جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهچین په پاکستان کې د خپلو پروژو امنیت ته اندېښنه لري

چین په پاکستان کې د خپلو پروژو امنیت ته اندېښنه لري

تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۹مه】پاکستان کې امنیتي ننګونې، چې د چین اقتصادي پروژې ګواښي په اړه یې چین ژوره اندېښنه ښودلې.

ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې اسلام اباد کې د چین سیاسي استازي ونګ شنګ د امنیتي دلایلو له کبله یې د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د چین او پاکستان اقتصادي کوریدور (CPEC) چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د شاوخوا ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پلي کېدو په حال کې ده راتلونکی یې له امنیتي ننګونو سره مخ دی.

یاد چینایي چارواکي زیاته کړې، چې که امنیت ښه نه شي څوک به داسې شرایطو کې کار ته چمتو نه شي.

د نوموړي په خبره ، چې ګوادر او بلوچستان کې له چنیایانو کرکه کېږي او غواړي، چې د چین او پاکستان اقتصادي کوریدور خراب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې چین له اسلام اباد غوښتي و که پاکستان کې د چینایي وګړو امنیت نه شي ټینګولی اجازه دې ورکړي، چې چین خپله لاس په کار شي.

دا اندېښنه داسې مهال راپورته کېږي، چې پاکستان کې د امنیتي ننګونو ترڅنګ د چینایي وګړو او انجینرانو وژنې او پرې بریدونه هم زیات شوي دي.

1 COMMENT

  1. د چین د پروژو په اړه خپل د پاکستان نظامیان او استخبارات له امریکا او برتانیی پیسی(ډآلر) اخلی ځکه چینایان تل د خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوی همدا دلیل ده چې زیاتره هیوادونه له چین سره د پروژو تطبیق په اړه زړه نا زړه يې، نو پاکستان هیڅکله د امریکا او برتانیا نا فرمانی نشي کولی ځکه پاکستان د امریکا او عربو او په ځانګړی ډول د خپل اصلي پلار برتانیی زرګونه میلیونه پوروړی ده نو اوس څنګه چې امریکا ډول وهی همغسی به پاکستان ورته ګډیږی، او اوس چین پدې پوهیږی چې د دوی د انجنیرانو او اتباعو په وژلو زیاتره د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس ده برناحقه کله په ټي ټی پي یا بلوڅ بیلتون پال باندې یې پړه اچوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...