه فوسیلونه چې په چین کې موندل شوي، ممکن د “ښامار وزمه انسان” په نسل پورې تړاو ولري، چې هغه هم د خپلې لویې کوپړۍ له امله مشهور دی.