Homeخبرونهافغانستان کې د برښنا پر ۳۷ لویو پروژو کار روان دی

افغانستان کې د برښنا پر ۳۷ لویو پروژو کار روان دی

تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۹مه】د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په هېواد کې د برېښنا د تولید او پراختیا په موخه په ټولیزه توګه د ۵ زره او ۷۶۷ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ۳۷ پروژې تر لاس لاندې لري.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې له بېلابېلو سرچینو د برېښنا پروژې تر لاس لاندې لري.

یاد وزارت اوبه، لمر، ډبرو سکاره او باد هغه لارې یادې کړي، چې ترې د برېښنا د تولید لپاره ګڼې پروژې تر لاس لاندې لري.

سرچینې له یادو لارو په نغلو کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا یوه پرژوه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.

باور دا دی، چې افغانستان د بریښنا تولید لپاره مناسب هېواد دی،خو د وخت حاکمو نظامونو د بې پروایئ له امله دا هېواد اوس هم د برښنا برخه کې د نورو احتیاج دی.

د نظرخاوندان وایي که د هېواد په داخلي اوبو پانګونه وشي او پرې د برېښنا بندونه جوړ شي، نو په دې برخه کې به له احتیاجه د خلاصون ترڅنګ پر نورو هېوادونو هم برېښنا د پلور لپاره ولرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...